لیدلوری
نړۍ
6 د لوستلو دقیقې
له لاسه تللې نسل: څنګه جرمي ډلې د هایتي په ګډوډۍ کې له ماشومانو څخه استفاده کوي؟
لکه څنګه چې هیواد د سیاسي بې ثباتۍ او پراخې بې وزلۍ سره مخ دی، زیانمنونکي کوچنيان د تیښتې لږ امید سره ځانونه د ډله ایزو استخدام په وحشي جال کې بند مومي.
00:00
له لاسه تللې نسل: څنګه جرمي ډلې د هایتي په ګډوډۍ کې له ماشومانو څخه استفاده کوي؟
له لاسه تللې نسل: څنګه جرمي ډلې د هایتي په ګډوډۍ کې له ماشومانو څخه استفاده کوي؟ / TRT Global
16 دسمبر 2024

د هایټي د پلازمینې پورټ او پرنس څخه یوه 16 کلن ځوان په دې وروستیو کې د بشري حقونو د څار ادارې ته وویل چې هغه په ​​14 کلنۍ کې د کلي ډیو جنایی ډلې سره یوځای شو.

هغه وويل: له [يوځاى کېدو] مخکې، ما له خپلې مور سره ژوند کاوه... د خوړو او جامو ترلاسه کول ډېر سخت وو. په کور کې، هیڅ خواړه نه وو. خو کله چې زه د [ډلې] سره يوځاي شوم ومې شول کول چې خواړه پيدا کړم.

دا یوه جلا کیسه نه ده.

د 2021 کال راهیسې ، د کیریبین هیواد په ګډوډي کې ډوب شوو، ډلو د پلازمینې او نورو ځایونو کنټرول په لاس کې اخیستی د خوراکي او طبي توکو ویجاړوونکي کمبود یې رامینځته کړی.

په هایتي کې، د ماشومانو لویه اندازه د تاوتریخوالو ګینګونو لخوا جذب کیږي چې پلازمینه یې تر کنټرول لاندې نیولې، او د دولت د ړنګېدو په ترڅ کې تر ټولو حساس کسان په خپله ګټه کاروي.

په لنکاسټر پوهنتون کې د نړیوالو سیاستونو پروفیسور، امالیندو مسرا وايي: بې وزلي، د نظم ماتول او بې عدالتي د هایټي د ډلو لخوا د ماشومانو د استخدام اصلي لاملونه دي.

د میسرا په وینا، ډېر هغه ماشومان چې د شخړې له امله یتیم شوي دي، اکثراً ګینګونو ته ورجذب کېږي، ځکه دوی یې له لوږې څخه د خلاصون یوازینۍ لار ګڼي.

هغه TRT ورلډ ته وویل، څرنګه چې د ماشومانو د ګینګونو جذبولو د مخنیوي لپاره هیڅ مشروع واک نشته، نو ګینګونه په خلاص مټ خپل کارونه کوي.

جرمي ډلې اکثراً ماشومانو ته د خوړو، ساتنې او د تړاو احساس ژمنې ورکوي. د محدودو انتخابونو له امله، ډېر ماشومان د دوی په جال کې لویږي.

دا مجرمانه ډلې د ویرې له لارې واک چلوي، په تښتونو، لوټمارۍ او له تاوتريخوالي ډکو جګړو کې لاس لري. د مداخلې لپاره د فعال حکومت په نشتوالي کې، دوی اوس د پورټ او پرنس شاوخوا ۸۰ سلنه برخه کنټرولوي.

بې قانونه دولت

بې قانونۍ ته د هایټي نزول ګړندی او ویجاړونکی و، په ځانګړي توګه په ۲۰۲۱ کال کې د ولسمشر جووېنل موئز له ترور وروسته. د هغه د مړینې له امله رامنځته شوې تشه مجرمې ډلې دې ته وهڅولې چې د پلازمېنې لویې برخې تر خپل واک لاندې راولي.

په دې سیمو کې ژوند د تاوتریخوالي تر واک لاندې دی—تښتونې، غصب، او ډزې ورځني پیښې دي.

د ماشومانو لپاره، خطرونه ثابت دي، او دولت ډیر کمزوری ثابت شوی چې د تاوتریخوالي له زیاتیدو څخه یې ساتنه وکړي.

