اردوغان: اسرائیل له ایران سره د "غیرقانوني جګړې" اصلي مسؤل دی
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل، د اسرائیلو حکومت پر ایران د روانې "غیرقانوني جګړې" اصلي مسؤلیت پر غاړه لري.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سیمه ییزو خطرونو د زیاتیدو په اړه خبرداری ورکوي او وايي چې تورکیه غواړي له دې بحراني دورې څخه بې ضرره ووځي او هیواد له اور څخه لیرې وساتي.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل، د اسرائیلو حکومت پر ایران د روانې "غیرقانوني جګړې" اصلي مسؤلیت پر غاړه لري.
اردوغان د چهارشنبې په ورځ په پلازمینه انقره کې د خپل "عدالت او پراختیا" ګوند پارلماني غونډې ته په وینا کې وویل: "د اسرائیلو حکومت د دې غیرقانوني جګړې اصلي مسؤل دی، چې نه یوازې زموږ سیمه یې د جګړې په ډګر بدله کړې، بلکې پر ټول انسانیت یې یو دروند اقتصادي بوج هم اچولی دی."
هغه زیاته کړه: "دا باید هیره نشي چې په دې جګړه کې تویه شوې هره څاڅکی وینه د (اسرائیلو د قاتل لومړي وزیر بنیامین) نتانیاهو د سیاسي بقا او عمر د اوږدولو لپاره وسیله تویه شوې ده."
اردوغان وویل چې په سیمه کې د فبرورۍ په ۲۸مه پیل شوې شخړې خپله لومړۍ میاشت پوره کړه او د ګواښ او خطر کچه یې مخ په زیاتیدو ده. هغه زیاته کړه چې د تورکیې لومړیتوب دا دی چې له دې کړکیچنې دورې څخه بې ضرره ووځي او هوډ لري چې هیواد له دې اور څخه لیرې وساتي.
نوموړي وویل: "زموږ د سیمې پر وړاندې یو له سترو خطرونو څخه نه یوازې د جګړې اوږدېدل دي، بلکې په یوه پراخه سیمه ییزه شخړه د هغې د بدلیدو خطر هم دی؛ ځکه د انرژۍ، ټرانسپورټ او ملکي زیربناوو په نښه کول دا احتمال زیاتوي."
ولسمشر اردوغان یادونه وکړه چې د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان په اسلاماباد کې د سعودي عربستان، مصر او پاکستان له وزیرانو سره په څلور اړخیزه ناسته کې ګډون وکړ ترڅو د جګړې د پای ته رسولو پر ګامونو خبرې وکړي. هغه زیاته کړه چې د دفاع وزیر یاشار ګولر او د استخباراتو (MIT) مشر ابراهیم کالن هم په خپلو برخو کې جدي هڅې پیل کړې دي.
اردوغان وویل: "که چیرې د وینې تویولو د بندولو، د اوښکو د وچولو، د وسلو د چوپولو او د ډیپلوماسۍ له لارې د ستونزو د حل لپاره لږ تر لږه هیله هم شتون ولري، نو دا زموږ دنده ده چې ترې ګټه پورته کړو."
هغه په ټینګار سره وویل: "د جګړې له پیل راهیسې د تورکیې اصولي دریځ، چلند او نړۍ او سیمې ته د هغې پیغام د انسانیت او وجدان غږ و."
د تورکیې ولسمشر وویل چې له ایران سره جګړه د نړیوالې سولې له لیدلوري سره مرسته نه کوي، بلکې هغه له منځه وړي. هغه ټینګار وکړ چې ډیپلوماسي، خبرې اترې او جوړجاړی له دې بندښت څخه د وتلو تر ټولو لویې وسیلې دي.
اردوغان په پای کې وویل: "زموږ هیله دا ده چې د نورې وینې تویولو پرته د سولې لاره پرانیستل شي، او د دې لپاره به موږ خپلو ټولو هڅو ته دوام ورکړو، حتی که پدې لاره کې له خطرونو سره هم مخ شو."