اسرائیل د د ایران د دیني مشر خامنه‌یي او ولسمشر پزشکیان په ګډون د ایران لوړپوړي مشران په نښه کړل

یوه لوړپوړي امریکایي چارواکي دغه خبري اژانس ته تایید کړې چې اسرائیل د ایران د جګپوړو قومندانانو او سیاسي مشرانو پر ضد هوايي بریدونه ترسره کړي دي.

By
اسرائیل د د ایران د دیني مشر خامنه‌یي او ولسمشر پزشکیان په ګډون د ایران لوړپوړي مشران په نښه کړل / User Upload

د اکسېوس (Axios) خبري اژانس د شنبې د ورځې د راپور له مخې، اسرائیل په خپلو وروستیو بریدونو کې د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌یي او ولسمشر مسعود پزشکیان په ګډون یو شمېر لوړپوړي سیاسي او نظامي شخصیتونه په نښه کړي دي.

یوه لوړپوړي امریکایي چارواکي دغه خبري اژانس ته تایید کړې چې اسرائیل د ایران د جګپوړو قومندانانو او سیاسي مشرانو پر ضد هوايي بریدونه ترسره کړي دي. د اسرائیل ۱۲م ټلویزیوني چینل خبر ورکړی چې په تل ابیب کې ارزونې ښيي چې د ایران د اټومي پروګرام مسوول او د خامنه‌یي سلاکار، علي شمخاني د وژل کېدو احتمال ډېر لوړ دی.

بلخوا، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ځینې خبرونه په چټکۍ سره رد کړل او اعلان یې وکړ چې د بهرنیو چارو د وزیر عباس عراقچي روغتیايي حالت ښه دی. ایراني چارواکو تر اوسه د کوم مړینې په اړه رسمي تایید نه دی کړی.

اسرائیل او امریکا د شنبې په سهار وختي د ایران پر وړاندې د ګډو عملیاتو پیل اعلان کړ او لامل یې د "ایران د رژیم له لوري رامنځته شوي ګواښونه" وبلل. دا بریدونه په داسې حال کې شوي چې د عمان په منځګړیتوب د ایران د اټومي پروګرام په اړه د واشنګټن او تهران ترمنځ خبرې روانې وې. تېر جون میاشت کې هم امریکا د اسرائیل او ایران ترمنځ د ۱۲ ورځنۍ جګړې پر مهال په ایران کې درې اټومي تاسیسات ویشتلي وو.