منځنی ختیځ
3 د لوستلو دقیقې
د مهمو خبرونو غور چاڼ
اسرائیلو پر لوېدیځ او مرکزي ایران هوايي بریدونه وکړل
د مهمو خبرونو غور چاڼ
اسرائیلو پر لوېدیځ او مرکزي ایران هوايي بریدونه وکړل


د اسرائیلي او ایراني رسنیو په وینا، د ایران په څو ښارونو کې د چاودنو راپورونه ورکړل شوي دي. اسرائیلي پوځ ویلي چې هوايي ځواک یې هغه پوځي مرکزونه په نښه کړي چې د دوی په وینا د "ایران په رژیم" پورې تړلي دي. د ایران دولتي ټلویزیون په تهران، تبریز او اصفهان کې د چاودنو خبر ورکړی، په داسې حال کې چې تسنیم خبري اژانس کرج ښار ته څېرمه د چاودنو راپور ورکړی دی. د ایران رسمي خبري اژانس (ایرنا) ویلي چې په اصفهان کې لږ تر لږه درې چاودنې اورېدل شوې دي.

ټرمپ له ایران څخه د هوکړې د نهایي کولو غوښتنه وکړه او نتنیاهو ته یې وویل چې 'برید ونه کړي'
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر اسرائیلو د ایران له توغندیز برید وروسته له تهران څخه وغوښتل چې بېرته خبرو اترو ته راوګرځي. ټرمپ وویل چې ایران خپله موخه ترلاسه کړه او اوس باید د خبرو میز ته کښېني؛ هغه زیاته کړه چې په څو ورځو کې له تهران سره یوې هوکړې ته رسېدل ممکن دي. پر حیفا او ناصره د ایران برید د اپریل د ۸مې له اوربند وروسته پر اسرائیلو لومړی برید و. ټرمپ پر بیروت د اسرائیلو پر برید هم ناخوښي وښوده او ویې ویل چې دا برید له امریکا سره په همغږۍ نه و شوی. هغه هیله وښوده چې اسرائیل به غبرګون ونه ښيي او خبرداری یې ورکړ چې نور پوځي اقدامات کولای شي د شخړو لړۍ اوږده کړي.

د اوربند سربېره په غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې ۱۰ فلسطینیان ووژل شول او ۲۹ نور ټپیان شول
د طبي سرچینو په وینا، د یکشنبې له سهار راهیسې په غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ فلسطینیان وژل شوي او ۲۹ نور ټپیان دي. دا پېښې د اوربند له هوکړې څخه د سرغړونو په ترڅ کې رامنځته کېږي. په غزه ښار کې د اسرائیلو د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ۴ کسان ووژل شول، او په خان یونس کې پر یوې امنیتي پوستې په برید کې ۵ نور کسان ووژل شول. همدارنګه په شمالي غزه کې د اسرائیلو د سمندري ځواکونو په برید کې ۵ تنه ټپیان شوي دي.

زورورې زلزلې د فیلیپین سویلي برخه ولړزوله
یوې زورورې زلزلې د فیلیپین سویل وځپلو چې له امله یې مرګ‌ژوبله او مالي زیانونه اوښتي او په سیمه کې د سونامي خبرداری ورکړل شوی دی. د امریکا جیولوژیکي سروې د دې زلزلې شدت ۷.۸ ښودلی، خو جرمني څېړونکو یې شدت ۸.۲ اټکل کړی دی. د زلزلې مرکز د مینداناو ټاپو په سارنګاني ولایت کې و. لږ تر لږه د ۵ کسانو د وژل کېدو راپور ورکړل شوی او ګڼ شمېر ودانۍ ویجاړې شوې دي. چارواکو له خلکو غوښتي چې لوړو سیمو ته کډه شي.

د امریکا په کینساس ښار کې د انګلستان د نړیوال جام د تمریناتي کمپ ته نږدې ډزې شوې چې ۹ تنه پکې ټپیان دي
د امریکا د  میسوري ایالت په کینساس ښار کې د فوټبال نړیوال جام لپاره د انګلستان لوبډلې د تمریناتي کمپ او هوټل ته نږدې په ډزو کې لږ تر لږه ۹ کسان ټپیان شوي دي. پولیسو ویلي چې د ټپیانو ژوند ته خطر نشته. د پېښې پر مهال د انګلستان لوبډله په سیمه کې نه وه او اوسمهال په فلوریډا کې ده. تر اوسه په دې تړاو څوک نه دي نیول شوي او څېړنې روانې دي.

 

وپلټۍ
د تورکیې پر سر د ټرمپ او نتنیاهو اختلاف؛ ټرمپ د F-35 الوتکو د پلور په اړه د نتنیاهو پر نیوکو غصه شوی
ایران په بحرین کې د امریکا پر هوايي هډې د بریدونو د ترسره کولو نه خبر ورکړی دی.
د امریکا او ایران ترمنځ د نښتو د زیاتوالي او د سرې بحیرې د تړل کېدو له ګواښ سره د تېلو بیې لوړې شوې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر د روسیې-اوکراین جګړې په اړه د استانبول خبرو اترو د دوام غوښتنه وکړه
ایران: "د اهواز د ماشومانو د سرطان روغتون پر شاوخوا د امریکا برید جنګي جنایت دی"
د تورکیې دفاع وزارت: "د قبرس په ټاپو کې د ترکي پوځیانو شتون د سولې، امنیت او ثبات ضمانت دی"
کرملین: "موږ د تورکیې په منځګړیتوب د اوکراین په اړه د خبرو اترو پیلولو ته چمتو یو"
ایران خبرداری ورکوي چې د هرمز تنګی  زمونږ "سره کرښه" ده او تر پایه به مقاومت وکړو
د ایران په پلازمېنه تهران کې د انقلاب په میدان کې د "په تابوت کې د پراته ټرمپ" بلبورډ انځور ځړول شوی
اسرائیل په غزه کې نسل وژنې ته دوام ورکوي. په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ
فیدان: د جولای ۱۵مې وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د "استبدادي ځواکونو" په وړاندې تسلیم نشي
اوکراین پر سوداګریزو کښتیو  د روسیې په بریدونو کې د  ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
ایران په اردن کې د امریکا پر اډو د ډرون الوتکو پراخ بریدونه کړي
ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه یوازې د یوې خاینانه کودتا شنډول نه وو بلکې د ډیموکراسۍ ستره بریا ده