په خیبرپښتونخوا ایالت کې پر امنیتي پوستې د برید له امله ګڼشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې پر یوې امنیتي پوستې د چاودنې له امله د لومړنیو معلوماتو له مخې یو تن وژل شوی او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.

By
په خیبرپښتونخوا ایالت کې پر امنیتي پوستې د برید له امله ګڼشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده / AA

د سیمه ییزو رسنیو  د خبر له مخې، چاودنه د خیبر پښتونخوا اړوند د شمالي وزیرستان په سیمه کې پر یوې امنیتي پوستې شوې ده.

امنیتي چارواکو د چاودنې په اړه په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې په پېښه کې د لومړنیو معلوماتو له مخې یو تن وژل شوی او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.

ډاکټر اصف اقبال، چې ټپیان ور وړل شوي روغتون کې دنده لري، ویلي چې د ۴ ټپیانو روغتیایي حالت نازک دی.

- د پاکستان د ترهګرۍ ستونزه

په پاکستان کې وسله وال بریدونه، په ځانګړې توګه د  خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ایالتونو کې، ډېر شوي دي.

په دواړو ایالتونو کې هغه وسله والې ډلې چې د پښتنو او بلوڅو قومي ډلو د حقونو د دفاع ادعا کوي، د پاکستان پر امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو بریدونه ترسره کوي.

اسلام اباد ادعا کوي چې پاکستاني طالبان (TTP) په افغانستان کې مېشت دي او له هغه ځایه خپل بریدونه تنظیموي، خو د افغانستان اداره دا ادعاوې ردوي.

بلخوا په بلوچستان کې د بلوچستان د ازادۍ پوځ (BLA) بریدونه ډېر تر سترګو کېږي. بي اېل اې غواړي چې بلوچستان ایالت له پاکستان څخه جلا او بلوڅ ولس پر دې سیمه واکمن شي.