نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
ټرمپ د توغندیو د کمښت له امله پر ایران پوځي بریدونه وځنډول
د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، ټرمپ پر ایران د پوځي بریدونو د د کچې د پام وړ کمولو دا پرېکړه د جمعې په ورځ د خپلو لوړپوړو سلاکارانو او د کابینې له غړو سره له ناستې وروسته کړې ده.
ټرمپ د توغندیو د کمښت له امله پر ایران پوځي بریدونه وځنډول
ټرمپ د توغندیو د کمښت له امله پر ایران پوځي بریدونه وځنډول

راپورونه ښيي چې دا پرېکړه د متحده ایالاتو د توغندیو د زیرمو د کمېدو، سیمه‌ییزو ترینګلتیاوو او خلیجي متحدینو ته د پېښو خطرونو په اړه د اندېښنو له امله نیول شوې ده.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هوايي دفاعي توغندیو د زیرمو د کمښت له امله پر ایران د پوځي عملیاتو د پام وړ پراخولو پلانونه ځنډولي دي.

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، دا پرېکړه د جمعې په ورځ د خپلو لوړپوړو سلاکارانو او د کابینې له غړو سره د ټرمپ له ناستې وروسته شوې ده.

پوځي چارواکو خبرداری ورکړی چې د پراخو نښتو بیا پیل کېدلای شي د "پاټریوټ" (Patriot) دفاعي توغندیو او نورو مهماتو زیرمې تر خطرناکې کچې پورې کمې کړي، کوم چې په منځني ختیځ کې د امریکايي سرتېرو او اډو د ساتنې لپاره اړین دي. له دې وړاندې هم داسې اندېښنې راپورته شوې وې چې متحده ایالاتو له ایران سره په روانو نښتو کې د خپلو هوايي دفاعي توغندیو یوه لویه برخه کارولې ده.

په راپور کې راغلي چې د ټرمپ اداره په دې هم اندېښنه لري چې د جګړې لا زیات پراخېدل ښايي د ایران د سختو غبرګونونو لامل شي، خلیجي هېوادونه له امریکا څخه لیرې کړي او د انرژۍ او کډوالو نړیوال بحرانونه نور هم سخت کړي.

ډیپلوماټیک خنډونه

د امریکا د پوځ د درستیزوالۍ مشر، جنرال ډان کین (Dan Caine) په خصوصي خبرو کې ویلي چې د لویو پوځي عملیاتو بیا پیل کول ممکن دي، خو دا کار به د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (CENTCOM) د توغندیو شته زیرمې په جدي ډول کمې کړي.

د سپینې ماڼۍ د اړیکو مدیر سټیون چونګ ویلي چې ټرمپ تل په ډاګه کړې چې ډیپلوماټیک حل ته لومړیتوب ورکوي، خو که ایران په هرمز تنګي کې یا د امریکا د متحدینو پر وړاندې "تروریستي فعالیتونو" ته دوام ورکړي، ټول انتخابونه لا هم پر میز دي.

چونګ زیاته کړه: "دا به د ایران لپاره هوښیارانه وي چې د یوې هوکړې لپاره مذاکره وکړي، که نه نو دوی پوهېږي چې څه به پېښ شي."

 

وپلټۍ
روسیه: ناټو او اروپایي ټولنه د نړیوال تروریزم برخه ګرځېدلي دي
روسیه: په کیف کې مو د اوکراین ترانسپورتي، لوجستیکي او د وېش مرکزونه په نښه کړل
د پاکستان په سوات کې د پولیسو په یو مرکز ځانمرګی برید شوی .
اسپانیا: د ۵۰ زره کډوالو ډېری برخه له سیوټا سیوټا څخه په خپله خوښه مراکش ته ستانه شول
د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په هوايي برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي
ټرمپ اوکراین ته د پیټریوټ توغندیو د ورکولو له ژمنې شاته شو
په کاناډا کې پر یوه جومات وسله وال برید شوی
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
روسیې د ټیلیګرام د بنسټ اېښودونکي "دوروف" د نیولو نړیوال حکم صادر کړ
اروپايي ټولنې د نتانیاهو په اړه د جرمونو د نړیوالې محکمې (ICC) د نیولو د حکم د پلي کولو غوښتنه وکړه
په جاپان کې د ۷.۱ درجې زلزلې له امله د مړو شمېر ۱۳ کسانو ته ورسېد
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د یونان لخوا د"اخیلس شیلډ" دفاعي سیستم  پېرل په غزه کې د اسرائیلو له نسل وژنې سره خطرناکه همغږي ده
مکرون له تورکیې څخه فرانسې ته د اور وژنې الوتکو د لېږلو له امله مننه وکړه
د جاپان سویلي برخې د ریښتر په کچه  د ۷.۱ درجې په په شدت سره یوې زوروې زلزلې ولړزولې