سیاست
3 د لوستلو دقیقې
ایران په قطر کې د امریکا پر هوايي هډې برید نه مخکې امریکا ته خبر ورکړی وو. دا خبره ولسمشر ټرمپ وکړه
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جولای په ۳مه وویل  چې ایران د تېرې میاشتې په جریان کې د امریکا د هوايي بریدونو په ځواب کې  په  قطر په یوه مهمه امریکایي هوايي اهډې  د توغندیو برید نه  مخکې  امریکا ته خبر ورکړی وو.
ایران په قطر کې د امریکا پر هوايي هډې برید نه مخکې امریکا ته خبر ورکړی وو. دا خبره ولسمشر ټرمپ وکړه
/ Reuters

ایران په قطر کې د امریکا پر هوايي هډې د برید نه مخکې امریکا ته خبر ورکړی وو. دا خبره د امریکا ولسمشر ټرمپ وکړه.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جولای په ۳مه وویل  چې ایران د تېرې میاشتې په جریان کې د امریکا د هوايي بریدونو په ځواب کې  په  قطر په یوه مهمه امریکایي هوايي اهډې  د توغندیو برید نه  مخکې  امریکا ته خبر ورکړی وو.

ټرمپ د امریکا د خپلواکۍ د ۲۵۰ کلیزې په مناسبت  په  آیوا  کې جوړې شوې غونډې ته په وینا کې وویل "تاسو پوهیږئ، هغوی ما ته زنګ وواهه او وویل چې مجبور دي چې پر امریکايي هډې برید وکړي. دا کار ایران وکړ او په ډېر درناوی  سره یې وکړ. دا ښيي چې هغوی زموږ درناوی کوي."

ټرمپ زیاته کړه: "ځکه چې موږ ۱۴ بمونه غورځولي وو، هغوی وویل، 'موږ غواړو پر تاسو ۱۴ بریدونه وکړو.' ما وویل، 'ښه ده. زه پوهېږم.'"

ټرمپ وویل چې ایران د برید د وخت په اړه هم دقیق معلومات ورکړي وو، چې د ال-عدید هوايي هډې باندې به ترسره کېږي. دا هډه په منځني ختیځ کې د امریکا د مرکزي قوماندې (CENTCOM) مخکښ مرکز دی.

هغه وویل: "هغوی وویل چې چیرته به یې ترسره کوي. ما وویل، 'ښه ده.' موږ هډه خالي کړه. دا په قطر کې یوه ښکلی پوځي هډه وه."

ټرمپ زیاته کړه: "هغوی وویل، 'صاحب، یوه بجه.' ما وویل، 'ښه ده.'"

هغه په ټوکه وویل: "تاسو تصور کولی شئ؟ دا ایران و، دومره ښه چلند یې وکړ چې ما ته یې زنګ وواهه او وویل چې غواړي پر ما ۱۴ ځله برید وکړي. ما وویل، 'ښه ده.' او هغوی ۱۴ لوړ کیفیت لرونکي، ډېر چټک توغندي وتوغول. ټول په هوا کې شنډ او له منځه یوړل شول."

د ایران برید چې د جون په ۲۳مه ترسره شو، د نږدې دوه اونیو سیمه‌ییزو کړکېچونو لوړ ټکی و، چې د جون په ۱۳مه د اسرائیلو لخوا د ایران د اټومي او پوځي ځایونو په هوايي بریدونو سره پیل شو. تهران په ځواب کې د توغندیو او ډرون بریدونه وکړل، او امریکا د ایران درې اټومي تاسیسات بمبار کړل.

د امریکا په منځګړیتوب اوربند د جون په ۲۴مه نافذ شو.

ټرمپ بیا خپل ادعا تکرار کړه چې د امریکا هوايي بریدونو د ایران اټومي پروګرام له منځه وړی دی.

هغه وویل: "د ایران اټومي غني کول له منځه تللي دي. په یاد ولرئ کله چې سي این این وویل چې دا له منځه نه دی تللی؟ اوس دا ثابته شوې؛ دا له منځه تللی دی."

د جولای په ۳مه، د پنټاګون ویاند شان پارنل وویل چې د امریکا بریدونو د ایران اټومي پروګرام تر دوه کلونو پورې کمزوری کړی دی، او دا یې څرګنده کړه چې د امریکا پوځي عملیاتو خپل هدفونه ترلاسه کړي، سره له دې چې په پیل کې ډېر محتاط ارزونه خپره شوې وه.

وپلټۍ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د امنیتي اندېښنو له امله په توره بحیره کې د اوکراین په بندرونو کې د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ ودرېد
د ایران ولسمشر پزشکيان او د عراق لومړي وزیر زیدي د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
د هند لومړي وزیر د کانکور ازموینې سوالونو  افشا کوونکو ته د "سمدستي سزا" ورکولو امر وکړ
جاپان هیله ښودلې چې له فلسطین سره نړیوال ملاتړ نور هم زیات شي
د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین پر کړکېچ خبرې وکړې
امریکا په منځني ختیځ کې د جګړې له تودېدو سره پر ایراني پوځي اهدافو نوي بریدونه پیل کړل
په افغانستان ، پاکستان او هند کې د سختو بارانونو له امله د مړو شمېر مخ په زیاتېدو دی.
د یمن د حوثیانو لخوا په سره سمندرګي کې د سعودي عربستان پر ټانکرونو برید
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ممداني له فدرالي حکومت غوښتنه وکړه چې نتانیاهو ونیسي؛ وایي دوی یې د نیولو واک نه لري
د تورکیې د والیبال بریا؛ د ښځو او نارینه وو ملي لوبډلې د ملتونو لیګ (VNL) پایلوبو ته ورسېدې
په سومالیا کې د ترکي پوځیانو د دندې موده د نورو ۲ کلونو لپاره وغځول شوه
د امریکا د دفاع وزیر هیګسټ: له ایران سره د جګړې لګښت "۳۷.۵ میلیارده ډالرو ته لوړ شوی"
د روسیې په سویل کې د "وایلدبریز" پر لوجستیکي مرکزونو د بې پیلوټه الوتکو برید وشو