د غزې جګړه
2 د لوستلو دقیقې
ملګري ملتونه : په غزه کې د اوربند د ماتېدو راهیسې ۱۴۲۰۰۰ زره کسان په اجباري توګه بې ځایه شوي دي
د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (UNRWA) تیره میاشت د اوربند له ماتېدو وروسته په غزه کې د یو بل بشري ناورین خبرداری ورکړ.
ملګري ملتونه : په غزه کې د اوربند د ماتېدو راهیسې ۱۴۲۰۰۰ زره کسان په اجباري توګه بې ځایه شوي دي
/ AP

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې د فلسطیني ماشومانو د ورځې په مناسبت په یوه بیان کې وویل، "د اوربند له ماتېدو سره د بې ځایه کیدو یوه بله څپه رامنځته شوې ، چې یوازې د مارچ د ۱۸ او ۲۳ ترمنځ یې له ۱۴۲،۰۰۰ څخه ډیر خلک اغیزمن شوي."

"له هغه وخت راهیسې چې په غزه کې جګړه پیل شوې، شاوخوا ۱.۹ میلیون خلک - په شمول د زرګونو ماشومانو د بمبارۍ، ویرې او زیان په منځ کې د جبري بې ځایه کیدو څخه اغیزمن شوي،"

"جانا له دوی څخه یوه ده،" دا  هغه ماشوم  چې دوی  مخکې د ۲۰۲۴ کال په اګست کې او بیا د ۲۰۲۵ کال د مارچ په پای کې لیدلي وو. "هغه او ټول ماشومان اوس اوربند ته اړتیا لري."

اسرائیل د مارچ په ۱۸مه په غزه باندې خپل بریدونه بیا پیل کړل، چې دوه میاشتنی اوربند یې مات کړ.

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر راهیسې د اسرائیلو د پوځي برید له امله په دې سیمه کې له ۵۰،۶۰۰ څخه ډیر فلسطینیان وژل شوي دي، چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي.

د جرمونو نړیوالې محکمې په تیر نوامبر کې د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د هغه د پخواني دفاع وزیر یوو ګالانټ د نیولو امرونه په غزه کې د جنګي جرمونو او د انسانیت پر وړاندې د جرمونو په تور صادر کړل.

اسرائیل هم د دې سیمې په جګړه کې د عدالت په نړیواله محکمه کې د نسل وژنې قضیې سره مخ دی.

وپلټۍ
ټرمپ، شي جینپینګ او پوتین به په چین کې خپله لومړنۍ درې اړخیزه غونډه وکړي.
په استانبول کې د مشرانو تر لیدنې وروسته د تورکیې او قطر مهم دفاعي تړون لاسلیک کړ .
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جرمونو نړیوالې محکمې په افغانستان کې د ادعا شویو جرمونو په اړه د پلټنو  د تړولو امر کړی دی
د سولې بورډ د  ټرمپ د غزې د سولې پلان د «سمدستي او له نور ځنډ پرته» د پلي کېدو غوښتنه وکړه
د سولې د خبرو اترو د پراخېدو له هڅو سره هممهاله، روسیه او اوکراین په یو بل د بریدونو نه خبر ورکړی
د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف د حوثي ملیشو بې پیلوټه الوتکه وویشتله.
د پاکستان په شمال کې د مسافرو یو بس سیند ته لوېدلی چې له امله یې ۱۱ کسان وژل شوي دي.
پاکستان په بلوچستان او خیبر پښتونخوا ایالتونو کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۷۴ وسله‌وال وژل شوي
په نړۍوالو بازارونو کې د دویمې اونۍ لپاره د تیلو بیې مخ په ټیټیدو دي
اردوغان: د COP31 سرمشریزې پر مهال د نړیوالو مشرانو ژمنتیا د پاریس اقلیمي تړون د پیاوړتیا نښه ده.
د امریکا په پلازمینه  واشنګټن ډي سي کې سپینې ماڼۍ ته نږدې وسله وال برید شوی.
روسیې له افغانستان کې یو زیات شمیر سوداګریز تړونونه لاسلیک کړل
د مهمو خبرونو غورچاڼ
یو لوړپوړی روسي پلاوی له طالبانو سره د سوداګرۍ او پانګونې په اړه د خبرو لپاره افغانستان ته رسیدلی دی