نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
امریکا په مصر، لبنان او اردن کې د اخوان المسلمین څانګې 'ترهګرې' ونومولې
امریکا متحده ایالاتو په مصر، او همدارنګه په لبنان او اردن کې د اخوان المسلمین ډله د "ترهګریزو سازمانونو" په توګه نومولې ده.
امریکا په مصر، لبنان او اردن کې د اخوان المسلمین څانګې 'ترهګرې' ونومولې
امریکا په مصر، لبنان او اردن کې د اخوان المسلمین څانګې 'ترهګرې' ونومولې / AP

امریکا په مصر، لبنان او اردن کې د اخوان المسلمین څانګې 'ترهګرې' ونومولې

د ټرمپ ادارې د دې ډلې مصري او اردني څانګې له فلسطیني مقاومتي ډلې حماس څخه د ملاتړ پر بنسټ ترهګرې بللې دي.

امریکا متحده ایالاتو په مصر، او همدارنګه په لبنان او اردن کې د اخوان المسلمین ډله د "ترهګریزو سازمانونو" په توګه نومولې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د سې شنبې په ورځ په یوې بیانیه کې وویل: "دا نومونې په هر ځای کې د اخوان المسلمین د څانګو د تاوتریخوالي او بې ثباتۍ د شنډولو لپاره د یوې روانې او دوامداره هڅې د پیل اقدامات په ډاګه کوي."

"متحده ایالات به له خپلو ټولو شته وسایلو څخه کار واخلي، ترڅو د اخوان المسلمین دا څانګې په ترهګرۍ کې د ښکېلتیا یا یې د ملاتړ لپاره له سرچینو بې برخې کړي."

ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغه غورځنګ پر وړاندې د اقدام کولو پروسه پیل کړه، کوم چې په ۱۹۲۸ کال کې په مصر کې تاسیس شو او له هغه راهیسې ټولې عربي نړۍ ته خپور شوی دی.

سپینې ماڼۍ وویل، ټرمپ د نوامبر په میاشت کې یو اجرایي فرمان لاسلیک کړی و چې د بهرنیو چارو او مالیې وزارتونو ته یې لارښوونه کړې وه څو د اخوان المسلمین ځینې څانګې د بهرنیو ترهګریزو سازمانونو او ځانګړو نړیوالو ترهګرو  په توګه د نومولو په اړه غور وکړي.

سپینې ماڼۍ وویل، د دغه اقدام موخه د دې څانګو د عملیاتي وړتیاوو محدودول، د هغوی د مالي سرچینو پرې کول او "هغو ګواښونو ته رسیدګي کول دي چې ښایي د امریکا اتباعو او ملي امنیت ته یې پېښ کړي."

د ټرمپ ادارې د اخوان المسلمین مصري او اردني څانګې د فلسطیني مقاومتي ډلې "حماس څخه د ملاتړ" پر بنسټ نومولې دي، حماس هم د امریکا له خوا د ترهګرې ډلې په توګه ډلبندي شوې ده.

 

وپلټۍ
د قطر لومړی وزیر: د امریکا او ایران خبرې 'هیله بښونکې' دي، خو باید محتاط واوسو
د طالبانو محتسبینو شاوخوا ۲۰ تنه مرستندویه کارکوونکي د "لنډو ږیرو" له امله نیولي دي
اسرائیل به د امریکا په ملاتړ خبرو کې د جنوبي سیمو کنټرول لبناني ځواکونو ته وسپاري
روسیې د اوکراین بندرونو ته په روانو  کښتیو د ډرون برید کړی چې له امله يي یو تن هندي عمله ووژل شو
د یونان یوې محکمې د دولتي ملایانو پر وړاندې د احتجاج له امله ۴ تنه به خټه ترکان محکوم کړل
د بریتانیا لومړي وزیر کییر سټارمر له خپلې دندې څخه استعفا وکړه
په فیلیپین کې په یوه ښوونځي کې د ډزو له امله درې کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي
د مسکو هوايي ډګرونه د نږدې ۶۰ ډرونونو له نسکورېدو وروسته د لنډ وخت لپاره وتړل شول
د اسرائیلو پوځ د لویدیځې غاړې اشغال شوې میشت ځای ته نږدې دوه کسان ووژل.
اسرائیل د امریکا او ایران د سولې تفاهم لیک سبوتاژ کولو ته هڅې کوي.
په سویس کې د امریکا او ایران د لوړپوړو چارواکو ترمنځ د خبرو لومړی پړاو پای ته ورسېد.
د ایران او سویس د بهرنیو چارو وزیرانو د ایران او امریکا له خبرو وړاندې وکتل
د تورکیې ښځینه د والیبال ملي لوبډلې د والیبال نېشنز لیګ په سیالۍ کې خپله دریمه پرله پسې لوبه وګټله.
زیلینسکي په راتلونکو ورځو کې پر اوکراین د روسیې د پراخ برید خبرداری ورکړ
الجزیرې تلویزیون په غزه کې د خپل کامره مین له وژل کېدو وروسته د حساب ورکونې غوښتنه وکړه