په غزه کې د اسرائیلو په وروستیو بریدونو کې نږدې ۱۰۰ تنو ژوند د

اسرائیل په غزه کې نسل وژنې ته دوام ورکوي. د اسرائیلو په وروستیو بریدونو کې نږدې سل تنو ژوند د لاسه ورکړ.

اسرائیل په غزه کې نسل وژنې ته دوام ورکوي. د اسرائیلو په وروستیو بریدونو کې نږدې سل تنو ژوند د لاسه ورکړ.

د غزې روغتیايي چارواکو او د فلسطین رسمي خبري اژانس وفا په وینا، اسرائیلي ځواکونو د غزې په محاصره شوې سیمه کې لږ تر لږه ۹۵ فلسطینیان وژلي، چې په وژل شویو کې د مرستو غوښتونکي هم شامل دي.

د خبري اژانس د راپور له مخې، روغتیايي سرچینو ویلي چې دا مړي د غزې په بېلابېلو روغتونونو ته انتقال شوي دي.  په الشفا روغتون کې ۳۵، د شیخ رضوان کلینیک کې ۴، د العوده روغتون کې ۱۰، د الاقصا روغتون کې ۳، د ناصر روغتون کې ۳۱ او د الاهلي باپټیسټ روغتون ته  ۱۲ انتقال شوي دي.