تورکیه
3 د لوستلو دقیقې
تورکیې د ۱۹۱۵ کلونو د پیښو په اړه د اسرائیلو اقدام وغنده
تورکیې د فلسطینیانو پر وړاندې د خپلو جرمونو د پټولو په موخه د ۱۹۱۵ کال د پېښو په اړه د اسرائیلو پرېکړه وغندله
تورکیې د ۱۹۱۵ کلونو د پیښو په اړه د اسرائیلو اقدام وغنده
تورکیې د ۱۹۱۵ کلونو د پیښو په اړه د اسرائیلو اقدام وغنده

انقره وايي چې دا ګام د فلسطینیانو پر وړاندې د اسرائیلو له جنایتونو څخه د نړۍ د پام اړولو په موخه پورته شوی او په حقیقت کې دا پر نتنیاهو باندې د شته فشارونو څرګندونه کوي.
تورکیې د ۱۹۱۵ کال د پېښو د په رسمیت پېژندلو په اړه د اسرائیلو پرېکړه وغندله او دا یې یو "سیاسي حرکت" وباله چې موخه یې د فلسطینیانو پر وړاندې د خپلو جرمونو پټول دي.

د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل: "د اسرائیلو حکومت، چې د ټولې نړۍ د سترګو وړاندې د فلسطین پر خلکو سیستماتیک ظلم کوي او د عدالت په نړیواله محکمه  کې د غزه والو پر وړاندې د نسل وژنې په تور تر محاکمې لاندې دی، د ۱۹۱۵ کال د پېښو په اړه د سیاسي پرېکړې په منلو سره غواړي خپل جرمونه پټ کړي."

وزارت زیاته کړې چې دا پرېکړه حقوقي او تاریخي حقایق له پامه غورځوي او پر نتنیاهو او د هغه پر ملګرو باندې د هغې فشار پایله ده چې په غزه کې د جرمونو له امله د نړیوالې جنایي محکمې لخوا د هغوی د نیولو د حکمونو له صادرېدو وروسته رامنځته شوی دی.

تورکیې اعلان وکړ چې په سیمه کې به د "اسرائیلو د پراختیا غوښتونکو او بې ثباته کوونکو پالیسیو" د پای ته رسولو لپاره خپلې مبارزې ته دوام ورکړي او همداراز به هڅه وکړي چې د نتنیاهو حکومت د ملکي وګړو، په ځانګړې توګه د فلسطین د خلکو پر وړاندې د خپلو جرمونو حساب ورکړي.

یوه داسې تراژیدي چې دواړو لورو پکې درد لیدلی
تورکیه د ۱۹۱۵ کال د پېښو د تش په نامه "نسل وژنې" په توګه پېژندلو سره مخالفت کوي او هغه یوه داسې تراژیدي بولي چې په هغې کې دواړو لورو ته تلفات اوښتي دي. انقرې تر اوسه څو ځله وړاندیز کړی چې د دې موضوع د روښانه کولو لپاره دې د تورکیې او ارمنستان له تاریخ پوهانو او نړیوالو کارپوهانو څخه جوړ یو ګډ کمیسیون جوړ شي. په ۲۰۱۴ کال کې رجب طیب اردوغان، چې هغه مهال لومړی وزیر و، د ۱۹۱۵ کال په پېښو کې د وژل شویو ارمنیانو لمسیانو ته تسلیت ویلی و.

په غزه کې وضعیت
اسرائیلو د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له میاشتې راهیسې په غزه کې شاوخوا ۷۳,۰۰۰ فلسطینیان وژلي او له ۱۷۳,۰۰۰ څخه ډېر نور یې ټپیان کړي دي. دغې نسل وژنې د سیمې ډېری بنسټیزې اسانتیاوې ویجاړې کړې او بشري وضعیت لا هم خورا ناوړه دی.

نړیوالې جنایي محکمې د ۲۰۲۴ کال د نوامبر په ۲۱مه، په غزه کې د جنګي جرمونو او د بشریت ضد جرمونو له امله د بنیامین نتنیاهو او د هغه د پخواني دفاع وزیر یواو ګالنټ د نیولو حکمونه صادر کړل. سربېره پر دې، اسرائیل په فلسطین کې د جګړې له امله د عدالت په نړیواله محکمه کې د نسل وژنې له قضیې سره هم مخ دي.

 

وپلټۍ
هند د پاکې انرژۍ په لور په یو ګام کې خپل لومړی په هایډروجن چلېدونکې اورګاډي پرانیسته
کویټ: "د ایران په برید کې د برېښنا تولید او د اوبو د تصفیې یوه فابریکه په نښه شوې ده"
د جولای ۱۵مې له کودتا وروسته بهرنۍ پالیسي او د تورکیې د راتلونکي لیدلوری
فیدان اوکراین ته خپل سفر "خورا ګټور" وباله؛ تورکیه او اوکراین ستراتیژیکه ملګرتیا پیاوړې کوي
د تورکیې پر سر د ټرمپ او نتنیاهو اختلاف؛ ټرمپ د F-35 الوتکو د پلور په اړه د نتنیاهو پر نیوکو غصه شوی
ایران په بحرین کې د امریکا پر هوايي هډې د بریدونو د ترسره کولو نه خبر ورکړی دی.
د امریکا او ایران ترمنځ د نښتو د زیاتوالي او د سرې بحیرې د تړل کېدو له ګواښ سره د تېلو بیې لوړې شوې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر د روسیې-اوکراین جګړې په اړه د استانبول خبرو اترو د دوام غوښتنه وکړه
ایران: "د اهواز د ماشومانو د سرطان روغتون پر شاوخوا د امریکا برید جنګي جنایت دی"
د تورکیې دفاع وزارت: "د قبرس په ټاپو کې د ترکي پوځیانو شتون د سولې، امنیت او ثبات ضمانت دی"
کرملین: "موږ د تورکیې په منځګړیتوب د اوکراین په اړه د خبرو اترو پیلولو ته چمتو یو"
ایران خبرداری ورکوي چې د هرمز تنګی  زمونږ "سره کرښه" ده او تر پایه به مقاومت وکړو
د ایران په پلازمېنه تهران کې د انقلاب په میدان کې د "په تابوت کې د پراته ټرمپ" بلبورډ انځور ځړول شوی
اسرائیل په غزه کې نسل وژنې ته دوام ورکوي. په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