د ایټالیا د اپوزیسیون مشر د اسرائیل پر وړاندې د وسلو د بشپړ بندیز لګولو غوښتنه وکړه

د ایټالیا پخواني لومړي وزیر او د اپوزیسیون مشر د اسرائیلو پر وړاندې د وسلو د بشپړ بندیز غوښتنه وکړه

Italy's Interior Minister Piantedosi and Justice Minister Nordio address the lower house of parliament, in RomeFILE - Former Italian Prime Minister and Leader of 5-Star Movement Giuseppe Conte speaks at the lower house of parliament, in Rome, Italy, February 5, 2025. / Photo: Reuters / Reuters

د ایټالیا د اپوزیسیون د ۵-ستوري غورځنګ مشر د پنجشنبې په ورځ  د غزې پر وړاندې د بریدونو له امله  د اسرائیلو پر وړاندې د وسلو یو پراخ بندیز لګولو غوښتنه وکړه.

جوزیپ کونټي په ایکس (پخواني ټویټر) کې ولیکل: "په ۲۴ ساعتونو کې له ۱۰۰ څخه زیات کسان وژل شوي دي. په دوه اوونیو کې له ۳۰۰ څخه زیات ماشومان وژل شوي دي." هغه یادونه وکړه چې د اسرائیلو بریدونه لا هم روغتیايي مرکزونه او کورونه په نښه کوي.

هغه وویل چې ایټالیا او اروپا د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د حکومت لخوا ترسره شوې ظلمونو په وړاندې چوپ پاتې دي.

کونټي د اروپايي پارلمان دریځ وغانده او ویې ویل چې یوازې د اندېښنې څرګندول کومه معنا نه لري.

دغه ۶۰ کلن سیاستوال، چې له ۲۰۱۸ څخه تر ۲۰۲۱ پورې د ایټالیا لومړی وزیر و، وویل: "باید پر اسرائیلو د وسلو بشپړ بندیز ولګول شي او د حکومت پر چارواکو او د هغوی پر ملاتړ کوونکو سخت اقتصادي او ډیپلوماتیک بندیزونه ولګول شي."

په شمالي ایټالیا کې د میلان په ښار کې سلګونو کسانو د غزې په سیمه کې د فلسطیني خبریالانو د وژنې پر وړاندې مظاهره وکړه.

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر راهیسې د اسرائیلو د بریدونو په ترڅ کې په غزه کې له ۵۰،۵۰۰ څخه زیات فلسطینیان وژل شوي دي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

د نړیوالې جزا محکمې تېر کال د  نوامبر په میاشت کې د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او د هغه د پخواني دفاع وزیر یوآف ګالانت لپاره د جنګي جرمونو او د بشریت پر وړاندې د جرمونو په تور د نیولو حکمونه صادر کړل.

اسرائیل هم د غزې په سیمه کې د جګړې له امله د نړیوالې محکمې لخوا د نسل وژنې د قضیې سره مخ دی.