تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر د غزې د سولې بورډ د تلپاتې سولې لپاره یو تاریخي چانس وباله
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر، هاکان فیدان، ویلي دي چې د غزې د "سولې بورډ" په سیمه کې د تلپاتې سولې د ټینګښت او د فلسطینیانو د اوږدمهاله کړاوونو د هواري لپاره یو "تاریخي فرصت" وړاندې کوي.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر د غزې د سولې بورډ د تلپاتې سولې لپاره یو تاریخي چانس وباله
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر د غزې د سولې بورډ د تلپاتې سولې لپاره یو تاریخي چانس وباله / AA

د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر د غزې د سولې بورډ د تلپاتې سولې لپاره یو تاریخي چانس وباله

فیدان وویل چې دا بورډ کولی شي د غزې بشري اړتیاوې پوره کړي او د یوې ټول شموله او پایښت لرونکې سولې لپاره بنسټ کیږدي.

د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر، هاکان فیدان، ویلي دي چې د غزې د "سولې بورډ" په سیمه کې د تلپاتې سولې د ټینګښت او د فلسطینیانو د اوږدمهاله کړاوونو د هواري لپاره یو "تاریخي فرصت" وړاندې کوي.

فیدان د پنجشنبې په ورځ په ټولنیزو رسنیو کې، ولیکل چې د سولې بورډ، چې ولسمشر رجب طیب اردوغان یې بنسټ ایښودونکی غړی دی، کولی شي د غزې د بشري اړتیاوو په پوره کولو کې مرسته وکړي او د یوې ټول شموله او پایښت لرونکې سولې لپاره بنسټ کیږدي.

فیدان وویل چې هغه د ولسمشر اردوغان په استازیتوب د سویس په داووس کې د غزې لپاره د سولې د بورډ د منشور د لاسلیک په مراسمو کې ګډون کړی و.

هغه ولیکل: "موږ باور لرو چې د غزې له خلکو سره اوږه په اوږه کار کولو سره، د سولې بورډ به د غزې د راتلونکي په جوړولو کې، د سیمې په بیا پښو درولو کې، او د سولې په ټینګښت کې پیاوړی رول ولوبوي."

فیدان همدارنګه د ترکیې پر دریځ بیا ټینګار وکړ چې داسې راتلونکی ممکن دی چې په هغه کې د غزې د خلکو غږ واورېدل شي، د هغوی حقونه خوندي شي او دوی وکولی شي په سوله کې ژوند وکړي.

سپینې ماڼۍ تیره اونۍ د سولې د بورډ د جوړیدو اعلان د غزې د ادارې لپاره د ملي کمیټې له منظورۍ سره یوځای وکړ، چې دا یو له هغو څلورو ارګانونو څخه دی چې د دې سیمې د انتقالي پړاو د څارنې لپاره ټاکل شوي دي.

دا نوښت د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا د وړاندیز شوي ۲۰ ماده ییز پلان برخه ده چې تېر نومبر کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا د ۲۸۰۳ پریکړه لیک له مخې تصویب شو.

وپلټۍ
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې  الحاق يي رد کړ
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو
د اسرائیل پوځ په غزه کې په یوه جومات د برید کولو او ویجاړولو باندې اعتراف وکړ