آلمان کې د نوي کال د لمانځنې پر مهال دوه تنه مړه او په لسګونو تنه نور ټپیان شوي

د راپورونو له مخې، په څو ښارونو کې د اور غورځوونکو  او پټاقیو په بریدونو کې لږ تر لږه ۲۴ پولیس افسران ټپیان شوي دي.

By
آلمان کې د نوي کال د لمانځنې پر مهال دوه تنه مړه او په لسګونو تنه نور ټپیان شوي / Reuters

آلمان کې د نوي کال د لمانځنې پر مهال دوه تنه مړه او په لسګونو تنه نور ټپیان شوي

د راپورونو له مخې، په څو ښارونو کې د اور غورځوونکو  او پټاقیو په بریدونو کې لږ تر لږه ۲۴ پولیس افسران ټپیان شوي دي.

رسنیو د  راپورونو له مخې د پنجشنبې په ورځ په آلمان کې د نوي کال د لمانځځغونډو پر مهال لږ تر لږه دوه کسان مړه او سلګونه نور ونیول شول.

دغه مرګ ژوبله هغه مهال رامنځته شوه چې دوه ۱۸ کلنو د بیلفیلډ په لویدیځ ښار کې د فشنګانو او پټاقیو  د کارونې پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړ. په ټول آلمان کې ګڼ شمېر نور کسان ټپیان شول، چې د ځینو حالت یې سخت و.

تر اوسه په ټول هیواد کې د ټپیانو د کره شمیر په اړه کوم رسمي معلومات نشته. د برلین په مارزان ولسوالۍ کې یوه روغتون د ۲۵ ناروغانو راپور ورکړی، چې په کې ګڼ شمیر ماشومان هم شامل دي، "د لاسونو له سختو ټپونو سره، چې د ګوتو یا د لاس د برخو جزوي یا بشپړ پرې کول هم پکې شامل دي."

په برلین کې، پولیسو د سهار تر لومړیو ساعتونو پورې د ۴۰۰ کسانو د نیولو خبر ورکړ. یوې لومړنۍ ارزونې ښودلې چې لږ تر لږه ۲۴ پولیس افسران ټپیان شوي دي.

د برلین، هامبورګ، فرانکفورت، لایپزیګ او مونیخ په ګډون د آلمان په څو ښارونو کې پر بیړنیو مرستندویانو او پولیس افسرانو په پراخه کچه د اورلوبو او نوي کال راکټونو بریدونه شوي دي.

په ورته وخت کې، په لایپزیګ کې، پر پولیس افسرانو د بریدونو راپورونه ورکړل شوي، چې په کې لسګونو کسانو د اورلوبو او بوتلونو په کارولو سره پر ځواکونو برید کړی دی. خنډونه جوړ شوي او د کثافاتو کڅوړې سوځول شوي دي.

په یوه بله اړونده پیښه کې، د پولیسو یوه ویاند وویل چې د ختیځ ښار ایرفورت په یوه تاریخي ودانۍ کې اور لګیدلی چې دوه نږدې کورونو ته هم خپور شوی دی. د اور وژنې ادارې په وینا، دغه اور احتمالا د نوي کال د راکټ له امله رامنځته شوی دی. د اور لګیدو پر مهال په ودانۍ کې څوک نه وو.