نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د امریکا په کلیفورنیا کې د واورې ښویېدنې له امله د نهو وژل شویو سکي بازانو جسدونه وموندل شول
د چارواکو په وینا، د نهو سکي بازانو جسدونه، چې د دې اونۍ په لومړیو کې د ټاهو جهيل په کلیفورنیا برخه کې د واورې ښویېدنې له امله وژل شوي وو، د شنبې په ورځ را وایستل شول.
د امریکا په کلیفورنیا کې د واورې ښویېدنې له امله د نهو وژل شویو سکي بازانو جسدونه وموندل شول
د امریکا په کلیفورنیا کې د واورې ښویېدنې له امله د نهو وژل شویو سکي بازانو جسدونه وموندل شول / AP

په قربانیانو کې شپږ نږدې ملګري او درې مسلکي لارښودان شامل دي او چارواکو د ټاهو جهيل کې د دې مرګونې واورې ښویېدنې په اړه څېړنې پیل کړې دي.

د چارواکو په وینا، د نهو سکي بازانو جسدونه، چې د دې اونۍ په لومړیو کې د ټاهو جهيل په کلیفورنیا برخه کې د واورې ښویېدنې له امله وژل شوي وو، د شنبې په ورځ را وایستل شول.

چارواکو وویل، دغه ډله د سې شنبې په ورځ د سکي وهلو په یو ورځني سفر وتلې وه چې واوره پرې را ښویېدلې ده.

په وژل شویو کې شپږ نږدې ملګري وو چې "د سکي وهلو تکړه او لېواله مینه وال" بلل شوي، او له دوی سره درې مسلکي لارښودان هم وو.

خپلوانو یې قربانیان د کري اټکین، لیز کلاباو، ډانیل کیټلي، کیټ مورس، کارولین سیکر او کیټ ویټ په نومونو پېژندلي دي.

د نوادا کاونټي  (پولیسو) دفتر تایید کړه چې د "بلک برډ ماونټېن ګایډز" شرکت درې کارکوونکي، ۳۰ کلن مایکل هنري، ۳۴ کلن انډریو الیسانډراټوس، او ۴۲ کلنه نیکول چو هم په دې پېښه کې وژل شوي دي.

د NBC نیوز د راپور له مخې، د کلیفورنیا د نوادا کاونټي د پولیسو مشر، شنان مون وویل: "موږ منندوی یو چې توانېدلي یو هغوی خپلو کورونو ته راوړو."

د قربانیانو له ډلې پنځه تنه د جمعې په ورځ وموندل شول او د چورلکې په واسطه ولېږدول شول.

په دې واورې ښویېدنه کې پنځلس سکي بازان ښکېل وو. شپږ تنه ژوندي پاتې شول، چې په دوی کې دوه تنه برسېرن ټپیان شوي وو.

ګڼو ادارو د دې واورې ښویېدنې په اړه څېړنې پیل کړې دي.

د "سیرا د واورې ښویېدنې مرکز" به د پېښې راپور چمتو کړي او د کار په ځای کې د احتمالي خوندیتوب سرغړونو څېړنه کوي، او د پولیسو دفتر هم خپله پلټنه ترسره کوي.

یوازې په تېره یوه اونۍ کې د توپان له امله ۱.۷ متره واوره وریدلې  او د باد سرعت په ساعت کې ۹۰ کیلومترو ته رسېدلی و.

د کولوراډو د واورې ښویېدنې د معلوماتو مرکز یادونه کړې چې روان موسم په امریکا کې لا دمخه د واورې ښویېدنې له امله د شپږو نورو کسانو د مړینې شاهد و.

 

وپلټۍ
فیدان: د جولای ۱۵مې وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د "استبدادي ځواکونو" په وړاندې تسلیم نشي
اوکراین پر سوداګریزو کښتیو  د روسیې په بریدونو کې د  ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
ایران په اردن کې د امریکا پر اډو د ډرون الوتکو پراخ بریدونه کړي
ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه یوازې د یوې خاینانه کودتا شنډول نه وو بلکې د ډیموکراسۍ ستره بریا ده
د دفاعي صنعت په برخه کې د ګولن ترهګریز سازمان سبوتاژونه، حیاتي پروژې او په تېرو ۱۰ کلونو کې  وده
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې په شپه رامنځته شوې پېښې، د کودتا د هڅې مهم پړاوونه او د ملت حماسي مقاومت
روسیه ادعا کوي چې د اوکرایني ډرون ددې هیواد د تیلو په چاڼځای برید کړی
د کودتا پرېکړه د ۲۰۱۵ کال د نوامبر د لومړۍ نېټې له ټاکنو وروسته شوې وه.
متحده عربي امارات وايي ایران د دوې دوله د تیلو ټانکر کښتۍ ویشتلي دي خو ایران دا ادعا رد کړې
د تورکیې ولسمشر اردوغان د پاکستان د دفاعي ځواکونو او ځمکني پوځ مشر جنرال منیر سره وکتل
فیدان په پاریس کې د اوکراین په اړه غونډه کې ګډون وکړ؛ ایتلاف د پایداره سولې د هڅو ژمنه وکړه
د برازیل ولسمشر لولا دا سیلوا پر ټرمپ د «سمندري غلا» تور پورې کړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې له ناوړه کودتا څخه ۱۰ کاله تېر شول.