نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
هند ویلي که چیرې پاکستان پرې بریدونه وکړي د لا سخت ځواب سره به مخامخ شي
د هند د بهرنیو چارو وزیر سبراهمنیم جایشنکر د خپل ایراني سیال سره د خبرو پر مهال وویل: "زموږ ځواب هدفمند او متناسب و. مونږ د وضعیت د لا خرابولو نیت او هوډ نلرو خو که پر موږ پوځي بریدونه وشي، پرته د شکه  چې موږ به یې ډېر، ډېر قوي ځواب  وکړو."
هند ویلي که چیرې پاکستان پرې بریدونه وکړي د لا سخت ځواب سره به مخامخ شي
/ Reuters

هند د پنجشنبې په ورځ وویل چې د پاکستان هر ډول پوځي اقدام به د "ډېر، ډېر قوي ځواب" سره مخ شي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر سبراهمنیم جایشنکر د خپل ایراني سیال سره د خبرو پر مهال وویل: "زموږ ځواب هدفمند او متناسب و. مونږ د وضعیت د لا خرابولو نیت او هوډ نلرو خو که پر موږ پوځي بریدونه وشي، پرته د شکه  چې موږ به یې ډېر، ډېر قوي ځواب  وکړو."

د جایشنکر دا څرګندونې په داسې حال کې کړي دي  چې نوي ډیلي د پاکستان په بېلابېلو ښارونو د ډرون الوتکو سره تازه بریدونه کړي دي. د پاکستان پوځ ویلي چې لږ تر لږه ۲۵ ډرونونه یې ویشتلي دي، چې ویل کېږي دا ډرونونه د اسرائیل جوړ شوي هارپ ډوله دي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف  د هند د مرګوني توغندیزو بریدونو وروسته د غچ اخیستو ژمنه وکړه. دغه بریدونه د چهارشنبې په سهار ترسره شول. د بله پوه د کشمیر په کنټرول کرښه کې د څو ورځو راهیسې د دواړو خواوو ترمنځه د سپکو وسلو د بریدونو نه وروسته اوس د توپخانې بریدونه پيل شوي دي.

د چهارشنبې د تاوتریخوالي په پایله کې د دواړو خواوو څخه لږ تر لږه ۴۵ کسان وژل شوي دي، چې په کې ماشومان هم شامل دي.

جایشنکر د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي سره وکتل، چې هغه نوي ډیلي ته د پاکستان له سفر څخه  څو ورځې وروسته راغلی و. تهران هڅه کوي چې د اټومي وسلو لرونکو ګاونډیانو ترمنځ منځګړیتوب وکړي.

عراقچي هند ته د خپل راتګ پر مهال په یوه بیان کې وویل: "دا طبیعي ده چې موږ غواړو د هند او پاکستان ترمنځ کړکېچ کم کړو." هغه زیاته کړه: "موږ هیله لرو چې دواړه خواوې به زغم وښيي ترڅو د سیمې په وضعیت کې د لا زیاتې خرابۍ مخه ونیول شي. "

وپلټۍ
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عراقچي له خپلو روسي او پاکستاني سیالانو سره وکتل
اروپايي ټولنه: "پوتین د جګړې د پایته رسولو هوډ نلري او  د وخت ګټلو هڅه کوي"
ولسمشر اردوغان د استانبول  ایا صوفیه تاریخي جومات د عبادت پر مخ د بیا پرانیستل کیدو ۶ کلیزه ولمانځله
په امریکا کې د ټاکنو پر مهال سافټویري تېروتنه؛ سلګونو غیر امریکایي اتباعو رایه ورکړې ده
تورکیه د یورو فایټر جنګي الوتکو په خاطر انګلستان ته د روزنې په موخه لومړني پیلوټان استوي.
اوکرایني ډرون الوتکو د روسیې د  سینټ پیټرزبرګ ښار ته څېرمه پر یو ګودام برید وکړ
له امریکا څخه پر څه باندې ۶۰ هېوادونو د ګمرکي تعرفو نوې څپه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د امنیتي اندېښنو له امله په توره بحیره کې د اوکراین په بندرونو کې د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ ودرېد
د ایران ولسمشر پزشکيان او د عراق لومړي وزیر زیدي د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
د هند لومړي وزیر د کانکور ازموینې سوالونو  افشا کوونکو ته د "سمدستي سزا" ورکولو امر وکړ
جاپان هیله ښودلې چې له فلسطین سره نړیوال ملاتړ نور هم زیات شي
د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین پر کړکېچ خبرې وکړې
امریکا په منځني ختیځ کې د جګړې له تودېدو سره پر ایراني پوځي اهدافو نوي بریدونه پیل کړل
په افغانستان ، پاکستان او هند کې د سختو بارانونو له امله د مړو شمېر مخ په زیاتېدو دی.