نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
روسیه ادعا کوي چې ځواکونه یې د اوکراین پوکرووسک ښار ته ننوتلي دي
روسیې ادعا کړې چې د اوکراین په ختیځ دونیتڅک سیمه کې یې د پوکرووسک ښار ته پرمختګ کړی، چیرې چې له یو کال راهیسې سختې نښتې روانې دي.
روسیه ادعا کوي چې ځواکونه یې د اوکراین پوکرووسک ښار ته ننوتلي دي
روسیه ادعا کوي چې ځواکونه یې د اوکراین پوکرووسک ښار ته ننوتلي دي

روسیه ادعا کوي چې ځواکونه یې د اوکراین پوکرووسک ښار ته ننوتلي دي

پوکرووسک د دونیتڅک په سیمه کې د اوکراین د پوځي عملیاتو لپاره یو مهم لوژستیکي مرکز دی.

روسیې ادعا کړې چې د اوکراین په ختیځ دونیتڅک سیمه کې یې د پوکرووسک ښار ته پرمختګ کړی، چیرې چې له یو کال راهیسې سختې نښتې روانې دي.

د روسیې د دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې ځواکونو یې د ښار په پریګورودني سیمه کې خپل موقعیتونه " ټینګ کړي دي"، او زیاته یې کړه چې د ریل پټلۍ او صنعتي زون ته نږدې نښتې روانې دي.

تیره اونۍ، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي وو چې ځواکونه یې د جګړې په لومړۍ کرښه کې وضعیت په کنټرول کې لري او د ښار د محاصرې ادعاوې یې رد کړې وې.

مسکو په پرله پسې توګه د دې ښار په لور په خپل برید کې د ځمکنیو لاسته راوړنو ادعا کړې ده.

پوکرووسک د دونیتڅک په سیمه کې د اوکراین د پوځي عملیاتو لپاره یو مهم لوژستیکي مرکز دی.

اوکرایني چارواکو د روسیې د وروستۍ ادعا په اړه سمدستي تبصره نه ده کړې، او د جګړې له امله د خپلواکې سرچینې څخه د دې ادعا تایید ستونزمن دی، کومه جګړه چې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پیل شوه.

د روسیې د دفاع وزارت دا ادعا هم وکړه چې د شپې له خوا یې هوايي بریدونه کړي چې پوځي صنعتي تاسیسات، د اوکراین د ګازو او انرژۍ تاسیسات چې د دوی د عملیاتو ملاتړ یې کاوه، د پوځي هوايي ډګر زیربناوې، او د وسلو او پوځي تجهیزاتو د ترمیم یو مرکز په نښه کړي دي.

په ورته وخت کې، اوکرایني چارواکو په بیلابیلو سیمو کې د شپې له خوا د هوايي بریدونو راپور ورکړی، پشمول د شمال ختیځ سومي سیمه، چیرې چې د تروستیانیتس په ښارګوټي کې یو کس وژل شوی، او همدارنګه د سویلي میکولایف سیمه، چیرې چې د انرژۍ زیربناوې زیانمنې شوې او په ۱۲ ښارګوټو کې د بریښنا پرې کیدو راپور ورکړل شوی.

روسیې او اوکراین دواړو په وروستیو میاشتو کې د ژمي په رارسیدو سره د یو بل د انرژۍ پر زیربناوو بریدونه زیات کړي دي.

د اوکراین لوی درستیز په یوه پخواني بیان کې ادعا کړې وه چې د شپې له خوا یې د ساراتوف د تیلو پر تصفیه خانه برید کړی او دا تاسیسات یې په نښه کړي دي.

د ساراتوف والي رومن بوسارګین په سیمه کې د بې پیلوټه الوتکې د برید د ګواښ په اړه خبرداری ورکړی و، خو د دې تاسیساتو یا د برید د کومې پایلې په اړه یې څه نه وو ویلي.

د روسیې د دفاع وزارت په جلا توګه وویل چې د دوی هوايي دفاع د شپې له خوا د اوکراین ۶۴ بې پیلوټه الوتکې شنډې کړي، چې ۲۹ یې د ساراتوف په سیمه کې راغورځول شوي دي.

وپلټۍ
د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په هوايي برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي
ټرمپ اوکراین ته د پیټریوټ توغندیو د ورکولو له ژمنې شاته شو
په کاناډا کې پر یوه جومات وسله وال برید شوی
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
روسیې د ټیلیګرام د بنسټ اېښودونکي "دوروف" د نیولو نړیوال حکم صادر کړ
اروپايي ټولنې د نتانیاهو په اړه د جرمونو د نړیوالې محکمې (ICC) د نیولو د حکم د پلي کولو غوښتنه وکړه
په جاپان کې د ۷.۱ درجې زلزلې له امله د مړو شمېر ۱۳ کسانو ته ورسېد
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د یونان لخوا د"اخیلس شیلډ" دفاعي سیستم  پېرل په غزه کې د اسرائیلو له نسل وژنې سره خطرناکه همغږي ده
مکرون له تورکیې څخه فرانسې ته د اور وژنې الوتکو د لېږلو له امله مننه وکړه
د جاپان سویلي برخې د ریښتر په کچه  د ۷.۱ درجې په په شدت سره یوې زوروې زلزلې ولړزولې
پوتین: روسیه به خپلو موخو ته د رسېدو لپاره هر څه چې لازم وي هغه به  وکړي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په امریکا کې د خوړو په یوه مېله یا فیستیوال کې د وسله وال برید له امله ۲ تنه مړه او ۵ نور ټپیان شول
د مهمو خبرونو غورچاڼ