د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ناټو د سرمنشي  روټه سره د ایران  د مسئلې په اړه خبرې وکړې.

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ناټو له مشر مارک روټه سره  ټیلیفوني خبرې وکړې.

By
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ناټو د سرمنشي  روټه سره د ایران  د مسئلې په اړه خبرې وکړې. / AA


د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ناټو له مشر مارک روټه سره  ټیلیفوني خبرې وکړې. پدې خبرو کې ولسمشر اردوغان وویل چې د ایران د مسئلې په اړه یو ستراتیژیک بندون شتون لري او دا بندون لا د ژوریدو په حال کې دی. دواړو مشرانو پر سیمه ییزو او نړیوالو پرمختګونو او د اتحاد اړوندو مسایلو خبرې وکړې.

اردوغان د شنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیل له جګړې سره تړلی مخ په زیاتېدونکی تاوتریخوالی د بې ثباتۍ د ژورېدو خطر لري، او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي. د تورکیې د اړیکو ریاست د یوې اعلامیې له مخې، هغه د سیمه ییزو نورو ناوړه پایلو د مخنیوي لپاره د دیپلوماسۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.

د ټیلیفوني خبرو پر مهال، اردوغان د تورکیې د هوایي دفاع لپاره د ناټو پر ملاتړ هم ټینګار وکړ او ویې ویل چې وروستي پیوستون د دې اتحاد  پیاوړي مخنیوي وړتیا وښودله.

ناټو په دې وروستیو کې هغه بالستیک توغندي چې د تورکیې هوایي حریم ته ننوتلي وو، شنډ او له منځه یوړل، چې دا د دې تړون عملیاتي همغږي په ګوته کوي.

د تورکیې ولسمشر د روسیې-اوکراین په جګړه کې د سولې له نوښتونو څخه د انقرې پر دوامداره ملاتړ بیا ټینګار وکړ او د یوې خبرې اترې شوې هوکړې ته د رسېدو لپاره یې د دوامداره خبرو پر اهمیت ټینګار وکړ.

اردوغان د ناټو ۷۷مه کلیزه هم ولمانځله او هیله یې څرګنده کړه چې د روان کال په جولای میاشت کې به په انقره کې د دې اتحاد راتلونکې سرمشریزه د راتلونکو ګواښونو پر وړاندې د خپل مقاومت او اغېزمنتیا د پیاوړتیا لپاره پرېکړې وکړي.