نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
امریکا د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې د برید مسئوله دله د مقاومت جبهه د ترهګرې ډلې په توګه اعلان کړه
امریکا د پنجشنبې په ورځ  اعلان وکړ چې  د مقاومت جبهې په نامه دا ډله چې د اپریل په میاشت کې د هند تر کنټرول لاندې په کشمیر کې د ترهګري برید سره د هند او پاکستان ترمنځه تر ټولو سترې جګړې ته لار هواره کړې وه د ترهګرو ډلو په لست کې شامله کړه.
امریکا د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې د برید مسئوله دله د مقاومت جبهه د ترهګرې ډلې په توګه اعلان کړه
/ AP

امریکا متحده ایالاتو د مقاومت جبهې په نامه یوه ډله چې د روان کال د اپریل په میاشت کې د هند تر ولکې لاندې په کشمیر کې د خونړي برید مسئولیت په غاړه اخیستی وو د ترهګرې ډلې په توګه اعلان کړه.

امریکا د پنجشنبې په ورځ  اعلان وکړ چې  د مقاومت جبهې په نامه دا ډله چې د اپریل په میاشت کې د هند تر کنټرول لاندې په کشمیر کې د ترهګري برید سره د هند او پاکستان ترمنځه تر ټولو سترې جګړې ته لار هواره کړې وه د ترهګرو ډلو په لست کې شامله کړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د مقاومت جبهه په اصل کې  د لشکر طیبه ډلې چې د ملګروملتونو سازمان لخوا د ترهګرو ډلو په لست کې شامله شوې ده یوه نیابتي ډله ده . د همدې امله دوې دا ډله د ترهګرو په لست کې شامله کړه .

روبیو په یوه بیان کې وویل چې د ترهګرو په لست کې ددې ډلې نوم اضافه کول د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کېد  ټرمپ ادارې ژمنتیا ښیې او د ولسمشر (ډونالډ) ټرمپ د پهلګام برید لپاره د عدالت غوښتنه پلي کوي."

په اپریل کې وسله والو کسانو  د هند تر ادارې لاندې کشمیر کې د ګرځندوی مرکز په پهلګام  د برید سره ۲۶ کسان ووژل، چې نږدې ټول یې هندوان وو.

د هند د بهرنیو چارو وزیر سبرامنیم جی شنکر د جمعې په ورځ وویل چې د واشنګټن اقدام "د هند او امریکا د ترهګرۍ ضد همکارۍ قوي تایید دی.

د مقاومت جبهې  په اړه مخکې لږ څه پیژندل شوي وو، چې په پیل کې یې د پهلګام برید مسؤلیت په غاړه واخیست.

مګر لکه څنګه چې د وژنو په اړه نیوکې زیاتې شوې، نوموړې ډلې خپله ادعا بیرته واخیسته.

په پهلګام تاوتریخوالي د دواړو ګاونډیو ترمنځ د څو ورځو جګړې چې د دواړو خواوو له ۷۰ څخه زیات کسان یې ژوند د لاسه ورکړ، د ۱۹۹۹ کال راهیسې تر ټولو سخته نښته ه.

پاکستان د نښتې په جریان کې د رافیل په ګډون ګڼ شمېر هندي جیټ الوتکو د ویشتو نه خبر ورکړ

د هند تر ادارې لاندې کشمیر کې یاغیان له ۱۹۸۹ کال راهیسې د نوي ډیلي د واکمنۍ پر وړاندې جګړه کوي. ډیری مسلمان کشمیریان د سیمې د آزادولو لپاره د دوی د هدف ملاتړ کوي - یا د پاکستان سره یوځای کیدو یا د یو خپلواک دولت د جوړولو له لارې.

هند ټینګار کوي چې د کشمیر بغاوت "د پاکستان لخوا تمویل شوی ترهګري" ده. پاکستان دا تور ردوي، او ډیری کشمیریان دا د آزادۍ مشروع مبارزه ګڼي. په دې شخړه کې لسګونه زره ملکي وګړي، یاغیان او دولتي ځواکونه وژل شوي دي.

پاکستان ویلي چې دا یوازې په سیمه کې د ملګرو ملتونو لخوا تمویل شوي ټولپوښتنې لپاره د کشمیریانو د غوښتنې ملاتړ کوي "په سیاسي، اخلاقي او ډیپلوماتیک ډول".

وپلټۍ
اوکراین: د روسیې د پټو جنګي کښتیو د کتار اړوند پر ۱۴ کښتیو مو بریدونه کړي
د کاناډا ټورنټو د واټونو جشن ته څېرمه وسله وال برید کې دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي
امریکایی مشهور سناتور او د ټرمپ قوي ملاتړی لینډسي ګراهام له یوې «ناڅاپي ناروغۍ» وروسته ومړ
د قطر پخوانی امیر شیخ حمد بن خلیفه ال ثاني د ۷۴ کلونو په عمر ومړ
محمد باقر قالیباف وویل چې له امریکا سره جګړه به د ایران په 'تسلیمۍ' پای ته ونه رسېږي.
امریکا ایران ته د خبرداری ورکړ که چیرې د امریکا د برحاله ولسمشر د وژلو هڅه وکړۍ تباه او برباد به شۍ
د افغانستان د پارلمان یو پخوانی غړی ظاهر قدیر له کینیا څخه امریکا ته سپارل شوی دی
تاجکستان ویلي دي چې یوازې د ۶۰ ورځو لپاره يي د تیلو ذخیره پاتې ده.
امریکا د ډیپلوماټیکو هڅو له امله پر ایران بریدونه وځنډول
شمالي کوریا د خپل اټومي وسله‌تون د پراخولو او نظامي استخباراتو د پیاوړي کولو هوډ وکړ
د حماس ویاند حازم قاسم د اسرائیلو له یوې هدفي وژنې (ترور) څخه روغ وتلی دی
سیمه‌ییز منځګړي د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ د کمولو او اټومي خبرو د بېرته پیلولو هڅه کوي
د افغانستان د کرکټ د پخواني چټک بالر شاپور ځدران جنازه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې خاورو ته وسپارل شوه
ایران په پنځو ولایتونو کې د امریکا په بریدونو کې د ۱۴ کسانو د وژل کېدو خبر ورکوي
په انقره کې د ناټو تر سرمشریزې وروسته د تورکیې او امریکا دفاعي اړیکې نوي پړاو ته داخلې شوې