عباس ویلي چې دی چمتو دی د ټرمپ سره کار وکړي ترڅو د اسرائیل سره د یو هراړخیزې سولې ته ورسیږي

عباس د چهارشنبې په ورځ ټرمپ ته په یوه لیک کې، د اسرائیل او ایران ترمنځ اوربند ته د رسېدو لپاره د هغه د هڅو ستاینه وکړه. د فلسطین رسمي خبري اژانس وفا راپور ورکړی چې عباس د ټرمپ د بریالیو هڅو له امله  مننه او قدرداني څرګنده کړې ده.

/ Reuters

د فلسطین ولسمشر محمود عباس ویلي چې دی چمتو دی د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره کار وکړي ترڅو د اسرائیل سره د یو هراړخیزې سولې تړون ته ورسیږي.

عباس د چهارشنبې په ورځ ټرمپ ته په یوه لیک کې، د اسرائیل او ایران ترمنځ اوربند ته د رسېدو لپاره د هغه د هڅو ستاینه وکړه. د فلسطین رسمي خبري اژانس وفا راپور ورکړی چې عباس د ټرمپ د بریالیو هڅو له امله  مننه او قدرداني څرګنده کړې ده.

عباس د ایران او اسرائیل ترمنځ اوربند یو "ضروري او مهم ګام" وباله چې د نړۍ د کړکېچونو د کمولو لپاره اړین دی او د سیمې پر امنیت او ثبات به مثبت اغېز وکړي.

د دوو سیمه‌ییزو هېوادونو ترمنځ د ۱۲ ورځو هوايي جګړې وروسته، ټرمپ د دوشنبې په ورځ د ایران او اسرائیل ترمنځ د اوربند اعلان وکړ ترڅو د دوی شخړه پای ته ورسوي.

عباس وویل: "په غزه کې اوربند به د ټرمپ د هغو مهمو هڅو یوه بل ګام وي چې د فلسطینیانو، اسراییلیانو او ټولې نړۍ ترمنځ د عادلانه او هراړخیزې سولې د ترلاسه کولو لپاره یې کړي دي."

د فلسطین مشر د ټرمپ، سعودي عربستان او ټولې نړیوالې ټولنې سره د سولې د ژمنې د پوره کولو لپاره د همکارۍ چمتووالی څرګند کړ، چې د ټولو لپاره امنیت او ثبات ته لار هواره کړي.

عباس په خپل لیک کې ټرمپ ته وویل: "ستاسو سره موږ هغه څه ترلاسه کولی شو چې ناممکن ښکاري: یو پېژندل شوی، آزاد، خپلواک او خوندي فلسطین؛ یو پېژندل شوی او خوندي اسرائیل؛ او یوه سیمه چې په سولې، سوکالۍ او یووالي کې ژوند وکړي."