نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
د هند حکومت ویلي دي چې د ټرمپ لخوا د کاري ویزو د فیس لوړول به تر ټولو ډیر هندي وګړي اغیزمن کړي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ یو فرمان لاسلیک کړ چې مخې به يي د سپټمبر د میاشتې د ۲۲ مې نیټې نه په اعتبار سره  له شرکتونو څخه د H-1B کاري ویزو لپاره په کال کې  ۱۰۰ زره امریکايي ډالر غوښتنه وشي.
د هند حکومت ویلي دي چې د ټرمپ لخوا د کاري ویزو د فیس لوړول به تر ټولو ډیر هندي وګړي اغیزمن کړي
/ Reuters Archive

د امریکا متحده ایالاتو لخوا د H-1B کاري ویزو فیس د کال ۱۰۰ زرو امریکايي ډالرو ته لوړل به د هند د ټکنالوژۍ خدماتو شرکتونو باندې  ډیر زیات منفي اغېز وکړي. دا خبرداری د جنوبي آسیا یوې مخکښې سوداګریزې ادارې ورکړی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ یو فرمان لاسلیک کړ چې مخې به يي د سپټمبر د میاشتې د ۲۲ مې نیټې نه په اعتبار سره  له شرکتونو څخه د H-1B کاري ویزو لپاره په کال کې  ۱۰۰ زره امریکايي ډالر غوښتنه وشي.

ټرمپ د فرمان د لاسلیک پر مهال په سپینه ماڼۍ کې وویل: "موږ کارکوونکو ته اړتیا لرو. موږ غوره کارکوونکو ته اړتیا لرو. او دا پرېکړه به ډاډ ورکړي چې همدا به وشي."

د هند د ټکنالوژۍ صنعت اداره ناسکام د شنبې په ورځ وویل چې نوی فرمان به د هغو هندي وګړو پر ژوند هم اغېز وکړي چې د نړیوالو او هندي شرکتونو لپاره د H-1B ویزو لاندې کار کوي.

ناسكام زیاته کړه: "د هند د ټکنالوژۍ خدماتو شرکتونه به هم اغېزمن شي ځکه چې د ساحې دننه پروژو لپاره د سوداګرۍ تسلسل ګډوډېدلای شي، چې ممکن د تنظیم لپاره بدلونونو ته اړتیا وي. شرکتونه به له خپلو پیرودونکو سره نږدې کار وکړي ترڅو د دې بدلونونو سره ځان عیار کړي او د انتقال پروسه اداره کړي." دغه راز، دوی د نوي فرمان د "پلي کېدو مهال ویش" په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

په ورته وخت کې، د هند د بهرنیو چارو وزارت وویل چې دا نوې پرېکړه "ممکن د کورنیو لپاره د ګډوډۍ له لارې بشري اغېزې ولري." وزارت زیاته کړه: "حکومت هیله لري چې دا ګډوډۍ د امریکا چارواکو لخوا په مناسبه توګه حل شي."

وزارت وویل: "د هند او امریکا صنعت دواړه په نوښت او خلاقیت کې برخه لري او تمه کېږي چې د غوره لارې موندلو لپاره مشورې وکړي."

یوازې نوي ویزې

د بله پلوه د سپینې ماڼۍ یو چارواکي د خالي په ورځ وویل چې د ټرمپ ادارې د H-1B ویزو لپاره سل زره امریکايي ډالره فیس ټاکل، چې اکثره د ټکنالوژۍ شرکتونه د بهرنیو کارکوونکو د ګمارلو لپاره کاروي، یوازې په نویو ویزو باندې به تطبیق شي او اوسني ویزه لرونکي یا د ویزې د نوي کولو غوښتونکي به ترې مستثنی وي.

چارواکي زیاته کړه: "دا یوازې یو ځل فیس دی."

