تورکیه
1 د لوستلو دقیقه
اردوغان : په افغانستان کې هر اړخیز او ټولشموله حکومت زمونږ غوښتنه او هیله ده.
ولسمشر اردوغان په ملګروملتونو کې په خپله وینا کې وویل چې مونږ  د تورکیې او تورک ملت په توګه تل د خپل دوست او ورور هیواد افغانستان او افغان ولس نه ملاتړ او  ددوې ترڅنګ دریدو دوام ورکوو.
اردوغان : په افغانستان کې هر اړخیز او ټولشموله حکومت زمونږ غوښتنه او هیله ده.
ولسمشر اردوغان د ملګروملتونو عمومي اسامبلې ته وینا وکړه. / AA

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ملګروملتونو ۸۰ عمومي اسامبلې ته په وینا کې د افغانستان او افغانانو سره د مرستې او ملاتړ ته یادونه وکړه.

ولسمشر اردوغان د ملګروملتونو عمومي اسامبلې ته په وینا کې د فلسطین ، سوریې ، لبنان ، یمن او په قطر باندې د اسرائیلو له وحشیانه او ظالمانه بریدونو نه یادونه وکړه.

همداشان هغه په خپله وینا کې د افغانستان او افغانانو نه د ملاتړ په اړه هم ټینګار وکړ.

ولسمشر اردوغان وویل چې د دوستو او ورونو هیوادونو هوساینه او پیاوړتیا زمونږ یوازینۍ هیله ده.

هغه وویل چې په افغانستان کې هر اړخیز او ټولشموله حکومت زمونږ غوښتنه او هیله ده.

هغه وویل چې نړۍواله ټوله باید د افغانانو سره بیرته په خپلو خپو د دریدو او بیاجوړونې په برخه کې یوازې پرینږدي.

مونږ  د تورکیې او تورک ملت په توګه تل د خپل دوست او ورور هیواد افغانستان او افغان ولس نه ملاتړ او  ددوې ترڅنګ دریدو دوام ورکوو.

وپلټۍ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د امنیتي اندېښنو له امله په توره بحیره کې د اوکراین په بندرونو کې د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ ودرېد
د ایران ولسمشر پزشکيان او د عراق لومړي وزیر زیدي د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
د هند لومړي وزیر د کانکور ازموینې سوالونو  افشا کوونکو ته د "سمدستي سزا" ورکولو امر وکړ
جاپان هیله ښودلې چې له فلسطین سره نړیوال ملاتړ نور هم زیات شي
د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین پر کړکېچ خبرې وکړې
امریکا په منځني ختیځ کې د جګړې له تودېدو سره پر ایراني پوځي اهدافو نوي بریدونه پیل کړل
په افغانستان ، پاکستان او هند کې د سختو بارانونو له امله د مړو شمېر مخ په زیاتېدو دی.
د یمن د حوثیانو لخوا په سره سمندرګي کې د سعودي عربستان پر ټانکرونو برید
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ممداني له فدرالي حکومت غوښتنه وکړه چې نتانیاهو ونیسي؛ وایي دوی یې د نیولو واک نه لري
د تورکیې د والیبال بریا؛ د ښځو او نارینه وو ملي لوبډلې د ملتونو لیګ (VNL) پایلوبو ته ورسېدې
په سومالیا کې د ترکي پوځیانو د دندې موده د نورو ۲ کلونو لپاره وغځول شوه
د امریکا د دفاع وزیر هیګسټ: له ایران سره د جګړې لګښت "۳۷.۵ میلیارده ډالرو ته لوړ شوی"
د روسیې په سویل کې د "وایلدبریز" پر لوجستیکي مرکزونو د بې پیلوټه الوتکو برید وشو