د اسرائیل ملي امنیت وزیر اتمر بین ګویر، چې د پاروونکو کړنو سره مشهور دی، د راپورونو له مخې امریکا ته خپل کورنی سفر لغوه کړی. ویل کیږي نوموړي وروسته له هغې چې ترې غوښتنه وشوه چې د بایومتریک ګوتو نښو د اخیستلو لپاره په شخصي توګه حاضر شي خپل سفر لغوه کړ.
د اسرائیلي رسنیو د راپورونو له مخې، د اسرائیل د ملي امنیت وزیر اتمر بین ګویر د ویزې ترلاسه کولو کې د ستونزو له امله امریکا ته خپل پلان شوی کورنۍ سفر لغوه کړ.
د هارتز ورځپاڼې راپور ورکړ چې د امریکا سفارت بین ګویر ته وویل چې هغه به د ویزې پروسې د یوې برخې په توګه د بایومیټریک ګوتو نښې چمتو کولو لپاره په شخصي توګه حاضر شي.
په اسرائیلي رسنیو کې دغه شرط د دې نښې په توګه تعبیر شوی چې ښايي امریکا هغه ته د ویزې په ورکولو کې زړه نا زړه وي.
بین ګویر ډیری وختونه د خپلو پارونکو کړنو له امله د خبرونو سرټکی ګرځيدلی، پشمول د هغې هغه ویډیو چې پکې هغه د غزې د بیړۍ فعالین مسخره کړي ول، پراخه نیوکې او نړیوال غندنه یې راپارولې.



















