نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
د امریکا د هوايي ځواک پخوانی پیلوټ د چینايي پوځ د روزنې په تور ونیول شو
د امریکا د عدلیې وزارت د چهارشنبې په ورځ د هوايي ځواک د یوه پخواني جنګي پیلوټ د نیولو خبر ورکړ چې تورن دی پرته له اجازې یې چینايي پوځي پرسونل روزلي دي.
د امریکا د هوايي ځواک پخوانی پیلوټ د چینايي پوځ د روزنې په تور ونیول شو
د امریکا د هوايي ځواک پخوانی پیلوټ د چینايي پوځ د روزنې په تور ونیول شو / Reuters

جیرالډ براون، چې یو متقاعد جنګي پیلوټ او د دفاعي سکتور پخوانی قراردادي دی، تورن دی چې د امریکا د حکومت له اجازې پرته یې د چین د هوايي ځواک پرسونل ته د جنګي الوتکو روزنه ورکوله.

د امریکا د عدلیې وزارت د چهارشنبې په ورځ د هوايي ځواک د یوه پخواني جنګي پیلوټ د نیولو خبر ورکړ چې تورن دی پرته له اجازې یې چینايي پوځي پرسونل روزلي دي.

د عدلیې وزارت د یوې بیانیې له مخې، ۶۵ کلن جیرالډ براون په انډیانا ایالت کې وروسته له هغه ونیول شو چې په دې وروستیو کې له چین څخه امریکا ته راستون شوی و؛ هغه د ۲۰۲۳ کال له ډسمبر راهیسې په چین کې و.

په بیانیه کې راغلي چې هغه تورن دی چې «له بهرنیو اتباعو سره یې لاس یو کړی و ترڅو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لازمي جواز پرته د چین د هوايي ځواک پیلوټانو ته د جنګي الوتکو روزنه ورکړي.»

د ایف بي آی (FBI) مدیر کاش پټیل په اېکس (X) کې لیکلي: «مهمه کیسه... FBI او زموږ شریکانو د امریکا د هوايي ځواک یو پخوانی پیلوټ نیولی چې ویل کېږي په چینايي پوځ کې یې پیلوټان روزل.»

براون په امریکايي هوايي ځواک کې ۲۴ کلنه مخینه لري چې په ترڅ کې یې «د اټومي وسلو د لېږد سیسټمونو مسؤلې حساسې قطعې رهبري کړې، په جنګي ماموریتونو کې یې برخه اخیستې او د بېلابېلو جنګي او بریدګرو الوتکو د پیلوټۍ او سمیلیټر د ښوونکي په توګه یې دنده ترسره کړې ده.»

هغه په ۱۹۹۶ کال کې له پوځ څخه متقاعد شوی و او د کارګو الوتکو د پیلوټ په توګه یې کار کاوه، خو وروسته یې د امریکا د دفاعي قراردادي په توګه د A-10 او خورا پرمختللو F-35 جنګي الوتکو د پیلوټانو د روزنې دنده پیل کړه.

ویل کېږي چې هغه د ۲۰۲۳ کال په اګسټ کې له سټیفن سو بین (Stephen Su Bin) سره د یوې هوکړې خبرې پیل کړې وې. سو بین یو چینایي تبعه دی چې په ۲۰۱۶ کال کې په امریکا کې د جاسوسۍ د یوې بلې قضیې له امله څلور کاله بندي شوی و. براون د ۲۰۲۳ کال په ډسمبر کې چین ته لاړ ترڅو خپله روزنیزه دنده پیل کړي.

د FBI د استخباراتو ضد او جاسوسۍ ضد څانګې یوه چارواکي، رومن روژاوکي وویل: «د چین حکومت د امریکا د وسله والو ځواکونو د اوسنیو او پخوانیو غړو له تجربو څخه ګټه اخلي ترڅو خپل پوځي وړتیاوې عصري کړي.»

هغه زیاته کړه: «دا نیونه د یو خبرداري په توګه ده چې FBI او زموږ شریکان به د هر هغه چا د حساب کتاب لپاره له هیڅ هڅې ډډه ونه کړي چې زموږ له دښمنانو سره مرسته کوي ترڅو زموږ پوځي غړو ته زیان ورسوي او ملي امنیت مو له خطر سره مخ کړي.»

 

وپلټۍ
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې  الحاق يي رد کړ
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو
د اسرائیل پوځ په غزه کې په یوه جومات د برید کولو او ویجاړولو باندې اعتراف وکړ