نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د اندونیزیا په لویدیځه جاوا کې د رېل ګاډو ټکر؛ د ټکسي له امله رامنځته شوې پېښه کې ۱۴ کسان ووژل شول
د اندونیزیا دولتي رسنیو د سې شنبې په ورځ د چارواکو له قوله خبر ورکړ چې د لویدیځه جاوا ولایت په بکاسي ښار کې د دوو رېل ګاډو د ټکر له امله د وژل شویو شمېر۱۴  ته لوړ شوی او ۸۴ نور ټپیان دي.
د اندونیزیا په لویدیځه جاوا کې د رېل ګاډو ټکر؛ د ټکسي له امله رامنځته شوې پېښه کې ۱۴ کسان ووژل شول
د اندونیزیا په لویدیځه جاوا کې د رېل ګاډو ټکر؛ د ټکسي له امله رامنځته شوې پېښه کې ۱۴ کسان ووژل شول / Reuters
 

د اندونیزیا په لویدیځه جاوا ټاپو کې د رېل ګاډو ټکر په پېښه کې ۱۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی .

د بکاسي ښار د رېل پټلۍ په یوه لاره کې د ټکسي ټکر د داسې پېښو لړۍ پیل کړه چې له امله یې یو مسافر وړونکی رېل ګاډی پر پټلۍ ودرېد او وروسته له یوه بل لیرې مزلي رېل ګاډي سره وجنګېد. په دې خونړۍ پېښه کې په لسګونو نور کسان ټپیان شوي هم دي.

د اندونیزیا دولتي رسنیو د سې شنبې په ورځ د چارواکو له قوله خبر ورکړ چې د لویدیځه جاوا ولایت په بکاسي ښار کې د دوو رېل ګاډو د ټکر له امله د وژل شویو شمېر۱۴  ته لوړ شوی او ۸۴ نور ټپیان دي. دا په وروستیو کلونو کې د دغه هېواد د رېل پټلۍ یوه له تر ټولو خونړیو پېښو څخه ګڼل کېږي.

د "انتارا" خبري اژانس د راپور له مخې، دا پېښه د دوشنبې په ناوخته د ختیځ بکاسي په سټېشن کې هغه مهال رامنځته شوه چې یو سیمه ییز مسافر وړونکی رېل ګاډی له یوه لیرې مزلي رېل ګاډي سره وجنګېد.

د اندونیزیا د رېل پټلۍ د دولتي شرکت (PT KAI) چارواکو ویلي چې لسګونه ټپیان په بېلابېلو روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي. د دغه شرکت ویاند "فرانوتو ویبوو" وویل، پېښه هغه مهال پیل شوه چې یو ټکسي د بکاسي په "بولاک کاپال" سیمه کې له یوه برقي مسافر وړونکي رېل ګاډي سره ټکر وکړ.

له دغه ټکر وروسته، مسافر وړونکی رېل ګاډی خراب او پر پټلۍ ودرېد. لږ ځنډ وروسته، یو بل لیرې مزلی رېل ګاډی چې په همدې کرښه روان و، له دغه ولاړ رېل ګاډي سره په زور سره وجنګېد. د ملي پلټنې او ژغورنې ادارې په ګډون بېړنیو ډلو ټوله شپه د قربانیانو د ایستلو لپاره کار وکړ.

چارواکي وايي چې د وژل شویو کسانو جسدونه د پېژندنې لپاره د پولیسو روغتون ته لېږدول شوي دي. همداراز اعلان شوی چې د ټولو قربانیانو طبي او د جنازې لګښتونه به حکومت پر غاړه اخلي او د کورنیو سره د مرستې لپاره ځانګړي معلوماتي مرکزونه جوړ شوي دي.

اوسمهال په سیمه کې د رېل ګاډو تګ راتګ تر یوې اندازې ګډوډ شوی او پلټونکي د پېښې د دقیق لامل په اړه څېړنو ته دوام ورکوي.

وپلټۍ
روسیه: ناتو غواړي زموږ له هېواد سره جګړه وکړي
د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د فلسطین د خپلواکۍ حق اړوند پرېکړه‌لیک په ۱۶۲ رایو تصویب کړ
په فراه ولایت کې چاودنې ګڼشمیر کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د پاکستان د اقلیمي بدلونو وزیر مصدق مسعود ملک په یوه غونډه کې د ګډون لپاره هند ته سفر کړی.
د اروپايي ټولنې کمیسیون د سایبري برید سره مخ شوی، شخصي معلومات ممکن زیانمن شوي وي.
فرانسې په ټول هیواد کې د مرغانو د انفلونزا خطر تر ټولو لوړې کچې ته پورته کړ.
د سعودي په وینا، د حوثیانو د ملېشو هغه توغندی یې شنډ کړی چې د دغه هیواد پر سویل توغول شوی وو
اندونیزیا او چین د جنوبي چین سمندرګي په اړه د همکارۍ په اړه خبرې وکړې.
ایران امریکا تورنه کړه چې د بیولوژیکي وسلو د ادعاوو له لارې پر عراق د یرغل «فریب» بیا تکراروي
د تورکیې مرستیال ولسمشر جودت یلمز د ازبکستان له ولسمشر میرضیایف سره لیدنه وکړه
اردوغان: د تورکیې بې‌پیلوټه جنګي الوتکه «قزل‌الما» د دندې په موخه د تورکیې وسله وال پوځ ته وسپارل شو
د امریکا سنا مجلس د ایران د جګړې د پای ته رسولو په خاطر مسوده رد کړه.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اسرائیلي ځواکونو په مرکزي غزه کې د فلسطینیانو کورونه په بمونو الوزولي .