نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس: ایران باید په جدي توګه اټومي همکاري ښه کړي
ګروسي ویلي، د اټومي انرژۍ نړيوالې ادارې له جون  میاشتې راپدېخوا په ايران کې څو ځله کنټرول ترسره کړی، خو ورته د مهمو ځایونو — «فوردو»، «نطنز» او «اصفهان» — ته د لاسرسي اجازه نه ده ورکړل شوې، هغه ځایونه چې د امريکا له لوري بمبار شوي وو۔
د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس: ایران باید په جدي توګه اټومي همکاري ښه کړي
د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس: ایران باید په جدي توګه اټومي همکاري ښه کړي / AP

د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس: ایران باید په جدي توګه اټومي همکاري ښه کړي

ګروسي ویلي، د اټومي انرژۍ نړيوالې ادارې له جون  میاشتې راپدېخوا په ايران کې څو ځله کنټرول ترسره کړی، خو ورته د مهمو ځایونو — «فوردو»، «نطنز» او «اصفهان» — ته د لاسرسي اجازه نه ده ورکړل شوې، هغه ځایونه چې د امريکا له لوري بمبار شوي وو۔

فایننشل ټایمز د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړ چې د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې مشر رافیل ګروسي په حواله یې ویلي چې ایران باید د ملګرو ملتونو له پلټونکو سره "په جدي توګه همکاري ښه کړي" ترڅو له لویدیځ سره د تاوتریخوالي د زیاتوالي مخه ونیسي.

ګروسي فایننشل ټایمز ته ویلي چې که څه هم د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې له اسرائیلو سره د دښمنیو له پیل راهیسې (په جون میاشت کې) په ایران کې شاوخوا لس معاینې ترسره کړې دي، خو ورته د مهمو اټومي تاسیساتو لکه «فوردو»، «نطنز» او «اصفهان» ته د تګ اجازه نه ده ورکړل شوې — هغه ځایونه چې د امریکا له خوا بمبار شوي وو.

ګروسي د اکتوبر په میاشت کې ویلي وو چې د ایران د غني شوي یورانیم د زیرمو شاوخوا ځینې خوځښتونه لیدل شوي، خو دا “په دې معنی نه دي چې هلته د غني کولو فعالیت روان دی”۔

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقایي، وروسته وویل چې ګروسي “په بشپړه توګه د ایران د اټومي پروګرام د سوله‌ ییز طبیعت” څخه خبر دی او باید “بې ‌اساس نظرونه” څرګند نه کړي۔

'خړې' اړیکې

ایراني چارواکو په  نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې تور لګولی چې د اسرائیلو د بمبارۍ لپاره یې توجیه وړاندې کړې، کوم چې د  نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې بورډ لخوا د ایران د اټومي وسلو د نه خپریدو تړون لاندې د مکلفیتونو څخه د سرغړونې په اړه د رایې ورکولو وروسته پیل شو.

ګروسي فایننشل ټایمز ته ویلي چې که څه هم اداره هڅه کوي له ایران سره دا «خړې» اړیکې په تفاهم اداره کړي، خو ایران لا هم باید د خپلو مکلفیتونو درناوی وکړي.

هغه ویلي: “تاسو نه شئ ویلای، ‘زه د اټومي وسلو د نه‌ خپرېدو تړون غړی یم’، او بیا د مکلفیتونو سره سم عمل نه کوم.”

او زیاته یې کړه: “تاسو تمه نه شئ لرلای چې د نړیوالې اټومي انرژۍ اداره ووایي، ‘ښه، ځکه چې جګړه وه تاسو په یوه بله کټګورۍ کې یاست’... که نه، نو زه به اړ شم چې راپور ورکړم چې ما د دې موادو په اړه خپل ټول څار له لاسه ورکړی دی.”

وپلټۍ
په کابل کې پر یوه تعلیمي مرکز کې د چاودنې له امله  لږ تر لږه ۴۲ ماشومان ټپیان شوي دي.
لاوروف وايي روسیه او شمالي کوریا د نوي څو قطبي نړیوال نظم په لټه کې دي
اسرائیلو د سوریې په ادلیب ولایت کې د ابو ظهور پوځي هوايي ډګر بمبار کړ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.
ولسمشر اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند ۲۵ کلن مزل د تورکیې لپاره یو "تاریخي بدلون" وباله
زاخارووا: موږ له تورکیې څخه د سولې وړاندیزونه په دقت سره ارزوو
تورکیې د علي خان کوریش جنايي ډلې پر خلاف پراخه عملیات ترسره کړل.
اردوغان وویل چې د اروپايي ټولنې له خوا د ګمرکي اتحادیې او ویزو د ازادولو ګامونه د هرې خوا په ګټه دی