نړۍ
4 د لوستلو دقیقې
روسیه : د پوتین او زیلینسکي لیدنه د بعضو موافقو په صورت کې ممکن ده
کرملین ویلي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره لیدنه د دواړو هیوادونو ترمنځه د ځینو موافقو په صورت کې ممکن ده .
روسیه : د پوتین او زیلینسکي لیدنه د بعضو موافقو په صورت کې ممکن ده
/ Public domain

د کرملین ویاند دیمتري پسکوف دا نه دي ویلي چې د روسیې له نظره کومې موافقې اړینې دي. پوتین او زیلینسکي له دسمبر ۲۰۱۹ راهیسې نه دي لیدلي.

د ویلو ده چې د اوکراین او روسیې د پلاویو ترمنځه په استانبول کې د سولې د خبرو نه سمدلاسه وروسته روسیې د اوکراین په شمال ختیځ سیمه سوومي کې  په یو مسافر وړونکي بس موټر د بې پیلوټه الوتکې برید وکړ چې په پایله کې نهه کسان ووژل شول او څلور نور ټپیان شول. دا خبره  د اوکراین چارواکو وکړه.

دغه برید یوازې څو ساعته وروسته د هغه وشو چې مسکو او کیف د کلونو وروسته خپلې لومړنۍ مستقیمې سولې خبرې وکړې، خو په دې خبرو کې اوربند ته کومه نتیجه ونه رسېده.

د سوومي سیمه ییزې ادارې په ټیلیګرام کې په یوه پیغام کې وویل: "دا د روسیې یو بل جنګي جرم دی — په ملکي ترانسپورت باندې قصدي برید چې هېڅ ګواښ یې نه وو رامنخته کړی.

بس چې د بیلوپیلیا ښار ته نږدې د سوومي پر لور روان و، د روسانو لخوا په نښه شو.

کله چې د اوکراین ځواکونو د روسیې  کورسک سیمه پرېښوده چې دوی له ۲۰۲۴ د دوبي راهیسې په جزوي ډول کنټرول کړې وه د اوکراین د سوومي سرحدي سیمه له مارچ راهیسې د مسکو لخوا د مرګونو بریدونو لاندې ده.

دا وروستی برید وروسته له هغې وشو چې د جمعې په ورځ په ختیځ دونیڅک او سوېل ختیځ خرسون سیمو کې د روسیې په بریدونو کې درې کسان ووژل شول.

تر ټولو لوی د بندیانو تبادله

د ۲۰۲۲ د پسرلي راهیسې د مسکو د بشپړ یرغل وروسته په استانبول کې د اوکراین او روسیې ترمنځ لومړنۍ مستقیمې خبرې د ۱۰۰۰ بندیانو د تبادلې په اړه یوې مشخصې موافقې ته ورسیدې.

خو د جګړې د درولو په اړه د پرمختګ نښې ډېرې کمې وې، هغه جګړه چې له درې کلونو راهیسې روانه ده، د اوکراین پراخې برخې یې ویجاړې کړې او میلیونونه خلک یې بې ځایه کړي دي.

د روسیې لوړ پوړي مذاکره کوونکي ولادیمیر میدینسکي وویل چې دواړه خواوې به "د احتمالي راتلونکي اوربند لپاره خپل نظر وړاندې کړي."

د اوکراین لوړ پوړي مذاکره کوونکي، د دفاع وزیر رستم عمروف وویل چې "راتلونکی ګام" به د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ترمنځ لیدنه وي. روسیې وویل چې د دې غوښتنې یادونه یې کړې.

پوتین د دې لیدنې لپاره تورکیې ته له تګ ډډه وکړه، زیلینسکي هغه تورن کړ چې "ډاریږي" او روسیه یې تورنه کړه چې خبرې "په جدي ډول" نه اخلي.

زیلینسکي په البانیا کې د اروپا سرمشریزې  کې ګډون وکړ، چې د فرانسې، جرمني، بریتانیا او پولنډ په ګډون د نورو هېوادونو مشران هم پکې شامل وو، او نړۍ یې وهڅوله چې که د استانبول خبرو د ناکامیدو له امله ، "قوي غبرګون" وښيي، چې پکې نوي بندیزونه شامل دي.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل ماکرون وویل چې اروپایي هېوادونه د روسیې پر وړاندې د اضافي بندیزونو په اړه له امریکا سره همغږي کوي که مسکو د "بې قید او شرطه اوربند" منلو ته دوام ورکړي.

هم مسکو او هم واشنګټن د پوتین او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ د شخړې په اړه د یوې غونډې اړتیا په ډاګه کړې ده.

ټرمپ ویلي: "تر هغه چې زه له پوتین سره مخامخ ونه ګورم، هېڅ به ونه شي."

د استانبول د خبرو پر مهال، یوې اوکرایني سرچینې فرانس پریس ته وویل چې روسیه سخت دریځ لرونکي سیمه ییز غوښتنې وړاندې کوي، چې د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت ویاند جورګي ټیکهي یې "د منلو وړ نه" وبللې.

مسکو د اوکراین د پنځو سیمو د الحاق ادعا کوي — څلور یې د ۲۰۲۲ د یرغل راهیسې او کریمیا چې په ۲۰۱۴ کې یې الحاق کړې وه.

 

وپلټۍ
بن ګویر په لبنان کې د غیرې قانوني میشت ځایونو او د غزې نه د فلسطینیانو د شړولو په اړه پلان اعلان کړ
ایران امریکا ته د 'خپلې خوښې جګړې' د مخ پر زیاتېدونکو اقتصادي لګښتونو خبرداری ورکړ.
د ایران ولسمشر پزشکیان : ایران ډیپلوماسۍ ته ژمن دی.
فلسطین له نړۍ څخه نکبه د 'توکمیزې تصفیې د جرم' په توګه د په رسمیت پیژندولو غوښتنه وکړه
د اوکرایني ډرونونو د پېښو په اړه د نیوکو له امله د لاتویا لومړۍ وزیرې سیلینا استعفا وکړه
د اسرائیلو پوځ په اشغال شوي لویدیځه غاړه کې یو فلسطینی ماشوم وواژه
د اسپانیا لومړی وزیر سانچز: د بارسلونا پر ستوري یامال د فلسطین د بیرغ په رپولو 'ویاړم'
د پاکستان په خیبرپښتونخوا ایالت کې د پولیسو پر مرکز د موټر بم برید شوی
تورکیې د عراق له نوي حکومت څخه د ملاتړ اعلان وکړ او د مرستې ژمنه یې وکړه
مکرون: فرانسه په افریقا کې له تورکیې، چین او امریکا څخه شاته پاتې شوې ده
د چین او امریکا مشرانو د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکارۍ پر زیاتولو او لا پیاوړې کولو موافقه وکړه.
ایران او متحده عربي امارات په نوي ډیلي کې د بریکس د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې سره  مشاجره وکړه
تورکیې او قزاقستان د نویو تړونونو په لاسلیکولو سره خپله دفاعي او انرژيکي ملګرتیا پیاوړې کړه
اسرائیلو د اېف-۳۵ جنګي الوتکو د وړتیاوو د لوړولو لپاره د ۳۵ میلیون ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک کړ
ملګري ملتونه : په افغانستان کې د وچکالۍ بحران لا پسې ژور شوی دی