نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
چین عصري صنعتي سیسټم د جوړولو او د ټیکنالوژۍ په ځان بسیاینې ته د پرمختګ لپاره پنځه کلن پلان طرحه کړ
د چین د کمونېست ګوند مشر څلور ورځنۍ غونډې د راتلونکي کال د مارچ له میاشتې څخه پیلېدونکي د دې هېواد د ۱۵م پنځه کلن پرمختیایي پلان لومړیتوبونه وټاکل.
چین عصري صنعتي سیسټم د جوړولو او د ټیکنالوژۍ په ځان بسیاینې ته د پرمختګ لپاره پنځه کلن پلان طرحه کړ
چین عصري صنعتي سیسټم د جوړولو او د ټیکنالوژۍ په ځان بسیاینې ته د پرمختګ لپاره پنځه کلن پلان طرحه کړ / Reuters

چین د عصري صنعتي سیسټم د جوړولو او د ټیکنالوژۍ په ځان بسیاینې ته د پرمختګ لپاره پنځه کلن پلان طرحه کوي

د چین د کمونېست ګوند مشر څلور ورځنۍ غونډې د راتلونکي کال د مارچ له میاشتې څخه پیلېدونکي د دې هېواد د ۱۵م پنځه کلن پرمختیایي پلان لومړیتوبونه وټاکل.

د چین د کمونېست ګوند مشرانو د پنجشنبې په ورځ ژمنه وکړه چې یو عصري صنعتي نظام به جوړ کړي او د ټکنالوژۍ د ځان‌ بسیا توب لپاره به لا زیاتې هڅې وکړي — هغه ګامونه چې چین یې د امریکا سره د خپلې زیاتېدونکې سیالۍ په منځ کې د خپل دریځ د پیاوړتیا لپاره مهم بولي.

لکه څنګه چې تمه کېده، د ګوند مرکزي کمېټې هم ژمنه وکړه چې د کورني تقاضا د پراختیا او د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره به هڅې زیاتې کړي — هغه پخواني هدفونه چې په وروستیو کلونو کې د چین د تولید او پانګونې د لومړیتوب له امله تر ډېره له پامه غورځول شوي وو.

د چین اقتصاد چې په صادراتو زیات متکي دی، په داسې حال کې چې له واشنګټن سره د سوداګرۍ کړکېچونه زیات شوي، ښايي بیجینګ دې ته اړ کړي چې په راتلونکو کلونو کې د پالیسیو ښه توازن رامنځته کړي، که څه هم شنونکي تمه لري چې دا به یوه ورو پروسه وي.

د ګوند مشرانو د څلور ورځنۍ تړلې دروازې غونډې وروسته د دولتي خبري اژانس شینهوا لخوا یوه اعلامیه، چې د پلینم په نوم پیژندل کیږي، د چین لومړیتوبونه په خپل پنځلسم پنځه کلن پراختیایي پلان کې بیان کړل. دا پلان به په بشپړه بڼه د راتلونکي کال د مارچ په میاشت کې د پارلمان په غونډه کې وړاندې شي.

شینهوا د اعلامیې په حواله راپور ورکړی: "هېواد به د ۲۰۲۶ څخه تر ۲۰۳۰ کال پورې په داسې پړاو کې وي چې ستراتیژیک فرصتونه به له خطرونو او ننګونو سره یو ځای موجود وي، او د نامعلومو او نه وړاندوینې کېدونکو فکتورونو شمېر به زیات شي."

په بیان کې راغلي:  "موږ باید د تولیدي سکتور معقوله ونډه وساتو او یو عصري صنعتي نظام رامنځته کړو چې پرمختللی تولیدي صنعت یې د ملا تیر وي."

اعلامیه وايي، بیجینګ به د خلکو د هوساینې او د ټولنیز امنیت د سیستم د ښه والي لپاره هڅې وکړي، خو دا یې نه ده روښانه کړې چې څنګه غواړي دا هدفونه ترلاسه کړي او یا هم د تمویل سرچینه به له کومه راځي.

د داسې پالیسیو د وخت، سرعت، تمویل او کچې په اړه ناڅرګندتیا ښايي د اقتصادپوهانو او پانګه ‌والو اندېښنې ژوندۍ وساتي — په ځانګړې توګه د حکومت د هغې وړتیا په اړه چې وکولای شي اقتصاد بیا متوازن کړي، یو داسې اقتصاد چې د کورني مصرف کچه یې د نړۍ له منځنۍ کچې شاوخوا ۲۰ سلنه د ناخالص کورني تولید (GDP) په اندازه ټیټه ده.

وپلټۍ
اروپايي ټولنه: "پوتین د جګړې د پایته رسولو هوډ نلري او  د وخت ګټلو هڅه کوي"
ولسمشر اردوغان د استانبول  ایا صوفیه تاریخي جومات د عبادت پر مخ د بیا پرانیستل کیدو ۶ کلیزه ولمانځله
په امریکا کې د ټاکنو پر مهال سافټویري تېروتنه؛ سلګونو غیر امریکایي اتباعو رایه ورکړې ده
تورکیه د یورو فایټر جنګي الوتکو په خاطر انګلستان ته د روزنې په موخه لومړني پیلوټان استوي.
اوکرایني ډرون الوتکو د روسیې د  سینټ پیټرزبرګ ښار ته څېرمه پر یو ګودام برید وکړ
له امریکا څخه پر څه باندې ۶۰ هېوادونو د ګمرکي تعرفو نوې څپه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د امنیتي اندېښنو له امله په توره بحیره کې د اوکراین په بندرونو کې د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ ودرېد
د ایران ولسمشر پزشکيان او د عراق لومړي وزیر زیدي د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
د هند لومړي وزیر د کانکور ازموینې سوالونو  افشا کوونکو ته د "سمدستي سزا" ورکولو امر وکړ
جاپان هیله ښودلې چې له فلسطین سره نړیوال ملاتړ نور هم زیات شي
د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین پر کړکېچ خبرې وکړې
امریکا په منځني ختیځ کې د جګړې له تودېدو سره پر ایراني پوځي اهدافو نوي بریدونه پیل کړل
په افغانستان ، پاکستان او هند کې د سختو بارانونو له امله د مړو شمېر مخ په زیاتېدو دی.
د یمن د حوثیانو لخوا په سره سمندرګي کې د سعودي عربستان پر ټانکرونو برید