منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
اسرائیلو په تهران کې د امام حسین پر پوهنتون برید وکړ.
د انادولو خبري اژانس د راپور له مخې د اسرائیلو ځواکونو د ایران په پلازمېنه تهران کې د امام حسین پوهنتون باندې برید کړی دی.
اسرائیلو په تهران کې د امام حسین پر پوهنتون برید وکړ.
/ AA
 

اسرائیلو په تهران کې د امام حسین پر پوهنتون برید وکړ.

د انادولو خبري اژانس د راپور له مخې د اسرائیلو ځواکونو د ایران په پلازمېنه تهران کې د امام حسین پوهنتون باندې برید کړی دی.

دغه پوهنتون د ایران د سپاه پاسداران انقلاب سره تړاو لري.

د چهارشنبې په ورځ د برید وروسته، له سیمې څخه د لوګو د پورته کیدو راپورونه ورکړل شول.

سیمه ییزې ترینګلتیاوې له هغې وروسته زیاتې شوې کله چې اسرائیلو د جمعې په ورځ په ایران کې په بېلابېلو ځایونو، په شمول د نظامي او اټومي تاسیساتو، هوايي بریدونه وکړل، چې د  تهران یې د ځوابي بریدونو لامل شو.

د اسرائیلو چارواکو ویلي چې د ایران د توغندیزو بریدونو له امله لږ تر لږه ۲۴ کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.

ایران ویلي چې د اسرائیلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۲۲۴ کسان وژل شوي او له ۱۰۰۰ څخه زیات ټپیان شوي دي.

خو د بشري حقونو یوې ډلې د چهارشنبې په ورځ ویلي چې د اسرائیلو بریدونو په ټول ایران کې لږ تر لږه ۵۸۵ کسان وژلي او ۱۳۲۶ نور یې ټپیان کړي دي.

په واشنګټن کې مېشت د بشري حقونو فعالانو ډلې ویلي چې د وژل شویو کسانو له ډلې څخه یې ۲۳۹ ملکي وګړي او ۱۲۶ امنیتي پرسونل پېژندلي دي.

وپلټۍ
روسیه: ناتو غواړي زموږ له هېواد سره جګړه وکړي
د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د فلسطین د خپلواکۍ حق اړوند پرېکړه‌لیک په ۱۶۲ رایو تصویب کړ
په فراه ولایت کې چاودنې ګڼشمیر کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د پاکستان د اقلیمي بدلونو وزیر مصدق مسعود ملک په یوه غونډه کې د ګډون لپاره هند ته سفر کړی.
د اروپايي ټولنې کمیسیون د سایبري برید سره مخ شوی، شخصي معلومات ممکن زیانمن شوي وي.
فرانسې په ټول هیواد کې د مرغانو د انفلونزا خطر تر ټولو لوړې کچې ته پورته کړ.
د سعودي په وینا، د حوثیانو د ملېشو هغه توغندی یې شنډ کړی چې د دغه هیواد پر سویل توغول شوی وو
اندونیزیا او چین د جنوبي چین سمندرګي په اړه د همکارۍ په اړه خبرې وکړې.
ایران امریکا تورنه کړه چې د بیولوژیکي وسلو د ادعاوو له لارې پر عراق د یرغل «فریب» بیا تکراروي
د تورکیې مرستیال ولسمشر جودت یلمز د ازبکستان له ولسمشر میرضیایف سره لیدنه وکړه
اردوغان: د تورکیې بې‌پیلوټه جنګي الوتکه «قزل‌الما» د دندې په موخه د تورکیې وسله وال پوځ ته وسپارل شو
د امریکا سنا مجلس د ایران د جګړې د پای ته رسولو په خاطر مسوده رد کړه.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اسرائیلي ځواکونو په مرکزي غزه کې د فلسطینیانو کورونه په بمونو الوزولي .