د سیمهییزو او ملي رسنیو د راپورونو له مخې، په هېواد کې د بېلابېلو دولتي ادارو، قضایي محاکمو او تعلیمي مرکزونو ته د بمي بریدونو ګواښ شوی دی.
ویل کېږي چې ورته خبرداری او ګواښونه د پلوفدیف (Plovdiv)، کيوستندیل (Kyustendil)، مونتانا (Montana)، رازګراد (Razgrad)، ایسپریخ (Isperih)، لوفچ (Lovech)، پازارژیک (Pazardzhik)، بورګاس (Burgas)، هاسکوف (Haskovo)، سلیوین (Sliven) او بلاګویوګراد (Blagoevgrad) ترڅنګ د هېواد په نورو بیلابیلو سیمو کې هم بېلابېلو ادارو ته رسېدلي دي.
وړاندیز شوي
د دغو استول شوو خبرداریو له امله، په ځینو ادارو کې ملکي کارکوونکي او زدهکوونکي له ودانیو ایستل شوي او د پولیسو ځانګړو ټیمونو په اړوندو ودانیو کې امنیتي او استخباراتي لټون او تالاشي پیل کړې ده.


