مرستندویه ډلې راپور ورکوي چې لوږه او سخته بې وزلي ډیری کورنۍ نا امیدۍ ته اړوي او د مجرمینو لخوا ناوړه ګټې اخیستنې لپاره زیان منونکي کوي.

د نړیوال خوراکي پروګرام په وینا، د هایټي له نیمایي څخه زیاته برخه اوس په شدیده توګه د خوراک له کمښت سره مخ ده، چې ماشومان تر ټولو ډېر زیان ویني.

په هغو سیمو کې چې تر ټولو ډېر د ډلو لخوا ویجاړې شوې دي، کورنۍ د خپلې روزۍ برابرولو لپاره مبارزه کوي، چې ماشومان د بقا لپاره نا امیدۍ ته رسوي.

مصرا وايي: په پای کې، د ژوندي پاتې کیدو لپاره حتی والدین هم سترګې پټوي چې د دوی ماشومان د ډلو لخوا استخدام کيږي.

کارپوهان یادونه کوي چې دا پروسه په تېرو دوو کلونو کې د پام وړ په توګه خرابه شوی، ځکه چې د هایټي اقتصادي بحران ډير شوی دی.

ماشومان چې یوازې ۱۰ کاله عمر لري، په زور اړ ایستل کیږي چې د ساتونکو په توګه عمل وکړي، وسلې ولري او په تروریستي فعالیتونو کې ګډون وکړي. د دوی لپاره "نه" ویل یو انتخاب نه دی—لوږه او تاوتریخوالی دوی ته بله لاره نه پرېږدي.

یوځل چې ښکیل شي، دوی د استحصال په ناوړه دوره کې ګیر پاتي کيږي.

د اندېښنې وړ جنسي تاوتریخوالی

جنسي تاوتریخوالی هم د اندېښنې وړ کچې ته رسېدلی دی، چې د سیاسي بې ثباتۍ او ټولنیزې ګډوډۍ کې د مجرمانو ډلو پراخ اغېز له امله شدت موندلی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر لخوا د مارچ په میاشت کې خپور شوی یو دردونکی راپور په هیواد کې د جنسي تیري په توګه تشریح کوي "په جدي توګه کم راپور يې ورکړل شوي او په لويه کچه بې سزا پاتي"، د جنسي تیري او جبري جنسي اړیکو ډیری قضیې مستند کوي چې د ډله ایزو غړو سره تړاو لري.

ښځې او نجونې د تاوتریخوالي له وحشتناکو عملونو سره مخ دي، ځکه چې مجرمانې ډلې دا تاکتیکونه د خپلې واکمنۍ د ټینګولو او په ټولنو کې د ترور د خپرولو لپاره کاروي.

مصرا وايي; سره له دې چې نجونې جنسي غلامۍ ته اړ ایستل کیږي او په خپلو 'کمپونو' کې د پاکولو او پخولو په څېر سپک کارونو ته اړ کیږي، هلکان د ساتونکو او جاسوسانو په توګه روزل کیږي، او همدارنګه د پولیسو پر وړاندې په لومړۍ کرښې 'جګړ کوي' ځکه چې هغوی د قانون پلي کوونکو لخوا د هدف ګرځولو امکان کم دی.

هغه وضاحت ورکوي; نجونې، چې د ګڼو مجرمانو غړو لخوا جنسي تيرې پري وشي، یا میندوارې شي یا جنسي انتقالېدونکي ناروغۍ لري. يا حامله شي، نو د هغوی څخه لاس اخېستل کېږي او ډير سخت ژوند کولو سره مخ کیږي.

د دې تاوتریخوالی پایلې د سمدستي فزیکي زیانونو څخه ډیرې پراخې دي، په ژوندي پاتې کسانو باندې ژورې رواني ستونزې رامینځته کوي او د پخوا څخه زیان منونکي نفوس نور هم بې ثباته کوي.

 بې سرحده ډاکټرانو (MSF) راپور ورکړی ماشومانو چې تاوتریخوالي ته مخه کوي یا په دې کې اړ ایستل کیږي، د رواني سلامتۍ جدي ستونزې ثبت شوي دي، چې ډېر یې د تراما وروسته فشار، خپګان او اضطراب څخه رنځ وړي.