د امریکا اداره وايي چې دا بدلون د ویزې په سیستم کې د پراخې ناوړه ګټې اخیستنې د مخنیوي لپاره دی.

د سپینې ماڼۍ د فرمان له مخې: "د امریکایي کارکوونکو د پراخې کچې ځای ناستې له امله د دې پروګرام سیستماتیکې ناوړه ګټې اخیستنې زموږ اقتصادي او ملي امنیت دواړه زیانمن کړي دي."

د پیو څیړنیز مرکز د معلوماتو له مخې، له ۲۰۱۰ کال راهیسې هر کال د H-1B کارکوونکو لپاره د تصویبونو لویه برخه هغو کسانو ته ورکړل شوې چې په هند کې زیږیدلي دي.

د هند د سوداګرۍ وزیر به امریکا ته سفر وکړي

د امریکا او هند ترمنځ د سوداګرۍ تړون لپاره خبرې روانې دي.

دواړو خواوو د دې اونۍ په پیل کې په نوي ډیلي کې د سوداګرۍ خبرې وکړې، په داسې حال کې چې د ټرمپ اداره د هندي توکو پر وارداتو ۵۰ سلنه تعرفې لګولې دي.

د هند د سوداګرۍ او صنعت وزیر پیوش ګویل به د دوشنبې په ورځ امریکا ته لاړ شي ترڅو له امریکایي چارواکو سره د سوداګرۍ خبرې وکړي، د سوداګرۍ وزارت په یوه بیان کې وویل.

په بیان کې راغلي: "هیئت پلان لري چې خبرې پر مخ یوسي ترڅو د دوه اړخیزو ګټو لرونکي سوداګریز تړون ته ژر تر ژره پای ته ورسیږي."

ویل کیږي د ټرمپ ددې فرمان نه به تر ډیره حده د هندوستان وګړي اغیزمن شي.

 

وپلټۍ
شمالي کوریا د خپل اټومي وسله‌تون د پراخولو او نظامي استخباراتو د پیاوړي کولو هوډ وکړ
د حماس ویاند حازم قاسم د اسرائیلو له یوې هدفي وژنې (ترور) څخه روغ وتلی دی
سیمه‌ییز منځګړي د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ د کمولو او اټومي خبرو د بېرته پیلولو هڅه کوي
د افغانستان د کرکټ د پخواني چټک بالر شاپور ځدران جنازه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې خاورو ته وسپارل شوه
ایران په پنځو ولایتونو کې د امریکا په بریدونو کې د ۱۴ کسانو د وژل کېدو خبر ورکوي
په انقره کې د ناټو تر سرمشریزې وروسته د تورکیې او امریکا دفاعي اړیکې نوي پړاو ته داخلې شوې
ایران له نویو بریدونو وروسته امریکا ته خبرداری ورکړ: یوازې تهران به د هرمز تنګي برخلیک ټاکي
په غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې د لږترلږه ۱۰ وژل شویو فلسطینیانو په منځ کې درې ماشومان هم شامل دي
امريکا په ايران کې وروسته له هغې تازه بریدونه وکړل چې ټرمپ وویل اوربند «پای ته رسېدلی» دی
تورکیه او برتانیا په انقره کې د ناټو د سرمشریزې پر مهال نوی دفاعي تړون لاسلیک کړ
د پاکستان په سویل لویدیځ کې په نښته کې ۱۱ امنیتي سرتېري او ۱۹ ترهګر وژل شوي
د ناټو د انقرې سرمشریزې اعلامیه خپره شوه
روسیه: اوکراین د نړیوالې انرژۍ زیربناوو پر وړاندې د ترهګریزو کړنو تمایل لري
ناټو سازمان ۳۶ مه سرمشریزه د کوربه هیواد تورکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په پرانیست وینا پیل شوه.
د امریکا ولسمشر ټرمپ وویل چې د ایران سره اوربند پایته رسیدلی خو مذاکرات کیدای شي دوام ومومي