په غزه کې یو تن ۳۵ کلن معیوب ځوان د لوږې له امله ژوند د لاسه ورکړ

ملګري ملتونه "نن ورځ، اسرائیل چې میلیونونه خلک يي په لوږې محکوم کړي او ماشومان په قصدي ډول په ډزو او بمباریو وژني، د یو زیات شمیر سترو ډیموکراتیکو هیوادونو  او دیکتاتورانو لخوا يي ملاتړ کیږي.

فلسطیني معیوب چې له لوږې له امله ژوند د لاسه ورکړ / AA

په غزه کې له لوږې له امله د یو تن ۳۵ کلن معیبوب ځوان د ژوند د لاسه ورکولو سره سم د ملګروملتونو ځانګړې راپور ورکوونکې فرانسسکا البانیز په غزه کې د بشري وضعیت په اړه خبرداری ورکړ. هغه په سیمه کې وضعیت په جدي توګه اندیښونکی وباله او خبرداری ورکړ چې کیدای شي ډیر زیات خلک له لوږې ژوند د لاسه ورکړي.

البانیز په خپل X ټولنیزو رسنیو حساب کې لیکلي: "زمونږ نسل ته درس ورکړل شوی و چې نازیزم ترټولو لوی شر دی؛ او په حقیقت کې هم همداسې وو،  خو د استعمار جنایات  باید له پامه ونه غورځول شي."

"نن ورځ، اسرائیل چې میلیونونه خلک يي په لوږې محکوم کړي او ماشومان په قصدي ډول په ډزو او بمباریو وژني، د یو زیات شمیر سترو ډیموکراتیکو هیوادونو  او دیکتاتورانو لخوا يي ملاتړ کیږي. دا هیواد نن ورځ  د ظلم په یو  نوي سمبول ګرځیدلی دی."

البانیز وپوښتل: "موږ څنګه کولی شو له دې څخه ژوندي پاتې شو؟"

د رسنیو د راپورونو له مخې، محمد الصوافري، یو ۳۵ کلن معلول فلسطیني وګړی، د غزې په الاحلي روغتون کې د لوږې له امله مړ شو. د غزې د روغتیا وزارت ویلي چې د لارو تړلو راهیسې د ۷۶ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۸۶ کسان د لوږې او خوارځواکۍ له امله مړه شوي دي.

فلسطیني چارواکو ویلي چې د لارو تړلو او د بشري مرستو مخنیوي د قحطۍ خطر زیات کړی دی.