د تورکیې د ملي استخباراتو رئیس ابراهیم قالین په دمشق کې د سوریې د ولسمشر احمد الشرع سره لیدنه کړه.

د تورکیې د ملي استخباراتو سازمان (MIT) مشر ابراهیم قالین پدې سفر کې  په دمشق کې د سوریې له ولسمشر احمد الشرع، د بهرنیو چارو وزیر اسعد الشیباني، او د استخباراتو له مشر حسین السلمه سره لیدنه وکړه.

/ AA

د ویلو ده چې قالین د تورکیې او سوریې ترمنځه د اړیکو د لا پراختیا په خاطر د روانو هلو ځلو په چوکاټ کې سوریې ته سفر کړی دی. هغه پدې سفر کې د سوریې د استقرار او سیمه ییزې همکارۍ ، د پولو د امنیت او ترهګرو ډلو لخوا پر خلاف د مبارزې ، د پ ک ک او د هغه د څانګو د بې وسلو کولو او کډوالو د خوندي ستنیدو پر مسلو خبرې وکړې.

د تورکیې د ملي استخباراتو سازمان (MIT) مشر ابراهیم قالین پدې سفر کې  په دمشق کې د سوریې له ولسمشر احمد الشرع، د بهرنیو چارو وزیر اسعد الشیباني، او د استخباراتو له مشر حسین السلمه سره لیدنه وکړه.

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې دغه لیدنه چې د سه شنبې په ورځ  ترسره شوه څو ساعته دوام  يي وکړ. په عمده توګه د دوه اړخیزو اړیکو د بیا رغونې او د کورنۍ جګړې وروسته د سوریې د ثبات پر موضوعاتو متمرکزې وه.

د سرچینو په وینا  قالین د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا او سیاسي حاکمیت په اړه د تورکیې درناوی څرګند کړ او ډاډ یې ورکړ چې انقره چمتو ده د دمشق ملاتړ وکړي ترڅو نظم بیا راولي او د دولت بنسټونه بیا ورغوي.

د تورکیې چارواکو د قالین له خولې ویلي: "تورکیه د سوریې د یووالي او اوږدمهاله ثبات لپاره ژمنه ده."

د ترهګرۍ ضد مبارزه او د سرحدي امنیت موضوع

د خبرو اترو یوه مهمه برخه ګډ امنیتي همکاري وه. دواړو خواوو د وسله والو ډلو، په ځانګړې توګه د PKK/YPG ترهګرې ډلې د بې وسلې کولو او د نوي سوریې په چوکاټ کې د هغوی د بیا ادغام په اړه خبرې وکړې.

د تورکیې چارواکو د سرحدي سیمو کې د ترهګریزو فعالیتونو په اړه خپلې اوږدمهاله اندیښنې بیا څرګندې کړې او د دواړو هېوادونو د سرحدونو د خوندي کولو پر اهمیت یې ټینګار وکړ. په خبرو کې د داعش پورې تړلو زندانونو او توقیف ځایونو د سوریې چارواکو ته د سپارلو موضوع هم شامله وه، چې انقره یې د اوږدمهاله سیمه ییز امنیت لپاره اړینه ګڼي.

دغه خبرې اترې د ستراتیژیکو موضوعاتو لکه د سرحدونو مدیریت، د مهمو ګمرکي دروازو بیا پرانیستل، او د سوداګریزو لارو بیا رغونې ته هم وغځېدې. تورکیې د دې زیربناوو د بیا رغونې لپاره د دمشق سره د مرستې چمتووالی څرګند کړ، کوم چې د جګړې له امله سخت زیانمن شوي دي.

په سیمه ییزو پرمختګونو خبرې

قالین او د سوریې مشرتابه د سیمې پر روانو کړکېچونو خبرې وکړې، چې پکې د سوریې پر خاوره د اسرائیلي هوایي بریدونو زیاتوالی او د هوايي حریم پرله پسې سرغړونې شاملې وې.

د سوریې پر وړاندې د نړیوالو بندیزونو لرې کول او د داعش د پاتې شونو پر وړاندې مبارزه هم د اجنډا مهمې برخې وې.

بله مهمه موضوع د سوریایي کډوالو د رضاکارانه او خوندي راستنېدو مسئله وه. د تورکیې چارواکو د دمشق سره د همغږۍ هیله څرګنده کړه ترڅو د راستنېدو لپاره اړین لوژستیکي او امنیتي تضمینونه برابر کړي.