د نایجر حکومت اعلان کړی چې د هېواد په سویل ختیځ کې، د ديفا (Diffa) په سیمه کې د بوکو حرام تروریستي ډلې غړو پر یوې نظامي ګزمې برید کړی، چې په پایله کې یې ۱۱ سرتیري وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.
د نایجر په دولتي ټلویزیون کې په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې برید د دیفا په سیمه کې د باروا (Baroua) کلي ته نږدې شوی دی.
په بیان کې یادونه شوې چې د برید وروسته په نښتو کې ۲۲ ترهګر هم وژل شوي دي.
وړاندیز شوي
د ديفا سیمه د نایجر په سویل ختیځ کې، د نایجریا له پولې سره نږدې موقعیت لري او د هغو سیمو له جملې ده چې بوکو حرام پکې فعالیت کوي.
د چاد جهيل حوزې په ګډون، د نایجر، نایجریا، چاد او کامرون په ځینو سیمو کې د بوکو حرام او له همدې ډلې څخه جلا شوې، د داعش پورې تړلې ډلې «ISWAP» بریدونه له اوږدې مودې راهیسې امنیتي ستونزې رامنځته کړې دي.













