نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د سویلي چین په سمندر کې تاوتریخوالی زیات شو؛ بیجنګ له مانیلا سره د شوې نښتې ویډیو خپره کړه
چین د سه شنبې په ورځ د سویلي چین په سمندر کې د لانجمن "رین‌ آی جیاو" (Ren'ai Jiao) ریف ته نږدې له فیلیپیني پرسونل سره د شوې سمندري نښتې ویډیوګانې خپرې کړې.
د سویلي چین په سمندر کې تاوتریخوالی زیات شو؛ بیجنګ له مانیلا سره د شوې نښتې ویډیو خپره کړه
د سویلي چین په سمندر کې تاوتریخوالی زیات شو؛ بیجنګ له مانیلا سره د شوې نښتې ویډیو خپره کړه


بیجنګ د فیلیپین پرسونل تورنوي چې په قصدي ډول یې د ساحلي ساتونکو له یوې کښتۍ سره ټکر کړی او پر چارواکو یې برید کړی دی؛ خو مانیلا بیا ادعا کوي چې په دې نښته کې یو فیلیپینی سمندري سرتېری ټپي شوی، چې بیجنګ دا ادعا ردوي.
چین د سه شنبې په ورځ د سویلي چین په سمندر کې د لانجمن "رین‌ آی جیاو" (Ren'ai Jiao) ریف ته نږدې له فیلیپیني پرسونل سره د شوې سمندري نښتې ویډیوګانې خپرې کړې. چین د فیلیپین ځواکونه تورن کړل چې په قصدي ډول یې د چین د ساحلي ساتونکو د ګزمې له یوې کښتۍ سره ټکر کړی او پر چینایي چارواکو یې برید کړی دی. دا پېښه د دواړو هېوادونو ترمنځ د وروستي تاوتریخوالي ښکارندويي کوي.

د "چاینا ډیلي"  دولتي رسنۍ لخوا په خپره شوې ویډیو کې لیدل کېږي چې په دوو بادي کښتیو کې سپاره پرسونل د رین‌ آی جیاو (چې د سیکنډ توماس شول یا ایونګین ریف په نوم هم یادېږي) ته څېرمه د چین د ګزمې یوې کښتۍ ته نږدې کېږي.

د نښتې په اړه متقابل تورونه:
چین او فیلیپین د دوشنبې په ورځ د سویلي چین سمندر په لانجمنو اوبو کې د کښتیو ترمنځ له ټکر وروسته پر یو بل تورونه پورې کړل. مانیلا ادعا وکړه چې د دوی یو سمندري سرتېری پر سر لګېدلی او ټپي شوی، خو پیکنګ وویل چې دا پېښه مانیلا پارولې وه.

دغه ویډیوګانې له پېښې یوه ورځ وروسته خپرې شوې دي.

د چین ساحلي ساتونکو ویلي چې د دوی پرسونل د لفظي خبرداریو، دفاعي مانورونو او د "خورا زغم" په ښودلو سره د چین د قوانینو سره سم "ځوابي اقدامات" کړي دي.

پیکنګ همداراز مانیلا د "حقایقو په اړولو" تورنه کړه او له فیلیپین څخه یې وغوښتل چې په هغو اوبو کې چې چین یې د خپل ملکیت ادعا کوي، له پاروونکو اقداماتو لاس واخلي.

وپلټۍ
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې  الحاق يي رد کړ
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو
د اسرائیل پوځ په غزه کې په یوه جومات د برید کولو او ویجاړولو باندې اعتراف وکړ