منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
د ایران لخوا د اټومي انرژۍ نړۍوالې سازمان سره د همکارۍ د ځنډولو اړوند قانون نافذ شو
ایران د اسرائیلو او امریکا لخوا ددوې پر اټومي تاسیساتو د بریدونو له امله د اټومي انرژۍ د نړۍوالې ادارې سره د ټولو همکاریو د ځنډولو اړوند قانون تصویب کړ.
د ایران لخوا د اټومي انرژۍ نړۍوالې سازمان سره د همکارۍ د ځنډولو اړوند قانون نافذ شو
/ AFP
 

په همدې حال کې، د امریکا چارواکو او د موضوع سره اشنا سرچینو سي این این ته ویلي چې د ټرمپ اداره د تهران سره د اټومي خبرو بیا پیلولو لپاره په پټو ډیپلوماتیکو هڅو بوخته ده.

راپورونه ښيي چې اداره د بندیزونو نرمولو، محدودو فنډونو ته د لاسرسي اجازه ورکولو، او د ۲۰-۳۰ میلیارد ډالرو ملکي اټومي پروګرام ملاتړ په ګډون مختلفې لارې څېړي چې د یورانیمو غني کول پکې شامل نه وي.

سره له دې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې هغه تمه لري خبرې "راتلونکې اونۍ" پیل شي، عراقچي دغه ادعاوې رد کړې.

عراقچي هغه "ګمانونه" رد کړل چې تهران به میز ته راشي، او ویې ویل چې "باید جدي ونه نیول شي."

"زه غواړم په واضح ډول ووایم چې د نویو خبرو د پیل لپاره هیڅ ډول موافقه، ترتیبات یا خبرې نه دي شوي،" هغه د دولتي تلویزیون له لارې وویل. "تر اوسه د خبرو د پیل لپاره هیڅ پلان نه دی جوړ شوی."

د اسرائيل سره د جګړې د اوربند وروسته په خپله لومړۍ وینا کې، د ایران ستر مشر علي خامنه اي هغه څه چې یې د اسرائيل پر وړاندې د ایران "بریا" وبلله وستایله، ژمنه یې وکړه چې د امریکا فشار ته به هیڅکله تسلیم نه شي او ټینګار یې وکړ چې واشنګټن ته یوه سپکه "څپېړه" ورکړل شوې ده.

خامنه اي وویل: "د امریکا ولسمشر په غیر معمولي ډول پېښې مبالغه کړې، او څرګنده شوه چې هغه دې مبالغې ته اړتیا لرله،" د امریکا هغه ادعاوې یې رد کړې چې د ایران اټومي پروګرام د لسیزو لپاره شاته غورځول شوی.

د عمان خبرې

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ وضاحت ورکړ چې که څه هم امریکا د ایران سره په نږدې اړیکه کې پاتې شوې — اکثره د منځګړو له لارې — خو تر اوسه کومې خبرې نه دي پلان شوې.

هغې وویل: "موږ تل په ډیپلوماسۍ او سولې تمرکز کوو."

"موږ غواړو چې ایران د غني کولو پرته د یو سوله ییز ملکي اټومي پروګرام سره موافقه وکړي."

د ټرمپ د ادارې اوسنی دریځ به دا وي چې ایران غني شوی یورانیم وارد کړي نه دا چې خپله یې تولید کړي، چې دا د متحده عربي اماراتو د ماډل سره ورته دی.

د دواړو هېوادونو ترمنځ خبرې مخکې پنځم پړاو ته رسېدلې وې خو د اسرائيلي بریدونو له امله ګډوډې شوې.

شپږم پړاو چې ټاکل شوې وه په عمان کې ترسره شي، لغوه شو.

وپلټۍ
په فراه ولایت کې چاودنې ګڼشمیر کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د پاکستان د اقلیمي بدلونو وزیر مصدق مسعود ملک په یوه غونډه کې د ګډون لپاره هند ته سفر کړی.
د اروپايي ټولنې کمیسیون د سایبري برید سره مخ شوی، شخصي معلومات ممکن زیانمن شوي وي.
فرانسې په ټول هیواد کې د مرغانو د انفلونزا خطر تر ټولو لوړې کچې ته پورته کړ.
د سعودي په وینا، د حوثیانو د ملېشو هغه توغندی یې شنډ کړی چې د دغه هیواد پر سویل توغول شوی وو
اندونیزیا او چین د جنوبي چین سمندرګي په اړه د همکارۍ په اړه خبرې وکړې.
ایران امریکا تورنه کړه چې د بیولوژیکي وسلو د ادعاوو له لارې پر عراق د یرغل «فریب» بیا تکراروي
د تورکیې مرستیال ولسمشر جودت یلمز د ازبکستان له ولسمشر میرضیایف سره لیدنه وکړه
اردوغان: د تورکیې بې‌پیلوټه جنګي الوتکه «قزل‌الما» د دندې په موخه د تورکیې وسله وال پوځ ته وسپارل شو
د امریکا سنا مجلس د ایران د جګړې د پای ته رسولو په خاطر مسوده رد کړه.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اسرائیلي ځواکونو په مرکزي غزه کې د فلسطینیانو کورونه په بمونو الوزولي .
شي، ټرمپ او پوتین درې اړخیزه غونډه پایته ورسیده.
د غیرقانوني اسرائیلي ښارګوټو اوسیدونکو د پوځ تر ساتنې لاندې د یوسف ع مقبرې باندې چاپه واچوله