شمالي کوریا له یوې جنګي کښتۍ څخه کروز او د کښتیو ضد توغندي وازمویل
شمالي کوریا ویلي چې د «چوی هیون» له جنګي کښتۍ څخه یې دوه ستراتیژیک کروز توغندي او درې د کښتیو ضد توغندي ازمویلي دي.
"پیونګ یانګ دمخه ویلي وو چې د «چوی هیون» په نوم جنګي کښتۍ په «خورا ځواکمنو وسلو» سمبال ده؛ د سویلي کوریا د پارلمان یو تن وکیل وايي شمالي کوریا د داسې دریمې کښتۍ جوړول ګړندي کړي دي.
شمالي کوریا ویلي چې د «چوی هیون» له جنګي کښتۍ څخه یې دوه ستراتیژیک کروز توغندي او درې د کښتیو ضد توغندي ازمویلي دي.
د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس (KCNA) د سه شنبې په ورځ راپور ورکړ چې د هېواد مشر کیم جونګ اون د یکشنبې په ورځ د دفاعي او سمندري ځواکونو له لوړپوړو چارواکو سره یوځای د دغو توغندیو د توغولو ننداره وکړه.
د دغه تمرین هدف د جنګي کښتۍ د وسلو د کنټرول د مدغم سیستم او د سګنالونو ضد پرمختللي نیویګیشن سیستم ازمویل او د کښتۍ عمله د توغولو له عملیاتو سره بلدول وو.
د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس په وینا، کروز توغندیو د ژېړ سمندرګي د پاسه د ۷۸۶۹ او ۷۹۲۰ ثانیو ترمنځ او د کښتیو ضد توغندیو د ۱۹۶۰ او ۱۹۷۳ ثانیو ترمنځ الوتنه وکړه او خپل هدفونه یې په «خورا لوړ دقت» سره وویشتل.
د راپور له مخې، کیم جونګ اون ته د دوو نورو جنګي کښتیو (نمبر ۳ او ۴) د جوړولو په اړه هم معلومات ورکړل شول او هغه د شمالي کوریا په وروستیو دفاعي پرمختګونو خوښي څرګنده کړه.
هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د هېواد د اټومي وسلو د مخنیوي ځواک پیاوړي کول د دوی لومړیتوب دی. کیم وویل: «دا زموږ د ګوند دایمي ملي دفاعي کرښه او تر ټولو مهمه دنده ده چې خپل پیاوړی او د ډاډ وړ اټومي ځواک په دوامداره او نامحدود ډول پیاوړی کړو.»
شمالي کوریا تېره اونۍ هم یو تاکتیکي بالستیک توغندی چې په خوشه يي سرګلولې سمبال و، ازمویلی و او ویلي یې وو چې دا وسله کولی شي هدف شوې سیمې په خورا شدت سره ویجاړې کړي.
شمالي کوریا تر دې وړاندې ویلي وو چې «چوی هیون» کښتۍ په خورا ځواکمنو وسلو سمبال ده او کیم له تېرې میاشتې راهیسې څو ځلې له دغو کښتیو څخه لیدنه کړې ده.
د سویلي کوریا یوه قانون جوړونکي پدې میاشت کې ویلي چې شمالي کوریا د «نامپو» په لویدیځ بندر کې د دریمې داسې جنګي کښتۍ جوړول ګړندي کړي دي."