منځنی ختیځ
3 د لوستلو دقیقې
د اسرائیلو لخوا د ایراني ساینسپوهانو د وژلو نه وروسته ایران هم د اسرائیلو علمي مهم مرکز له منځه یوړ.
د ویڅمن ساینسي علومو انسټیټیوټ ، چې په نړیواله کچه د ساینسي علومو، فزیک او کیمیا په برخه کې د څېړنو سره شهرت لري ، په مستقیم برید کې سخت زیانمن شو. اسرائیلي چارواکي او ساینسپوهان دا برید هم د تاکتیکي او هم د سمبولیک پلوه یو ډیر ستر ګوزار بولي.
د اسرائیلو لخوا د ایراني ساینسپوهانو د وژلو نه وروسته ایران هم د اسرائیلو علمي مهم مرکز له منځه یوړ.
/ Reuters

د اسرائیلو لخوا د ایراني ساینسپوهانو د وژلو نه وروسته ایران هم د اسرائیلو علمي مهم مرکز له منځه یوړ.

د یکشنبې په سهار وختي ساعتونو کې ، ایراني توغندیو نه یوازې د اسرائیلو خاوره په نښه کړه  ، بلکې د دې هېواد د علمي ویاړ زړه ته یې هم سخت ګوزار ورکړ.

د ویڅمن ساینسي علومو انسټیټیوټ ، چې په نړیواله کچه د ساینسي علومو، فزیک او کیمیا په برخه کې د څېړنو سره شهرت لري ، په مستقیم برید کې سخت زیانمن شو. اسرائیلي چارواکي او ساینسپوهان دا برید هم د تاکتیکي او هم د سمبولیک پلوه یو ډیر ستر ګوزار بولي.

پروفیسور اورن شولډینر، چې د خپل ۱۶ کلن لابراتوار نږدې ولاړ و، وویل: "هغوی یعنې ایران  د اسرائیلو د ساینس تاج  زیانمن کړ." هغه زیاته کړه: "دا د هغوی لپاره یو اخلاقي بری دی."

په دې برید کې څوک نه دي وژل شوي، خو اغېز یې خورا ویجاړونکی و. دوه ودانۍ په مستقیم ډول وویشتل شوې — یوه د ساینسي علومو لابراتوارونو کوربه وه او بله لا تر جوړېدو لاندې وه. لږ تر لږه لس نورې ودانۍ هم زیانمنې شوې، کړکۍ ماتې شوې او پرمختللي څېړنیز چاپېریالونه په سوځېدلو کنډوالو بدل شول.

پروفیسور ساریل فلیشمن وویل: "دا د ډېرو خلکو د ژوند کار و. ځینې لابراتوارونه په بشپړ ډول له منځه تللي دي. په رښتیا، هېڅ هم پاتې نه دي."

ایران د لوبې بڼه بدلوي

د کلونو لپاره، اسرائیلو د ایران د اټومي ساینسپوهانو په نښه کولو لپاره پټې وژنې ترسره کړې، چې د تهران د اټومي پروګرام ځنډولو یا ناکامولو هڅه وکړي. په وروستي برید کې، داسې ښکاري چې ایران اوس اسرائیلي علمي نخبه ګان د برید لپاره مناسب هدف ګڼي.

د ویڅمن انسټیټیوټ، چې په ۱۹۳۴ کال کې تاسیس شوی او د اسرائیلو د لومړي ولسمشر په نوم نومول شوی، اکثره د نړۍ د غوره څېړنیزو مرکزونو په کتار کې راځي. دې انسټیټیوټ د اسرائیلو لومړنی کمپیوټر جوړ کړی او د دې هېواد د دفاعي صنعت سره اړیکې لري — چې د دفاعي شرکت البیت سیسټمز سره همکاري پکې شامله ده.

