نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
د نتنیاهو کړنو او جګړه مار چلند د امریکا اندیښنې هم راپارولي دي.
امریکايي رسنیو د امریکایي چارواکو له قوله ویلي چې د سپینې ماڼۍ دننه د هغه څه په اړه اندیښنې مخ په زیاتیدو دي چې دوی نتنیاهو "ډیر بې رحمه" بولي، ټینګار کوي چې د هغه کړنې کولی شي په سیمه کې د ثبات ترلاسه کولو لپاره د امریکا هڅې زیانمنې کړي.
د نتنیاهو کړنو او جګړه مار چلند د امریکا اندیښنې هم راپارولي دي.
/ Reuters

د نتنیاهو کړنو او جګړه مار چلند د امریکا اندیښنې هم راپارولي دي.

امریکايي رسنیو د امریکایي چارواکو له قوله ویلي چې د سپینې ماڼۍ دننه د هغه څه په اړه اندیښنې مخ په زیاتیدو دي چې دوی نتنیاهو "ډیر بې رحمه" بولي، ټینګار کوي چې د هغه کړنې کولی شي په سیمه کې د ثبات ترلاسه کولو لپاره د امریکا هڅې زیانمنې کړي.

یوه چارواکي وویل، "نتنیاهو د یو لیوني په څیر عمل کوي ، هر وخت هرڅه بمباروي،" او خبرداری ورکړ چې دا کولی شي په سیمه کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هڅو ته زیان ورسوي.

یو بل چارواکي یادونه وکړه چې تیره اونۍ په غزه کې د یوې کلیسا بمبارۍ ټرمپ اړ کړ چې په شخصي توګه نتنیاهو ته زنګ ووهي او ترینه وضاحت وغواړي، او زیاته یې کړه چې داسې مخ په زیاتیدونکي احساس شتون لري چې هر څه مخ په خرابیدو دي.

دریم چارواکي تشریح کړه چې د ټرمپ ادارې نتانیاهو ته د "نافرمان ماشوم" په توګه کتل پیل کړي دي، چې په نظامي مداخلو کې د هغه د بې نظمه چلند ته اشاره کوي، په ځانګړې توګه په سوریه کې.

راپور په ګوته کوي چې اسرائیل د سه شنبې په ورځ د ډروز ملیشو او وسله والو بدوي قبیلو ترمنځ د تاوتریخوالي نښتو وروسته د سوریې د اردو  کاروان بمبار کړ. اسرائیلو راپور ورکړ چې کاروان د سوریې په سویل کې له یوې غیر نظامي سیمې څخه تیریده او د سوریې پوځ د ډروز اقلیت په بریدونو کې برخه واخیسته، چې دمشق ددوې دا  ادعا رد کړه.

بله ورځ، اسرائیل د سوریې د پوځي مرکزونو او د ولسمشرۍ ماڼۍ ته نږدې ځایونو باندې د بمبارۍ له لارې خپل پوځي زیاتوالی ته دوام ورکړ، چې په سپینه ماڼۍ کې یې پراخه غوسه راوپاروله. یو چارواکي وویل، "بمبارۍ ولسمشر ټرمپ حیران کړ، چې نه غواړي په هغه هیواد باندې بمونه وغورځول شي چیرې چې هغه د سولې په لټه کې دی."

د اکسیوس د یو امریکایی چارواکي په حواله ویلي، "د بي بي سیاسي اجنډا د هغه پوځي پریکړو باندې اغیزه کوي، او دا کولی شي جدي اوږدمهاله پایلې ولري." چارواکي زیاته کړه، "اسرایليان په  هغه زیان نه پوهیږي چې دوی د سپینې ماڼۍ سره د دوی اړیکو ته رسولی دی."

راپور دا هم یادونه وکړه چې د اسرائیلي میشت ځایونو د یوې ډلې لخوا د فلسطیني-امریکایي تبعه سیف مصلط وژنه په واشنګټن کې د نیوکې څپه راپارولې، حتی د اسرائیلو د پیژندل شویو شخصیتونو لکه پخواني سفیر مایک هکابي لخوا، چې دا پیښه یې د "ترهګریز عمل" په توګه بیان کړه او د اسرائیلو له حکومت څخه یې وضاحت وغوښت.

راپور په دې سره پای ته ورسید چې دا کړکیچونه د ټرمپ او نتنیاهو ترمنځ د خپل ډول لومړي نه دی، مګر دا ځل دوی په ډیر پیچلي شرایطو کې قرار لري. پداسې حال کې چې نتنیاهو د ټرمپ په دوامداره ملاتړ شرط ایښی و، د امریکا د ادارې صبر او شاید د سپینې ماڼۍ دننه د نتنیاهو نفوذ اوس په خطر کې دی

وپلټۍ
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عراقچي له خپلو روسي او پاکستاني سیالانو سره وکتل
اروپايي ټولنه: "پوتین د جګړې د پایته رسولو هوډ نلري او  د وخت ګټلو هڅه کوي"
ولسمشر اردوغان د استانبول  ایا صوفیه تاریخي جومات د عبادت پر مخ د بیا پرانیستل کیدو ۶ کلیزه ولمانځله
په امریکا کې د ټاکنو پر مهال سافټویري تېروتنه؛ سلګونو غیر امریکایي اتباعو رایه ورکړې ده
تورکیه د یورو فایټر جنګي الوتکو په خاطر انګلستان ته د روزنې په موخه لومړني پیلوټان استوي.
اوکرایني ډرون الوتکو د روسیې د  سینټ پیټرزبرګ ښار ته څېرمه پر یو ګودام برید وکړ
له امریکا څخه پر څه باندې ۶۰ هېوادونو د ګمرکي تعرفو نوې څپه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د امنیتي اندېښنو له امله په توره بحیره کې د اوکراین په بندرونو کې د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ ودرېد
د ایران ولسمشر پزشکيان او د عراق لومړي وزیر زیدي د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
د هند لومړي وزیر د کانکور ازموینې سوالونو  افشا کوونکو ته د "سمدستي سزا" ورکولو امر وکړ
جاپان هیله ښودلې چې له فلسطین سره نړیوال ملاتړ نور هم زیات شي
د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین پر کړکېچ خبرې وکړې
امریکا په منځني ختیځ کې د جګړې له تودېدو سره پر ایراني پوځي اهدافو نوي بریدونه پیل کړل
په افغانستان ، پاکستان او هند کې د سختو بارانونو له امله د مړو شمېر مخ په زیاتېدو دی.