خو، د رواني سلامتۍ خدمات خورا محدود پاتې دي، چې د تاوتریخوالي د دوامداره ګواښ لاندې ژوند کوونکو ماشومانو لپاره مناسبه پاملرنه کول تقریبا ناشونې کړي ده.

د تحصیلي سیسټم ړنګیدل

ښوونځي، چې له پخوا څخه د پناه ځای په توګه ګڼل کېدل، له ګډوډۍ نه خوندي نه دي پاتې شوي. د هایټي د تحصیلي سیسټم چې له وړاندې څخه نازک و، اوس د سقوط په څنډه کې دی.

د ډلو تر کنټرول لاندې سیمو کې، ډیری ښوونځي تړلو ته اړ شوي، پداسې حال کې چې ښوونکي د تاوتریخوالي او زورونې په دوامداره ویره کې ژوند کوي.

د هایتي د پوهنې وزارت خبر ورکوي، چې یو شمېر ښوونځي یې تر نامعلومې مودې تړلي، چې زرګونه ماشومان یې له زده کړو بې برخې شوي دي.

بې د ښوونځیو، ماشومان خپل هغه لږ فرصتونه له لاسه ورکوي چې د غربت څخه د تښتیدو لپاره یې لري.

پداسې حال کې چې د زده کړې نشتوالی کړکیچ لاپسې ژوروي، ماشومان نور هم په داسې شرایطو کې ښکیل دي چې دوی د ډله ایزو استخدام لپاره زیان منونکي کوي.

مصرا وايي: په دې تاوتریخوالی چاپیریال کې ډیری هلکان لوییږي چې سخت مجرمین شي.

هغه وايي، ډیر یې د سیالو ډلو او پولیسو ترمنځ په نښته کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د کړکیچ د خرابیدو سره سره، نړیواله ټولنه په ځواب ورکولو کې سسته ده.

کارپوهان خبرداری ورکوي که چېرې نړۍ سترګې پټې کړي، نو هغوی ته رسېدلی زیان به نه جبران کیدونکی وي.

وپلټۍ
شمالي کوریا له یوې جنګي کښتۍ څخه کروز او د کښتیو ضد توغندي وازمویل
ایران د هرمز تنګي د کنټرول شریکولو لپاره د امریکا غوښتنه رد کړه
د جرمني لومړي وزیر ميرز نتانیاهو ته د اشغال شوې لویدیځې غاړې د «جزوي الحاق» په اړه خبرداری ورکړ
د جرمني لومړي وزیر میرز خبرداری: د ایران جګړه به تلپاتې اقتصادي زیانونه واړوي
امریکا په اسلام‌اباد کې له ایرانه د ۲۰ کلونو لپاره د یورانیمو د غني کولو د بندولو غوښتنه کړې وه
هاکان فیدان: اسرائیل ښايي له ایران وروسته تورکیه د خپل نوي سیمه ییز سیال په توګه معرفي کړي
ایران خبرداری ورکړی  که چیرې بندرونه محاصره شي د خلیج بندرونه به هم 'خوندي پاتې نه شي'
اوکراین او روسیې د ایسټر لنډ اوربند پای ته رسیدو وروسته د بې پیلوټه الوتکو بریدونه بیا پیل کړل
په سوډان کې د لوږې بحران ژور شوی، په میلیونونه خلک په ورځ کې يو ځل ډوډۍ خوري
سویلي کوریا او پولنډ دفاعي اړیکې پیاوړې کوي
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
سانچیز بیجینګ ته د سفر پر مهال د چین او اروپايي ټولنې ترمنځ سوداګریز واټن ناپایه وباله
ایران :په د اسلام آباد په مذاکراتو کې د امریکا سره هوکړې ته ډیر نږدې شوي وو خو امریکا خنډ رامنځته کړ
بلوچستان ازادۍ پوځ په نامه وسله والې ډلې د پاکستان پر ساحلي ساتونکو برید کړی؛ ۳ تنه وژل شوي
ایران : د امریکا او اسرائیل په بریدونو کې د وژل شوو ۳۳۷۵ تنو هویت تثبیت شوی دی