د اسرائیل د ملي امنیت وزیر پر فلسطیني بندیانو د لا زیات فشار غوښتنه وکړه

د اسرائیل سختدریځي د ملي امنیت وزیر د عوفر له زندان نه په زور لیدنه وکړه او پر فلسطیني زندانیانو يي د لا زیات فشار راوستو غوښتنه وکړه

By
د اسرائیل د ملي امنیت وزیر پر فلسطیني بندیانو د لا زیات فشار غوښتنه وکړه / Reuters

د اسرائیل  سختدریځي ملي امنیت وزیر، ایتامار بن ګویر د جمعې په ورځ د اشغال شوې لوېدیځې غاړې په رام الله کې "عوفر" زندان ته په زور ننوت. دا سفر د فلسطیني بندیانو د ډارولو او له هغوی سره د ناوړه چلند په موخه ترسره شوی و.

د اسراییل د ۷م چینل د راپور له مخې، بن ګویر د پولیسو له لوړپوړو چارواکو سره یوځای زندان ته ننوت او د کتنې پر مهال د بندیانو د خونو (سلولونو) تر څنګ غږیز بمونه  وغورځول شول.

د بن ګویر څرګندونې او بوږنوونکي اقدامات

بن ګویر، چې د بندیانو پر ضد د پارونکو ویډیوګانو په خپرولو مشهور دی، په ښکاره یې په زندانونو کې د شرایطو په سختولو ویاړ کړی دی. هغه د خپلې کتنې پر مهال وویل:

"دا کوم لوکس هوټل نه دی، دا یو رښتینی زندان دی. په زندانونو کې راوستل شوي بدلونونه کافي نه دي."

هغه ژمنه وکړه چې د هغې قانوني طرحې لپاره به هڅه وکړي چې د فلسطیني بندیانو د اعدام اجازه ورکوي.

د بندیانو وضعیت

د بشري حقونو سازمانونو راپور ورکړی چې د بن ګویر په دوره کې د بندیانو حالت په لاندې ډول خراب شوی دی:

  • سیستماتیکه شکنجه: پخوانيو بندیانو د جنسي تاوتریخوالي او سختې شکنجې راپورونه ورکړي.
  • لوږه او طبي غفلت: په بندیانو کې د وزن خورا زیات کموالی او رواني صدمې لیدل شوي دي.
  • د اعدام قانون: د ۲۰۲۵ کال په نومبر کې د بن ګویر ګوند داسې قانوني طرحه وړاندې کړه چې د هغو فلسطینیانو لپاره د مړینې سزا غواړي چې په بریدونو کې ښکیل وي.

د فبرورۍ تر لومړیو پورې د شمیرو له مخې، دا مهال تر ۹،۳۰۰ زیات فلسطینیان د اسراییل په زندانونو کې دي، چې په هغوی کې نږدې ۳۵۰ ماشومان هم شامل دي. بشري حقونو سازمانونو خبرداری ورکړی چې د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې او په غزه کې د نسل وژنې سره په یو وخت، په زندانونو کې د بندیانو ځورونه خورا زیاته شوې ده.