تورکیه
4 د لوستلو دقیقې
ناټو په تورکیه کې یوې متحدې جبهې د جوړولو په لټه کې ده؛دفاعي لګښتونه او اوکراین د اجنډا په سر کې دي
اسوشیټیډ پریس راپور ورکړی چې د ناټو مرستیال قوماندان ویلي، هغه غواړي په تورکیه کې راتلونکې سرمشریزه غړي هیوادونه دې ته وهڅوي چې پر دفاع ډیر لګښت وکړي، له اوکراین سره خپل ملاتړ بیا تایید کړي او د اتحاد یووالی ثابت کړي.
ناټو په تورکیه کې یوې متحدې جبهې د جوړولو په لټه کې ده؛دفاعي لګښتونه او اوکراین د اجنډا په سر کې دي
ناټو په تورکیه کې یوې متحدې جبهې د جوړولو په لټه کې ده؛دفاعي لګښتونه او اوکراین د اجنډا په سر کې دي

د ناټو مرستیال قوماندان سر جان سټرینګر وايي، د انقرې سرمشریزه باید د دغه سازمان یووالی نندارې ته وړاندې کړي، د لوړو دفاعي لګښتونو په اړه باوري ژمنې ترلاسه کړي، له اوکراین سره ملاتړ بیا تایید کړي او په اروپا کې د امنیت په برخه کې د دغه براعظم مخ پر زیاتیدونکی رول روښانه کړي.

اسوشیټیډ پریس راپور ورکړی چې د ناټو مرستیال قوماندان ویلي، هغه غواړي په تورکیه کې راتلونکې سرمشریزه غړي هیوادونه دې ته وهڅوي چې پر دفاع ډیر لګښت وکړي، له اوکراین سره خپل ملاتړ بیا تایید کړي او د اتحاد یووالی ثابت کړي.

د اروپا لپاره د ناټو د متحدو ځواکونو مرستیال قوماندان، ایر چیف مارشال سر جان سټرینګر، په لندن کې له اسوشیټیډ پریس سره په داسې حال کې خبرې وکړې چې د جولای په ۷مه او ۸مه په انقره کې د ناټو د ۷۷ کلن اتحاد د یووالي د ازمویلو لپاره مهمه سرمشریزه نږدې شوې ده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اروپا کې د امریکایي ځواکونو د دریځ په اړه متضاد پیغامونه لیږلي دي؛ کله یې له دغه سازمان څخه د وتلو ګواښ کړی او کله یې بیا د ګرینلینډ د ضمیمه کولو د هڅو یا د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د نږدېوالي له امله اروپایي مشران اندېښمن کړي دي.

د امریکا د دفاع وزیر پیټ هیګسیت تیره اونۍ پر ناټو متحدینو سختې نیوکې وکړې چې پر ایران د برید لپاره یې د خپلو اډو کارولو اجازه نه ده ورکړې. هغه همدارنګه په اروپا کې د امریکایي ځواکونو د شپږ میاشتنۍ ناڅاپي ارزونې خبر ورکړ.

په همدې حال کې، په بریتانیا کې ځینې وزیرانو د نظامي لګښتونو د هغو پلانونو له امله استعفا کړې چې د دوی په وینا، بریتانیا په خوندي ساتلو کې پاتې راغلي دي.

سټرینګر وویل: "سرمشریزې ډیرې سیاسي پیښې دي او د هر سازمان د یووالي ننداره ده." هغه زیاته کړه چې د ناټو د پراخوالي په لسیزو کې د ستونزو او کړکیچونو شتون یوه طبیعي خبره ده. کله چې ترې وپوښتل شول چې ایا اوس موږ په داسې یو ستونزمن پړاو کې یو؟ هغه ځواب ورکړ: "هو، همداسې ده."

د ناټو اروپایي غړي دفاعي چارې ګړندۍ کوي
ټرمپ له پخوا راهیسې پر اروپایي متحدینو غږ کړی چې د خپلې دفاع مسوولیت په خپله واخلي. د هسپانیې پرته نورو ټولو هیوادونو دې غوښتنې ته په بې ساري ډول پاملرنه کړې او پر خپلو وسله والو ځواکونو یې لګښتونه زیات کړي دي.

د استونیا د ځواکونو یو قوماندان، تورن جنرال انډریک سیریل وویل، روسیه په دوامداره توګه اروپا ګواښي، نو متحدین باید خپل پوځونه پیاوړي کړي او ورسره یوځای له اوکراین سره مرسته وکړي ترڅو د روسیې جنګي ځواک کمزوری کړي. د فنلنډ برید جنرال جیري رایټاسالو هم ټینګار وکړ چې اروپا باید د روسیې پر وړاندې د دریدو لپاره ډیر کار وکړي.

