نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د کانونو په یو شرکت برید شوی چې له امله يي ۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی
د پاکستان نېشنل ریسورسز لمیټډ، چې د بلوچستان په سویل لوېدیځ کې د "دریګوان" سیمې د کان کیندنې مسوولیت لري، ویلي چې دا برید د چهارشنبې په ماښام شوی او امنیتي ځواکونو سیمه په کنټرول کې اخیستې ده.
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د کانونو په یو شرکت برید شوی چې له امله يي ۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د کانونو په یو شرکت برید شوی چې له امله يي ۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی / Reuters

 د ځايي چارواکو په وینا، د چهارشنبې په ورځ د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د نېشنل ریسورسز لمیټډ"  د مسو او سرو زرو پر یوې پروژې د وسله والو په برید کې لږ تر لږه نهه کسان وژل شوي دي.

  د پاکستان نېشنل ریسورسز لمیټډ، چې د بلوچستان په سویل لوېدیځ کې د "دریګوان" سیمې د کان کیندنې مسوولیت لري، ویلي چې دا برید د چهارشنبې په  ماښام شوی او امنیتي ځواکونو سیمه په کنټرول کې اخیستې ده.

یوه ځايي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې په برید کې لږ تر لږه نهه کارکوونکي وژل شوي چې دوه یې امنیتي ساتونکي وو. نېشنل ریسورسز لمیټډ ، چې په بلوچستان کې د مسو، سرو زرو، سرپو او جستو د  زېرمو په لټون بوخت دی، د لکي سیمنټ  ، فاطمه فرټیلایزر

او لیبرټي میلز  شرکتونو ترمنځ د یوه ګډ شرکت په توګه جوړ شوی دی.

  بلوچستان د پاکستان په سویل لوېدیځ کې یوه له کانونو بډایه خو ناارامه سیمه ده،چې له افغانستان او ایران سره ګډه پوله لري.

تېره میاشت "بیریک مائننګ" (Barrick Mining) شرکت ویلي وو چې په سیمه کې د مخ  په زیاتېدونکو امنیتي خطرونو له امله به په "ریکو ډیک" سیمه کې د  مسو او سرو زرو پروژې په اړه خپله ارزونه وغځوي.

وپلټۍ
د جولای په ۱۵ د ولسمشر اردوغان د وژنې د پلان په هڅه کې ښکیل ترهګر ونیول شو
د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په هوايي برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي
ټرمپ اوکراین ته د پیټریوټ توغندیو د ورکولو له ژمنې شاته شو
د یونس امره انسټیټیوټ لخوا د تورکي ژبې د مهارت نړیواله ازموینه (TYS)
په کاناډا کې پر یوه جومات وسله وال برید شوی
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"