نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
په پاکستان کې پر یوه موټر د برید له امله یو تن وژل شوی او ۸ نور ټپیان دي
د پاکستاني رسنیو  د خبر له مخې، د خیبر پښتونخوا ایالت په لکي مروت سیمه کې د فابریکې د کارګرانو پر یوه موټر د لاسي بم برید شوی دی.
په پاکستان کې پر یوه موټر د برید له امله یو تن وژل شوی او ۸ نور ټپیان دي
په پاکستان کې پر یوه موټر د برید له امله یو تن وژل شوی او ۸ نور ټپیان دي / Reuters

په پاکستان کې پر یوه موټر د برید له امله یو تن وژل شوی او ۸ نور ټپیان دي

د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې پر یوه موټر د لاسي بم په برید کې یو تن وژل شوی او ۸ نور ټپیان شوي دي.

د پاکستاني رسنیو  د خبر له مخې، د خیبر پښتونخوا ایالت په لکي مروت سیمه کې د فابریکې د کارګرانو پر یوه موټر د لاسي بم برید شوی دی.

د پولیسو چارواکو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې برید کې یو تن وژل شوی او ۸ تنه نور ټپیان شوي، چې د دوو تنو روغتیايي حالت نازک دی.

چارواکو ویلي، چې دا برید د تحریک طالبان پاکستان له خوا شوی دی.

- د پاکستان د ترهګرۍ ستونزه

په پاکستان کې وسله وال بریدونه، په ځانګړې توګه د افغانستان پولې ته څېرمه په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې ډېر شوي دي.

په دواړو ایالتونو کې وسله والې ډلې چې د پښتنو او بلوڅو قومونو د حقونو د دفاع ادعا کوي، د پاکستان پر امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو بریدونه کوي.

اسلام اباد ادعا کوي چې تحریک طالبان پاکستان  په افغانستان کې ځای پر ځای دی او له هغه ځایه خپل بریدونه تنظیموي، خو افغان حکومت دا ادعاوې ردوي.

په بلوچستان کې بیا د بلوچستان د ازادۍ پوځ  بریدونه ډېر دي. د بلوچستان د ازادۍ پوځ   غواړي چې بلوچستان ایالت له پاکستانه جلا شي او بلوڅ خلک پر دې سیمه واکمن شي.

 

وپلټۍ
د چین د سیچوان ایالت کې د ودانۍ د دېوال ړنګېدو له امله ۵ کسان وژل شوي
د هند په لویدیځ بنګال ایالت کې په یوه هوټل کې د اورلګېدنې له امله نهه کسان مړه شوي دي
ټرمپ یو داسې انځور خپور کړ چې د هرمز تنګی د "امریکا د خاورې" په توګه ښيي
په کابل کې پر یوه تعلیمي مرکز کې د چاودنې له امله  لږ تر لږه ۴۲ ماشومان ټپیان شوي دي.
لاوروف وايي روسیه او شمالي کوریا د نوي څو قطبي نړیوال نظم په لټه کې دي
اسرائیلو د سوریې په ادلیب ولایت کې د ابو ظهور پوځي هوايي ډګر بمبار کړ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.
ولسمشر اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند ۲۵ کلن مزل د تورکیې لپاره یو "تاریخي بدلون" وباله