نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
چین، روسیه، ایران او پاکستان په افغانستان کې د پوځي اډو له جوړولو سره مخالفت کوي.
چین، روسیه، ایران او پاکستان په افغانستان کې د پوځي اډو له جوړولو سره مخالفت کوي. ټرمپ د بګرام اډې د  بېرته اخیستو غوښتنه کوي.
چین، روسیه، ایران او پاکستان په افغانستان کې د پوځي اډو له جوړولو سره مخالفت کوي.
چین، روسیه، ایران او پاکستان په افغانستان کې د پوځي اډو له جوړولو سره مخالفت کوي. / AP
26 سپتمبر 2025

چین، روسیه، ایران او پاکستان په افغانستان کې د پوځي اډو له جوړولو سره مخالفت کوي. ټرمپ د بګرام اډې د  بېرته اخیستو غوښتنه کوي.

دغو څلورو هېوادونو په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په څنډه کې په یوه څلور اړخیزه غونډه کې د افغانستان پر حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ټینګار وکړ.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ وویل، چې چین، روسیې، ایران او پاکستان په جګړه ځپلي افغانستان کې د پوځي اډو د بیا جوړولو له هر ډول اقدام سره مخالفت کړی دی.

دا مخالفت وروسته له هغه وشو، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د طالبانو له لنډمهالي حکومت څخه وغوښتل چې د بګرام هوايي اډه پنټاګون ته بېرته وسپاري.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګو جیاکون په پیکن کې خبریالانو ته وویل، چې د پنجشنبې په ورځ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د ۸۰مې غونډې په څنډه کې دغو څلورو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او استازو د افغانستان په اړه یوه غیر رسمي غونډه وکړه.

ګو وویل، د څلور اړخیزې غونډې په ګډه اعلامیه کې "د افغانستان پر حاکمیت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا پر درناوي ټینګار شوی دی."

ویاند وویل: "په اعلامیه کې د هغو هېوادونو له خوا چې په هېواد کې د اوسني وضعیت مسؤل دي، په افغانستان او سیمه کې د پوځي اډو له بیا جوړولو سره کلک مخالفت یو ځل بیا تکرار شو."

د هغه انځور له مخې چې د افغانستان لپاره د چین استازي 'یو' د امریکا په 'اېکس' ټولنیزې شبکې کې خپور کړی، په دې غونډه کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي، د افغانستان لپاره د چین استازي یو شیاویونګ او یوه لوړپوړي پاکستاني ډیپلومات عمر صدیق ګډون کړی و.

د وزارت ویاند ګو وویل: "دا په بشپړه توګه هغه درناوی په ډاګه کوي چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه یې د دغه هېواد حاکمیت، خپلواکۍ او ملي وقار ته لري."

ټرمپ خبرداری ورکړی چې که د طالبانو حکومت د بګرام هوايي اډې کنټرول پنټاګون ته ونه سپاري، نو "بدې پېښې" به رامنځته شي.

طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستان څخه د امریکا په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو له بشپړ وتلو وروسته، له دوه لسیزې جګړې وروسته بېرته واک ته ورسېدل.

کابل د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا پر سر له خبرو کولو ډډه کړې او پر ټرمپ یې غږ کړی چې د ۲۰۲۰ کال د دوحې هوکړې ته ژمن پاتې شي.

وپلټۍ
د تورکیې ملي استخباراتو د سوریې په پلازمینه دمشق کې د یوې سترې فاجعې مخه ونیوله .
ایران پر اذربایجان برید وکړ؛ باکو وایي د ځواب ورکولو حق لري
د ايران د روغتيا وزارت: د امريکا او اسرائيلو په بريدونو کې د وژل شويو کسانو شمېر ۹۲۶ ته لوړ شو
امریکا په کویټ کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د وژل شویو دوو نورو سرتېرو هویت څرګند کړ
متحده عربي اماراتو او د اسلامي همکاریو سازمان له ایران څخه په تورکیې د بالستیک توغندي برید وغنده
د ایران لخوا تورکیې پر لورې د راتوغول شوي توغندي له امله تورکیې ایران ته ډیر سخت خبرداری ورکړ
اردوغان د پاکستان او افغانستان ترمنځ د جګړې په شپږمه ورځ د اوربند د بیا ژوندي کولو وړاندیز وکړ
د تورکیې پر لور د توغول شوي بالستیک توغندي د لمنځه وړو په اړه د تورکیې د دفاع وزارت اعلامیه
امریکایي سرتېرو ته ویل شوي چې د ایران جګړه د 'صلیبیانو او مسلمانو ترمنځ د پیل لپاره د خدای پلان دی
امریکا د ایران پر وړاندې د جګړې په لومړیو ۴ ورځو کې نږدې ۲ میلیارده ډالره پوځي تجهیزات له لاسه ورکړي
برتانیا د افغانستان، کامرون، میانمار او سوډان اتباعو ته د ویزو ورکړه بندوي
د تورکیې ولسمشر اردوغان د پر اصولو ولاړ نړۍوال نظم د خپو لاندې کول او پاشل وغندل
د افغانستان د سرپرست حکومت: له پاکستان سره جګړه هېڅکله لومړنی انتخاب نه وو او ندی
هاکان فیدان په سیمه کې د روانې جګړې د پایته رسولو لپاره هلو ځلو ته دوام ورکوي
د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره: د ایران او تورکیې پر پوله کوم جدي تحرک نشته