نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
سیمه‌ییز منځګړي د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ د کمولو او اټومي خبرو د بېرته پیلولو هڅه کوي
د "اکسیوس" (Axios) خبري سایټ د پنجشنبې په ورځ ناوخته راپور ورکړ چې سیمه‌ییز منځګړي هڅه کوي د امریکا او ایران ترمنځ مخ په زیاتېدونکی کړکېچ راکم کړي او په ورته وخت کې د اټومي هوکړې پر سر د خبرو اترو د بیا پیلولو غوښتنه کوي.
سیمه‌ییز منځګړي د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ د کمولو او اټومي خبرو د بېرته پیلولو هڅه کوي
سیمه‌ییز منځګړي د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ د کمولو او اټومي خبرو د بېرته پیلولو هڅه کوي

د راپورونو له مخې، قطر، سعودي عربستان، پاکستان او مصر له واشنګټن او تهران سره په پرله پسې ډول تماسونه نیسي ترڅو وروستی تاوتریخوالی راکم کړي او د اټومي هوکړې په اړه د تخنیکي ټیمونو ترمنځ نويو خبرو اترو ته لاره هواره کړي.

د "اکسیوس" (Axios) خبري سایټ د پنجشنبې په ورځ ناوخته راپور ورکړ چې سیمه‌ییز منځګړي هڅه کوي د امریکا او ایران ترمنځ مخ په زیاتېدونکی کړکېچ راکم کړي او په ورته وخت کې د اټومي هوکړې پر سر د خبرو اترو د بیا پیلولو غوښتنه کوي.

بېلابېلو سرچینو، چې دوه یې د منځګړو هېوادونو او یوه یې امریکایي چارواکی دی، دغه رسنۍ ته ویلي چې سیمه‌ییز حکومتونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي په کمولو بوخت دي.

د یوه منځګړي هېواد سیمه‌ییزې سرچینې ویلي، دوی په دې باور دي چې د هرمز په تنګي کې وروستي ایراني بریدونه د ایران د نظام په داخل کې د هغو عناصرو له خوا شوي چې د امریکا او ایران ترمنځ د تفاهم له یادښت  سره مخالف دي او غواړي هغه له منځه یوسي.

سرچینو ویلي چې د قطر، پاکستان، مصر او سعودي عربستان چارواکو د چهارشنبې په ورځ له امریکایي او ایراني چارواکو سره څو ځله تلیفوني خبرې کړي ترڅو تاوتریخوالی کم کړي.

یوې سیمه‌ییزې سرچینې چې په دې منځګړیتوب کې ښکېله ده، وویل: "پراخې ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي ترڅو لومړی دواړه لوري د کړکېچ پر کمولو هوکړه وکړي او بیا د تخنیکي ټیمونو ترمنځ د خبرو اترو د بل پړاو لپاره نېټه وټاکي."

ایران او امریکا په تېرو دوو ورځو کې د هرمز په تنګي کې پر دریو سوداګریزو بېړیو د ایران له بریدونو وروسته، یو پر بل بریدونه کړي دي.

تهران د پنجشنبې په ورځ په بحرین، کویټ، قطر او اردن کې د امریکا پر پوځي تاسیساتو یو لړ بریدونه وکړل. دا بریدونه د امریکا د دوهمې شپې د بریدونو په غبرګون او غچ کې ترسره شوي دي.

 

وپلټۍ
په فرانسه کې د "مرګ غوښتلو" قانون نافذ شو
د چین د سیچوان ایالت کې د ودانۍ د دېوال ړنګېدو له امله ۵ کسان وژل شوي
د هند په لویدیځ بنګال ایالت کې په یوه هوټل کې د اورلګېدنې له امله نهه کسان مړه شوي دي
ټرمپ یو داسې انځور خپور کړ چې د هرمز تنګی د "امریکا د خاورې" په توګه ښيي
لاوروف وايي روسیه او شمالي کوریا د نوي څو قطبي نړیوال نظم په لټه کې دي
زاخارووا: موږ له تورکیې څخه د سولې وړاندیزونه په دقت سره ارزوو
په کولمبیا کې د ډیرې زورورې زلزلې له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
ټرمپ وايي که ایران د جګړې تاوان غواړي ، امریکا لخوا له ایران نه د تاوان غوښتنه کوي
مولدووا د بې پیلوټه الوتکې تر چاودنې وروسته له روسیې څخه خپل سفیر هیواد ته راوباله
روسیه: ناټو او اروپایي ټولنه د نړیوال تروریزم برخه ګرځېدلي دي
روسیه: په کیف کې مو د اوکراین ترانسپورتي، لوجستیکي او د وېش مرکزونه په نښه کړل
د پاکستان په سوات کې د پولیسو په یو مرکز ځانمرګی برید شوی .
اسپانیا: د ۵۰ زره کډوالو ډېری برخه له سیوټا سیوټا څخه په خپله خوښه مراکش ته ستانه شول
د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په هوايي برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي
ټرمپ اوکراین ته د پیټریوټ توغندیو د ورکولو له ژمنې شاته شو
په کاناډا کې پر یوه جومات وسله وال برید شوی
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته