تورکیه
3 د لوستلو دقیقې
اردوغان:د فلسطین په رسمیت پېژندل "ناوخته خو اړین او مهم ګام" دی.
د تورکیې ولسمشر د باسفورس ډیپلوماسۍ په فورم کې، خبرداری ورکړ چې په غزه کې لوږه د وسلې په توګه کارول کېږي. هغه  د سیمه ییزو شخړو په اړه نړیواله بې پروايي وغندله، او وویل چې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته نظام خپل مشروعیت له لاسه ورکړی دی.
اردوغان:د فلسطین په رسمیت پېژندل "ناوخته خو اړین او مهم ګام" دی.
اردوغان:د فلسطین په رسمیت پېژندل "ناوخته خو اړین او مهم ګام" دی. / AA

اردوغان: د فلسطین په رسمیت پېژندل "ناوخته خو اړین او مهم ګای" دی. هغه  د اسرائیلو پر وړاندې د اقدام غوښتنه وکړه.

د تورکیې ولسمشر د باسفورس ډیپلوماسۍ په فورم کې، خبرداری ورکړ چې په غزه کې لوږه د وسلې په توګه کارول کېږي. هغه  د سیمه ییزو شخړو په اړه نړیواله بې پروايي وغندله، او وویل چې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته نظام خپل مشروعیت له لاسه ورکړی دی.

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د شنبې په ورځ وویل چې د فلسطیني دولت په رسمیت پېژندل د عدالت پر لور یو "اړین ګام" دی، خو خواشیني یې څرګنده کړه چې دا ګام ډېر ناوخته پورته شو، وروسته له هغه چې په غزه کې لسګونه زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

په استانبول کې د باسفورس ډیپلوماسۍ په فورم کې د وینا پر مهال، اردوغان د څو هېوادونو له خوا د فلسطین د په رسمیت پېژندلو وروستۍ څپه "ناوخته، خو مهمه" وبلله.

هغه وپوښتل: "د تېرو غلطیو د سمولو لپاره هر ډول هڅه د هرکلي وړ ده، خو دا کار ولې مخکې له دې چې ۶۵،۰۰۰ بې ګناه انسانان خپل ژوند له لاسه ورکړي، ونه شو؟"

اردوغان پر اسرائیلو تور ولګاوه چې په غزه کې د "نسل وژنې" تګلارې پلي کوي او خبرداری یې ورکړ چې د فلسطیني دولت هیلې به "تر هغه وخته نیمګړې پاتې شي چې اسرائیل مخه نیول شوي نوي."

هغه غوښتنه وکړه چې د اسرائیلو قاتل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو او هغه څه چې ده یې "د نسل وژنې ډله" وبلله، باید له ځنډ پرته محاکمه شي.

اردوغان وویل: "هغه کسان چې په غزه کې موضوع یوازې تر حماس پورې را لنډوي، ورو ورو په دې پوهېږي چې حقیقت تر دې ډېر توپیر لري." هغه ټینګار وکړ چې لوږه د ملکي وګړو پر وړاندې "په بې رحمانه توګه د ډله ییزې وژنې د وسلې په توګه کارول کېږي."

هغه د "ګلوبل صمود فلوټیلا" (Global Sumud Flotilla) کښتۍ سپرو فعالانو ته هم خپل سلامونه واستول، چې د غزې پر تړانګې د اسرائیلو د کلابندۍ ماتولو ته چمتووالی نیسي، او دوی ته یې د "اسرائیلي دولتي ترهګرۍ" پر وړاندې د خوندیتوب هیله وکړه.

سیمه ییز او نړیوال مسؤلیت

د تورکیې مشر د نړیوالې ټولنې پر غبرګون نیوکه وکړه او ویې ویل چې نتنیاهو تېره ورځ د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې له "تشو چوکیو" سره مخ شوی و. هغه وویل: "د نسل وژنې د دې شبکې مشر د خپلو درواغو او ګواښونو لپاره اورېدونکي نه لرل."

اردوغان په خپلو خبرو کې کې سیمه ییزو شخړو ته هم اشاره وکړه: "د غزې، یمن، سوریې، سوډان او سومالیا په کوڅو کې هر له لاسه تللی ژوند زموږ له زړونو یوه ټوټه شکوي. ان که نور ټول بې پروا پاتې شي، موږ په خپله سیمه کې کړاوونو، ظلمونو او نه ختمېدونکو شخړو ته بې تفاوته نشو پاتې کېدای."

د تورکیې رول او نړیوال نظم

اردوغان تورکیه د ثبات د یو ځواک په توګه وړاندې کړه او ویې ویل چې هېواد یې "د یوې عادلانه سولې لپاره کار کړی" او موخه یې دا ده چې په منځني ختیځ کې "په پیاوړې او دوامداره توګه سوله او ارامي" ډاډمنه کړي.

هغه استدلال وکړ چې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته نظام، چې د بریالیو قدرتونو له خوا جوړ شوی و، اوس یې "خپله کارايي او اعتبار دواړه له لاسه ورکړي دي." د پایلې په توګه، هغه خبرداری ورکړ چې نړیواله سوله او امنیت "د جګړې او بې ثباتۍ په یوه نه ختمېدونکي څرخ" بدل شوی دی.

هغه په پای کې وویل: "په داسې حال کې چې جنګسالاران اور ته لمن وهي، ترکیه په فلسطین، غزه او ټوله سیمه کې د سولې لپاره لار هواروي."

 

وپلټۍ
د چین او امریکا مشرانو د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکارۍ پر زیاتولو او لا پیاوړې کولو موافقه وکړه.
ایران او متحده عربي امارات په نوي ډیلي کې د بریکس د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې سره  مشاجره وکړه
تورکیې او قزاقستان د نویو تړونونو په لاسلیکولو سره خپله دفاعي او انرژيکي ملګرتیا پیاوړې کړه
اسرائیلو د اېف-۳۵ جنګي الوتکو د وړتیاوو د لوړولو لپاره د ۳۵ میلیون ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک کړ
ملګري ملتونه : په افغانستان کې د وچکالۍ بحران لا پسې ژور شوی دی
هندي چارواکي : په عمان کې د هند بیرغ لرونکې کښتۍ د برید له امله ډوبه شوې، عمله یې وژغورل شوه
روسیه د افغانستان له واکمنو طالبانو سره یو بشپړ او هر اړخیز شراکت رامنځته کوي.
لسګونه غیرقانوني اسرائیلي میشتي د پولیسو تر ساتنې لاندې الاقصی جومات ته ننوتل
د هند په شمالي سیمو کې د سختو طوفانونو له امله نږدې ۹۰ کسان وژل شوي دي
شي جنپینګ ټرمپ ته خبرداری ورکړ چې که د تایوان مسله په سمه توګه حل نه شي،'نښتې او شخړې'به رامنځته شي
د اوکراین پلازمینه کیف د روسیې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو له لوی برید سره مخ شوې.
په هند کې د "برېکس"د بهرنیو چارو وزیرانو د ایران د جګړې تر سیوري لاندې پیل شوه
اماراتو د ایران د جګړې پر مهال دغه هیواد ته د اسرائیل د قاتل لومړي وزیر نتنیاهو پټ سفر رد کړ
د پاکستان په سویل لویدیځ کې له وسله والو سره په نښته ۵ سرتېري او ۷ وسله وال وژل شوي
مهم خبرونه