نړۍ
4 د لوستلو دقیقې
ټرمپ : ایران اوس په مذاکراتو کې ډېر جدي چلند کوي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې هغه تر اوسه پر ایران د پراخو بریدونو د ترسره کولو په اړه پرېکړه نه ده کړې. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د سعودي عربستان لخوا په یمن کې پر حوثيانو بریدونو، جګړه د ټولې سیمې لپاره په یوه لوی ګواښ بدله کړې ده.
ټرمپ : ایران اوس په مذاکراتو کې ډېر جدي چلند کوي
ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې ایران له واشنګټن سره په خبرو اترو کې تر اوسه تر ټولو جدي دریځ غوره کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې په یمن کې پر حوثيانو د سعودي عربستان د بریدونو له امله، په منځني ختیځ کې د جګړې د پراخېدو خطر زیات شوی دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې هغه تر اوسه پر ایران د پراخو بریدونو د ترسره کولو په اړه پرېکړه نه ده کړې. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د سعودي عربستان لخوا په یمن کې پر حوثيانو بریدونو، جګړه د ټولې سیمې لپاره په یوه لوی ګواښ بدله کړې ده.

ټرمپ د جمعې په ورځ په خپلو خبرو کې وویل چې تهران له واشنګټن سره په خبرو کې اوس "جدي" شوی دی او له همدې امله به پر ایران لوی بریدونه د اوس لپاره وځنډوي.

ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې په بیضوي دفتر کې  چې ایا پر ایران د سختو بریدونو پرېکړه یې کړې، هغه وویل: "نه، ما پرېکړه نه ده کړې. اوس مهال موږ له هغوی سره خبرې کوو. زما په خیال لکه څنګه چې ورځې تېریږي، شاید د ښکاره دلایلو له امله، هغوی په تدریجي ډول ډېر جدي کیږي."

ټرمپ زیاته کړه چې ایران باید د یوې هوکړې کولو او یا هم د بریدونو "خورا لوړې کچې" ته د رسېدو ترمنځ یو انتخاب وکړي.

د امریکا لخوا د نږدې دوو اونیو راهیسې روانو بریدونو، هغه اوربند په عملي توګه پای ته رسولی چې مخکې پرې هوکړه شوې وه.

ټرمپ وویل چې دی نه پوهیږي د وروستۍ پرېکړې لپاره څه وي، خو یو ځل بیا یې ټینګار وکړ چې د ایران لخوا د اټومي وسلو جوړولو ته نږدې کېدل د هغه لپاره "سره کرښه" ده.

امریکا ادعا کوي چې دا بریدونه د دې لپاره ترسره کېږي چې ایران د هرمز ستراتیژیک تنګی ونه تړي. ایران بیا د امریکا پر اډو د بریدونو له لارې ځواب ورکړی، چې په پایله کې یې څلور امریکايي سرتېري وژل شوي دي.

د ایران پوځ اعلان وکړ چې د واشنګټن د وروستیو بریدونو په غبرګون کې یې د جمعې په ورځ په بحرین، اردن او کویټ کې د امریکا پر نظامي اهدافو بریدونه کړي دي. د ایران سپاه پاسداران د دولتي رسنیو له لارې ادعا کړې چې په بحرین کې یې د امازون یو معلوماتي مرکز  ویشتلی دی. خو نه امریکايي شرکت او نه هم د بحرین حکومت په دې اړه څه ویلي او امریکا هم د خپلو تاسیساتو د ویشتل کېدو پخلی نه دی کړی.

د بحرین د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د شنبې په سهار په هیواد کې یو ځل بیا د خطر زنګونه غږول شوي دي. وزارت په ایکس (X) شبکه کې له خلکو غوښتي چې ارام اوسي او نږدې خوندي ځایونو ته لاړ شي.

چین د مذاکراتو د بیا پیل غوښتنه وکړه
ټرمپ په خپلو خبرو کې دا هم وویل چې روسیه او چین ایران ته وسلې نه ورکوي. په ورته وخت کې، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي په قرغزستان کې له خپل ایراني سیال سید عباس عراقچي سره وکتل.

د چین رسمي خبري اژانس "شینهوا" په وینا، وانګ وغوښتل چې خبرې اترې ژر تر ژره بیا پیل شي او هغه تفاهم لیکونه پلي شي چې په سیمه کې د تاوتریخوالي کمولو لپاره لاسلیک شوي وو. وانګ وویل: "کله چې د خبرو دروازه پرانیستل شي، نو باید ونه تړل شي. تر څو چې د سولې هیله وي، باید ترې لاس وانخیستل شي."

په سور سمندرګي کې د جګړې پراخېدل
د جګړې په نوې جبهه کې، حوثيانو پر سعودي عربستان د سمندري کلابندۍ له اعلان وروسته، په سور سمندرګي کې د تیلو پر کښتیو بریدونه پیل کړي دي. سعودي عربستان هم په مقابل کې د یمن په حدیده ښار کې د حوثيانو مرکزونه ویشتلي دي.

دا تاوتریخوالی وروسته له هغه زیات شو چې حوثيانو پر یوې سعودي کښتۍ برید وکړ. دا حالت د نړۍ د تیلو د ترټولو لوی صادرونکي هیواد (سعودي) وړتیا ګواښي. څرنګه چې ایران د هورموز تنګی تړلی، نو سور سمندرګی د ریاض لپاره یوازینۍ لاره وه، خو اوس هلته هم ګواښونه زیات شوي دي.

د سعودي په مشرۍ د ایتلاف ویاند، ترکي المالکي وویل چې حوثيانو په سور سمندرګي کې سوداګریزې کښتۍ په نښه کړې او ایتلاف ورته "پریکنده او قوي" ځواب ورکړی دی.

 

وپلټۍ
د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په هوايي برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي
ټرمپ اوکراین ته د پیټریوټ توغندیو د ورکولو له ژمنې شاته شو
په کاناډا کې پر یوه جومات وسله وال برید شوی
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
روسیې د ټیلیګرام د بنسټ اېښودونکي "دوروف" د نیولو نړیوال حکم صادر کړ
اروپايي ټولنې د نتانیاهو په اړه د جرمونو د نړیوالې محکمې (ICC) د نیولو د حکم د پلي کولو غوښتنه وکړه
په جاپان کې د ۷.۱ درجې زلزلې له امله د مړو شمېر ۱۳ کسانو ته ورسېد
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د یونان لخوا د"اخیلس شیلډ" دفاعي سیستم  پېرل په غزه کې د اسرائیلو له نسل وژنې سره خطرناکه همغږي ده
مکرون له تورکیې څخه فرانسې ته د اور وژنې الوتکو د لېږلو له امله مننه وکړه
د جاپان سویلي برخې د ریښتر په کچه  د ۷.۱ درجې په په شدت سره یوې زوروې زلزلې ولړزولې
پوتین: روسیه به خپلو موخو ته د رسېدو لپاره هر څه چې لازم وي هغه به  وکړي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په امریکا کې د خوړو په یوه مېله یا فیستیوال کې د وسله وال برید له امله ۲ تنه مړه او ۵ نور ټپیان شول
د مهمو خبرونو غورچاڼ