ایا تر پسرلي پورې د اوکراین او روسیې ترمنځه سوله ممکن ده؟
سیاست
5 د لوستلو دقیقې
ایا تر پسرلي پورې د اوکراین او روسیې ترمنځه سوله ممکن ده؟د امریکا ولسمشر ویلي چې د اوکراین - روسیې ترمنځه د جګړې ختمولو ته ژمن دی
ایا تر پسرلي پورې د اوکراین او روسیې ترمنځه سوله ممکن ده؟ / TRT Russian
30 نومبر 2025

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په کلکه ژمن دی چې په ټوله نړۍ کې د ټولو جګړو د پای ته رسولو په برخه کې خپله ژمنه پوره کړي. هغه ادعا کوي چې لا دمخه یې اته جګړې درولې دي او یوازې د روسیې او اوکراین شخړه پاتې ده.

ټرمپ وویل: "هیله لرم چې په نږدې راتلونکي کې له ولسمشرانو زیلینسکي او پوتین سره وګورم، خو یوازې هغه وخت چې د دې جګړې د پای ته رسولو تړون وروستی شي یا خپل وروستي پړاو ته ورسېږي."

د يادونې وړ ده په تېره اونۍ کې اصلي موضوع د امريکا د سولې پلان و، چې واشنګټن لومړی له روسيې او بيا له اوکراين سره پرې خبرې وکړې. معلومه ده چې په دې سند کې د پام وړ بدلون راغلی: له اصلي ۲۸ مادو څخه يوازې ۱۹ پاتې دي.

دواړو خواوو خپلې سرې کرښې ټاکلې دي. کییف د مسکو هغه غوښتنې منلو ته چمتو نه دی چې د اوکراین د پوځ شمېر کم کړي، او نه هم د خپلو ځینو سیمو له پرېښودو یا په ناټو کې د شاملېدو له هيلې څخه تېرېږي؛ خو روسیه هم په دې مسایلو کې جوړجاړي ته زړه نه ښه کوي.

سیاسي شنونکي او د "پنټا" په نوم د تطبیقي سیاسي څېړنو د مرکز مشر، ولادیمیر فیسینکو، له  ټي آر ټي رشین سره د سولې د بهیر د راتلونکي په اړه خبرې وکړې.

هغه ددې پوښتنې په ځواب کې چې په اوکراين کې د جنيوا د غونډې پايلو ته څنګه کتل کيږي؟

فیسینکو داسې وویل، په جنیوا کې تر ټولو لویه لاسته راوړنه د امریکا د سولې د پلان په اصلي ۲۸ ماده ییزه نسخه کې د شته خطرونو شنډول وو.

په دې پلان کې ځینې مادې د اوکراین له ګټو سره سمون نه درلود او دغه هېواد ته يې جدي ګواښونه پېښول. ډېرو دا سند يوه پټه تسليمي ګڼله: اوکراين ته د يواړخيزو امتيازونو وړانديز شوی و، په داسې حال کې چې روسيې هغه څه ترلاسه کول چې غوښتل يې.

د کییف لپاره د دې خطرونو کمول اړين وو، او په ډېرو برخو کې دا کار وشو. له همدې امله، موږ اوس د امریکا او اوکراین ترمنځ د یو جوړجاړي خبره کولی شو، که څه هم دا وروستی نه دی. دا بهیر مثبت ښکاري، خو دا پایله اخیستل ډېر وختي دي چې دا په اتوماتيک ډول سوله نږدې کوي. اصلي ستونزه پر خپل ځای پاتې ده — د جګړې پای ته رسولو لپاره د روسیې لېوالتيا.

هغه د بلې پوښتنې په ځواب کې چې څومره امکان شته چې روسیه به د سولې دا پلان ومني؟

فیسینکو داسې وویل ،  دا په ډاډ سره نه شو ویلای چې کرملین به د ۲۸ مادو اصلي پلان منلی وای که نه. خو په عمومي توګه ورته په مثبته سترګه کتل کېدل او له نظري پلوه روسیې کولای شوای چې دا ومني، که څه هم ځینې مادې یې د دوی له ګټو سره سمون نه درلود، چې ښايي مسکو ته یې د اضافي غوښتنو د ورکولو امتیاز ورکړی وای.

خو که موږ د یوې جوړجاړي نسخې په اړه خبرې کوو چې د روسیې ځینې شرطونه پکې نه وي، نو د مسکو له خوا یې د ردولو امکانات ډېرېږي. له دې سره سره، د یو قسمي جوړجاړي سناریو هم له امکانه لرې نه ده.

هغه ددې پوښتنې په ځواب کې چې دا جوړجاړي به څه ډول وي؟

فیسینکو وویل ، دا جوړجاړي ښايي په دې بڼه وي چې روسیه د خبرو اترو سره موافقه وکړي، د بېلګې په توګه په استانبول کې، یا له امریکا او اروپا سره په جلا خبرو اترو. خو پوځي عملیات به دوام ولري.