سټرینګر وویل، اروپایي هیوادونه د یو "واقعي باوري ځواک" د جوړولو لپاره پانګونه کوي. هغه د بېلګې په توګه یادونه وکړه چې ځینې هیوادونه د ۱۵۵ ملي متره توپخانې مرمیو تولید څلور چنده زیاتوي.

د امریکا د پلانونو په اړه د اروپایي پوځي مشرانو انتظار
په اروپا کې د امریکایي ځواکونو د شپږ میاشتنۍ ارزونې پایله به دا روښانه کړي چې اروپایان باید څومره ژر د خپل امنیت مسوولیت په خپله غاړه واخلي. واشنګټن ویلي چې ښايي ځینې وړتیاوې له اروپا څخه وباسي او تمه لري چې نور متحدین دا تشه ډکه کړي.

د ټرمپ اداره وايي چې په اروپا کې د ځواکونو کمول له پخوا پلان شوي وو، خو د استونیا چارواکي وايي چې لا هم روښانه نه ده چې امریکایي ځواکونه به د بالتیک په هیوادونو کې څنګه ځای پر ځای شي. سټرینګر وویل، که څه هم د امریکا د لیرې واټن ویشتونکو بریدونو او څارنې وړتیاو ځای ناستی پیدا کول ستونزمن دي، خو متحدین کولی شي د مختلفو نورو سیسټمونو په یوځای کولو سره دا خلا ډکه کړي.

د بریتانیا ژمنې او د ناټو اعتبار
د بریتانیا دفاع وزیر جان هیلي د دې میاشتې په پیل کې استعفا وکړه او ویې ویل چې حکومت د هیواد د دفاع لپاره د اړتیا وړ سرچینو چمتو کولو ته لیواله نه دی. د ناټو غړو تېر کال هوکړه کړې وه چې د خپل ناخالص کورني تولید (GDP) ۳.۵ سلنه په دفاعي چارو مصرف کړي. بریتانیا ژمنه کړې چې تر ۲۰۳۵ کال پورې به دغه هدف ته ورسیږي، خو هیلي وویل چې اوسني پلانونه تر ۲۰۳۰ کال پورې یوازې ۲.۶۸ سلنې ته رسیږي. نوي دفاعي وزیر دان جارویس بیا ویلي چې بریتانیا به خپلو ژمنو ته ولاړه پاتې شي.

سټرینګر په پای کې وویل، سږنۍ سرمشریزه باید نه یوازې د ۳۲ غړو هیوادونو ترمنځ یووالی وښيي، بلکې باید داسې باوري پلانونه وړاندې کړي چې له ژمنو هاخوا په عمل کې هم ثابت شي. د فنلنډي جنرال رایټاسالو په وینا، که د ناټو غړي خپلې ژمنې په عمل بدلې نه کړي، د دغه اتحاد "اعتبار" به تر جدي پوښتنې لاندې راشي.

 

وپلټۍ
د تورکیې پر سر د ټرمپ او نتنیاهو اختلاف؛ ټرمپ د F-35 الوتکو د پلور په اړه د نتنیاهو پر نیوکو غصه شوی
ایران په بحرین کې د امریکا پر هوايي هډې د بریدونو د ترسره کولو نه خبر ورکړی دی.
د امریکا او ایران ترمنځ د نښتو د زیاتوالي او د سرې بحیرې د تړل کېدو له ګواښ سره د تېلو بیې لوړې شوې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر د روسیې-اوکراین جګړې په اړه د استانبول خبرو اترو د دوام غوښتنه وکړه
ایران: "د اهواز د ماشومانو د سرطان روغتون پر شاوخوا د امریکا برید جنګي جنایت دی"
د تورکیې دفاع وزارت: "د قبرس په ټاپو کې د ترکي پوځیانو شتون د سولې، امنیت او ثبات ضمانت دی"
کرملین: "موږ د تورکیې په منځګړیتوب د اوکراین په اړه د خبرو اترو پیلولو ته چمتو یو"
ایران خبرداری ورکوي چې د هرمز تنګی  زمونږ "سره کرښه" ده او تر پایه به مقاومت وکړو
د ایران په پلازمېنه تهران کې د انقلاب په میدان کې د "په تابوت کې د پراته ټرمپ" بلبورډ انځور ځړول شوی
اسرائیل په غزه کې نسل وژنې ته دوام ورکوي. په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ
فیدان: د جولای ۱۵مې وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د "استبدادي ځواکونو" په وړاندې تسلیم نشي
اوکراین پر سوداګریزو کښتیو  د روسیې په بریدونو کې د  ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
ایران په اردن کې د امریکا پر اډو د ډرون الوتکو پراخ بریدونه کړي
ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه یوازې د یوې خاینانه کودتا شنډول نه وو بلکې د ډیموکراسۍ ستره بریا ده