امریکا متحده ایالاتو د هرمز تنګي د تړلو په اړه ایران ته یو ځل بیا خبرداری ورکړ
ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې متحده ایالات له یو "منطقي رژیم" سره د ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره په خبرو بوخت دي، خو تهران ته یې خپل خبرداری تکرار کړ چې د هرمز تنګی خلاص کړي، ګني د تېلو پر څاګانو او برېښناکوټونو به یې د امریکا له بریدونو سره مخ شي.
د امریکا ولسمشر ټرمپ له ایران سره په خبرو کې د پرمختګ ادعا وکړه، خو ګواښ یې وکړ که د هرمز تنګی خلاص نشي، د ایران د انرژۍ او اوبو پر بنسټونو به بریدونه وکړي.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې متحده ایالات له یو "منطقي رژیم" سره د ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره په خبرو بوخت دي، خو تهران ته یې خپل خبرداری تکرار کړ چې د هرمز تنګی خلاص کړي، ګني د تېلو پر څاګانو او برېښناکوټونو به یې د امریکا له بریدونو سره مخ شي.
ټرمپ د دوشنبې په ورځ پر خپله ټولنیزه پاڼه ولیکل: "لوی پرمختګ شوی دی، خو که په هر دلیل په نږدې وخت کې یوه هوکړه ونشي – چې ښايي وشي – او که د هرمز تنګی سمدلاسه د 'سوداګرۍ لپاره پرانیستی' نشي، موږ به په ایران کې خپله 'ښکلې استوګنه' د هغوی د برېښنا د تولید د ټولو مرکزونو، د تېلو د څاګانو او د خارګ ټاپو په الوځولو او په بشپړ ډول له منځه وړلو سره پای ته ورسوو."
ټرمپ همدارنګه د اوبو د مالګې لرې کولو پر هغو تاسیساتو هم د برید ګواښ وکړ چې په ایران کې د څښاک پاکې اوبه چمتو کوي.
د امریکا ولسمشر تېره اونۍ ویلي وو چې د ایران د انرژۍ پر مرکزونو به خپل بریدونه د ۱۰ ورځو لپاره، یعنې د اپریل تر ۶مې پورې وځنډوي.
که څه هم ټرمپ ویلي چې د متحده ایالاتو او ایران ترمنځ خبرې پرمختګ لري، خو بلخوا یې سیمې ته د نورو امریکايي سرتیرو لیږل هم جاري ساتلي دي. دې چارې د ایران د پارلمان مشر دې ته اړ کړ چې واشنګټن تورن کړي چې له یوې خوا د احتمالي مذاکراتو پیغامونه لیږي، خو له بلې خوا د ځمکني برید پلان جوړوي؛ هغه څه چې د تهران لخوا د لا زیات مقاومت ښودلو لامل شوي دي.
په ورته وخت کې، ایراني مشرانو له متحده ایالاتو سره په مستقیمو خبرو کې ګډون په بشپړ ډول رد کړی دی.