دا ډول چلند به ښايي پوتین ته د منلو وړ وي: د هغه لپاره دا مهمه ده چې له ټرمپ سره اړيکې خرابې نه کړي او رغنده خبرې اترې وساتي، خو هغه به د پوځي لارو خپلو موخو ته دوام ورکړي.

هغه ددې پوښتنې په ځواب کې چې د سولې په دې بهیر کې د کومو بدلونونو تمه کېدای شي؟

فیسینکو وویل ، یو نوی بهیر لیدل کېږي. امریکا اوس یو نوی تخنيکي مذاکره کوونکی لري — ډینیل ډریسکول، چې د پنټاګون له لوړپوړو چارواکو څخه دی او د مرستیال ولسمشر جې ډي وانس ته نږدې کس دی. هغه د یوه منځګړي په توګه تګ راتګ کوي. پخوا سټیو ویټکوف له روسیې سره او کیت کیلاګ له اوکراین سره خبرې کولې. اوس یو کس له دواړو خواوو سره تخنیکي مشورې پرمخ وړي.

هغه ښايي له ټولو خواوو سره تماسونو ته دوام ورکړي، خو مهمې پرېکړې به په لوړه کچه وشي — په مسکو، کییف او واشنګټن کې. یوازې له هغې وروسته به روښانه شي چې ایا د سولې رښتینې خبرې ممکنې دي، په شمول په استانبول کې د هغوی د احتمالي بیا پیل.

هغه د بلې پوښتنې چې ایا د اوسني سولې د بهیر د پرمختګ لپاره کومې سناریوګانې ممکنې دي؟

فیسینکو وویل ، په نږدې راتلونکي کې دوې اصلي سناریوګانې ډېرې احتمالي ښکاري.

لومړۍ: امریکا د سولې د پلان نوې شوې نسخه چمتو کوي او د ډسمبر په لومړیو کې یې روسیې ته وړاندې کوي. روسیه ښايي دا رد کړي، او بیا به جګړه دوام وکړي، خبرې به له خنډ سره مخ شي، او خبرې اترې به یوازې وروسته له هغه ممکنې وي چې د جګړې کرښه باثباته شي. په دې حالت کې، پر مسکو د امریکا د فشار زیاتېدل احتمال لري.

دوهمه سناریو: روسیه په خپله له پلان سره نه، بلکې د هغه پر نوې شوې نسخې له خبرو سره موافقه کوي، په داسې حال کې چې جګړه به دوام ولري. دا ډول خبرې ممکن څو میاشتې دوام وکړي. پایله به یې هم د خواوو جوړجاړي ته پر لېوالتيا او هم د جګړې په ډګر کې پر وضعیت پورې تړلې وي.

په اوس وخت کې، دا دوې سناریوګانې تر ټولو ډېرې ممکنې ښکاري.

په راتلونکو میاشتو کې د اوربند تمه نه باید وشي. هغه ارزونې چې وايي د راتلونکي کال تر فبرورۍ يا پسرلي مخکې د جګړې درېدل امکان نه لري، ډېرې رښتینې ښکاري.

 

وپلټۍ
مارک روبیو له شهباز شریف سره د پاکستان د حیاتي منرالونو پر پراختیا خبرې وکړې
د ایران په همدان ولایت کې د جنګي الوتکې د غورځېدو له امله پیلوټ ژوند د لاسه ورکړ.
د افغانستان پلازمینه کابل او ختیځ ولایتونه یوې زورورې زلزلې ولړزول.
پوتین د اوکراین د جګړې د خبرو اترو په منځ کې یو تجربه کار ډیپلومات په تورکیه کې سفیر وټاکه
غزه کې د اسرائیلو د نسل وژنې له امله مړو شمېره په لومړیو ۱۵ میاشتو کې تر اعلان شوي رقم ډیره لوړ دی
برتانیا پر ایران د احتمالي بریدونو لپاره د خپلو اډو کارولو په اړه د امریکا غوښتنه رد کړه
جرمني د منځني ختیځ د کړکېچ له امله له شمالي عراق څخه خپل سرتېري وباسي
د پاکستان په کراچۍ ښار کې په یوې چاودنه کې لږ تر لږه ۱۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی
د بریتانیا پولیسو پخوانی شهزاده انډریو د دندې څخه د ناسمې ګټې اخیستنې په تور ونیوه
پاکستان د باجوړ برید په تړاو افغان دیپلومات احضار کړ.
د کانګو په ختیځ کې په نښتو کې لږ تر لږه ۵۰ ملکي وګړي وژل شوي.
ولسمشر اردوغان تورک ملت او اسلامي نړۍ ته د روژې مبارکي ورکړه
فلسطین پلوه فرانسوي ډلې د اسرائیلي خورما د بایکاټ غوښتنه وکړه
افغانستان د لوږې د جدي ناورین سره مخ دی. دا خبره د خوړو نړۍوال پروګرام کړې ده
اسرائیلو د روژې په پیل کې په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې زرګونه سرتېري ځای پر ځای کړل