څېړونکی یویل ګوزانسکي وویل چې دا اړیکه کېدای شي د دې ځای د هدف ګرځېدو یو لامل وي. هغه زیاته کړه: "انسټیټیوټ د اسرائیلي علمي پرمختګ سمبول دی. او ایران دا پیغام ورکوي: 'تاسو زموږ ساینسپوهان په نښه کوئ، موږ به ستاسو په نښه کړو.'"

دا لومړی ځل نه دی چې ایران د ویڅمن سره تړلي ساینسپوهان په نښه کولو هڅه کړې. په ۲۰۲۳ کال کې، اسرائیلي چارواکو هغه څه شنډ کړل چې دوی یې د ایران سره تړلې دسیسه بلله، چې د کمپوس په دننه کې د یو اټومي ساینسپوه د تعقیب او وژلو پلان و. څو فلسطیني شکمن کسان د اشغال شوي ختیځ بیت المقدس څخه ونیول شول، مخکې له دې چې پلان عملي شي.

خو اوسنی برید د دې پلانونو څخه ډېر وړاندې لاړ. شولډینر په داسې حال کې چې د ویجاړیو له منځه تېرېده، په لړزېدلي غږ وویل: "دلته د ژغورلو لپاره هېڅ نشته. هېڅ نښه پاتې نه ده. زموږ ټولې څېړنې درېدلې دي. کلونه به ونیسي چې بېرته جوړ شي."

د کمپوس د تړل کېدو له امله، ساینسپوهان د دې په اټکل کې له ستونزو سره مخ دي چې کله یا څنګه خپل کار بیا پیل کړي. د ویجاړۍ سربېره، دا متقابل بریدونه د شخړې په ډګر کې د پام وړ بدلون ښيي — چې یوازې توغندي نه، بلکې ذهنونه هم په نښه کوي.

شولډینر وویل: "دا زموږ د ساینس لپاره ډېر مهم زیان دی چې موږ یې جوړولی شو."

وپلټۍ
اوکراین: د روسیې د پټو جنګي کښتیو د کتار اړوند پر ۱۴ کښتیو مو بریدونه کړي
د کاناډا ټورنټو د واټونو جشن ته څېرمه وسله وال برید کې دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي
امریکایی مشهور سناتور او د ټرمپ قوي ملاتړی لینډسي ګراهام له یوې «ناڅاپي ناروغۍ» وروسته ومړ
د قطر پخوانی امیر شیخ حمد بن خلیفه ال ثاني د ۷۴ کلونو په عمر ومړ
محمد باقر قالیباف وویل چې له امریکا سره جګړه به د ایران په 'تسلیمۍ' پای ته ونه رسېږي.
امریکا ایران ته د خبرداری ورکړ که چیرې د امریکا د برحاله ولسمشر د وژلو هڅه وکړۍ تباه او برباد به شۍ
د افغانستان د پارلمان یو پخوانی غړی ظاهر قدیر له کینیا څخه امریکا ته سپارل شوی دی
تاجکستان ویلي دي چې یوازې د ۶۰ ورځو لپاره يي د تیلو ذخیره پاتې ده.
امریکا د ډیپلوماټیکو هڅو له امله پر ایران بریدونه وځنډول
شمالي کوریا د خپل اټومي وسله‌تون د پراخولو او نظامي استخباراتو د پیاوړي کولو هوډ وکړ
د حماس ویاند حازم قاسم د اسرائیلو له یوې هدفي وژنې (ترور) څخه روغ وتلی دی
سیمه‌ییز منځګړي د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ د کمولو او اټومي خبرو د بېرته پیلولو هڅه کوي
د افغانستان د کرکټ د پخواني چټک بالر شاپور ځدران جنازه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې خاورو ته وسپارل شوه
ایران په پنځو ولایتونو کې د امریکا په بریدونو کې د ۱۴ کسانو د وژل کېدو خبر ورکوي
په انقره کې د ناټو تر سرمشریزې وروسته د تورکیې او امریکا دفاعي اړیکې نوي پړاو ته داخلې شوې