سیاست
3 د لوستلو دقیقې
په انګلستان کې د ریفارم یوکې  په نامه ښي اړخه سخت دریځې ګوند په سیمه ییزو ټاکنو کې ستر بری ترلاسه کړ
سخت دریځه ښي اړخه د ریفارم یوکې ګوند  د جمعې په ورځ د لومړي وزیر کیر سټارمر په مشرۍ  د کارګر ګوند او محافظه کار ګوند څخه په سیمه ییزو ټاکنو کې یو زیات شمیر ښاروالۍ وګټلې.
په انګلستان کې د ریفارم یوکې  په نامه ښي اړخه سخت دریځې ګوند په سیمه ییزو ټاکنو کې ستر بری ترلاسه کړ
Reform party leader Nigel Farage and candidate Sarah Pochin react on the day of the Runcorn and Helsby by-election results at Halton Stadium in Widnes, Britain, May 2, 2025. / Photo: Reuters / Reuters
2 می 2025

 د کډوالو ستر مخالفت د ریفارم یوکې ګوند مشر نایجل فراج  پداسې یو حساس وخت کې چې د انګلستان سیاسي منظره ویشل شوې  په سیمه ییزو ټاکنو کې هم واکمن کارګر ګوند او هم محافظه کار ګوند ته ماتې ورکړه. هغه وویل چې دا پایلې ددې ښکارندويي کوي چې په هیواد کې دوه ګوندي سیستم نور د لمنځه تلو په درشل کې قرار لري.

د دې ګوند قوي فعالیت د تیر کال د عمومي ټاکنو له بریاوو وروسته دوام لري او داسې ښکاري چې بریتانیا د څو ګوندي سیاست په لور روان دی.

د بریکسټ ملاتړي نایجل فراج د ریفارم یوکې ګوند د دې بریا په اړه وویل: "دا د ګوند لپاره یو ډېر لوی او مهم ګام دی." دا د ریفارم ګوند لومړۍ بریا وه او د سټارمر لپاره لومړنۍ ټاکنیزه ماته وه له هغه وخت راهیسې چې هغه تیر جولای کې دنده پیل کړې.

ریفارم ګوند د کارګر او محافظه کار ګوندونو څخه په لسګونو د محلي  شورا څوکۍ هم وګټلې، چې دا د بریتانیا په سیاسي چاپېریال کې د بدلون نښې دي.

دا ټاکنې د لومړي ځل لپاره د سټارمر د لومړي وزیر کېدو او د کیمي بادینوچ د محافظه کار ګوند مشري اخیستو وروسته ترسره شوې.

په ټولیز ډول ۱۶۴۱ څوکۍ په ۲۳ سیمه ییزو ادارو کې د رایې اچونې لپاره وړاندې شوې وې، چې د انګلستان د ۱۷۰۰۰ شوراګانو یوازې یوه کوچنۍ برخه جوړوي. خو لومړنۍ پایلې ښیي چې ریفارم ګوند د ملي سروې ګانو مشري په عملي بریاوو بدله کړې ده.

سیاسي پوه جان کرټیس بي بي سي ته وویل: "لویه پوښتنه دا وه چې ایا سروې ګانې ریښتیا دي چې ریفارم اوس د کارګر او محافظه کار ګوندونو لپاره یو جدي ګواښ دی؟ تر اوسه پورې ځواب ښکاره هو دی."

د منځلارې لیبرال ډیموکراتانو او کیڼ اړخو شنو ګوندونو هم د پرمختګ تمه درلوده، ځکه چې سروې ګانې ښیي چې بریتانویان د اقتصادي ودې د کمښت، د غیر قانوني کډوالۍ لوړ کچو او د عامه خدماتو د خراب وضعیت له امله د اصلي ګوندونو څخه ناراضه دي.

په لویدیځ انګلستان کې د ښاروالۍ لپاره په سیالۍ کې، د ګټونکي ګوند او پنځم ځای ګټونکي ترمنځ د رایو توپیر یوازې ۱۱ سلنه و.

کارګر ګوند په سختۍ سره د شمال ټاین ساید ښاروالۍ وساتله، په داسې حال کې چې د ریفارم ګوند ته ۲۶ سلنه رایې واوښتې، او بي بي سي وړاندوینه وکړه چې د کډوالۍ ضد ګوند به د ګریټر لنکن شایر ښاروالۍ وګټي.

ریفارم ګوند چې ژمنه یې کړې چې د انګلیس کانال له لارې د غیر قانوني کډوالو کښتۍ ودروي، هیله لري چې د ښاروالیو ګټل او د سلګونو شوراګانو څوکۍ ترلاسه کول به د راتلونکو عمومي ټاکنو لپاره د دوی د بنسټیز فعالیتونو په جوړولو کې مرسته وکړي.

دواړه کارګر او محافظه کار ګوندونه هڅه کوي چې په سیمه ییزو ټاکنو کې د خلکو د تمې کچه راټیټه کړي، ځکه چې خلک ځینې وختونه دا ټاکنې د اعتراض رایې په توګه کاروي.

وپلټۍ
مکرون وايي چې د امریکا او ایران اوربند باید د سیمې د سولې او ثبات لپاره زمینه برابره کړي
نړيوالو مشرانو په احتیاط سره د امریکا او ایران د لنډمهاله اوربند هرکلی وکړ
امریکا او ایران په دوه اونیز اوربند موافقه وکړه.
ټرمپ وايي امریکا به له ۲ تر ۳ اونیو په دننه کې له ایرانه ووځي
ایران او اذربایجان د منځني ختیځ د زیاتیدونکي تاوتریخوالي په اړه اندیښنه څرګنده کړه
ټرمپ د لسو ورځو لپاره د ایران پر انرژۍ تاسیساتو بریدونه وځنډول او ویې ویل چې خبرې اترې 'ښې روانې دي'
ایا واشنګټن له ایران سره اوږدمهاله جګړه پرمخ وړلی شي؟
د امریکا مرستیال ولسمشر وېنس، د امریکا–ایران خبرو اترو پر مهال په منځني ختیځ کې اوږدمهاله جګړه رد کړ
کیم جونګ اون د شمالي کوریا د واکمن ګوند د عمومي منشي په توګه بیا وټاکل شو
واشنګټن او تهران د سختو پوځي شرایطو سره سره د پنجشنبې په ورځ د خبرو لپاره چمتووالی نیسي
روسیې امریکا ته پر ایران د برید په اړه خبرداری ورکړ. د اور سره لوبې مکوۍ
ټرمپ د ایران لپاره دروازه خلاصه پریښې، او نتنیاهو یې د تړلو توان نه لري
روبیو: ټرمپ له ایران سره معامله او سوله ییز حل غوره ګڼي او هغه  د خامنه يي سره هم لیدو ته چمتو دی
د ایران په اړه د ټرمپ او نتنیاهو په لیدنه کې «کره پایله نه ده ترلاسه شوې»
وینزویلا د سیاسي بندیانو د بښنې قانون تصویب کړ
کیوبا امریکا ته: د اساسي قانون بدلولو پر ځای خبرو اترو ته چمتو یو.
زیلینسکي: د جګړې په ډګر کې ۵۵ زره اوکرایني سرتېري وژل شوي دي
د ناروې لومړي وزیر د ناټو په اړه د ټرمپ ادعاوې په کلکه توګه رد کړې او سخت غبرګون يي وښود
د جرمني لومړي وزیر د 'ډیر خپلواکه' اروپا غوښتنه وکړه
ښي اړخې کاندیدې لورا فرناندیز د کوسټاریکا د ولسمشرۍ ټاکنې وګټلې