نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
امریکا د یوې ترهګرې ډلې پر خلاف د مبارزې په خاطر بلې ترهګرې ډلې نه ملاتړ کوي او پیسې ورکوي.
پینټاګون په ۲۰۲۶ بودیجه کې د داعش پر وړاندې د مبارزې په پلمه د نورو ترهګرو ډلو نه د ملاتړ په موخه  د روزنې او تجهیزاتو صندوق  لاندې ۱۳۰ میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي ترڅو په سوریه کې وسله والو ډلو نه ملاتړ وکړي.
امریکا د یوې ترهګرې ډلې پر خلاف د مبارزې په خاطر بلې ترهګرې ډلې نه ملاتړ کوي او پیسې ورکوي.
/ AA Archive

امریکا د یوې ترهګرې ډلې پر خلاف د مبارزې په خاطر بلې ترهګرې ډلې نه ملاتړ کوي او پیسې ورکوي.

د پینټاګون په ۲۰۲۶ بودیجه کې د داعش پر وړاندې د مبارزې په پلمه د نورو ترهګرو ډلو نه د ملاتړ په موخه  د روزنې او تجهیزاتو صندوق  لاندې ۱۳۰ میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي ترڅو په سوریه کې وسله والو ډلو، په ځانګړې توګه د YPG په مشرۍ د سوریې ډیموکراتیکو ځواکونو ملاتړ وکړي.

د دفاع وزارت د ۲۰۲۶ بودیجې د توجیه په اړه په یوه سند کې راغلي چې دغه صندوق د امریکا ملاتړ لرونکو د سوریې ډیموکراتیکو ځواکونو او د سوریې آزاد پوځ د روزنې، تجهیزاتو او میاشتني معاشونو لپاره ځانګړی شوی دی. دغه ځواکونه د سوریې جنوب ختیځ کې مېشت دي، او همدارنګه په عراق او لبنان کې د "تایید شویو شریکو ځواکونو" ملاتړ هم کوي.

په سند کې ویل شوي چې دغه بودیجه کې سپکې وسلې، طبي توکي او د تاسیساتو ترمیم شامل دي. د دې په وینا، د داعش بیا راپورته کېدل د امریکا ملي ګټو، د عراق، سوریې، لبنان خلکو او نړیوالې ټولنې لپاره ګواښ دی.

YPG د PKK د سوریې  څانګه ده، چې د تورکیې، امریکا او اروپایي اتحادیې لخوا د ترهګرې ډلې په توګه پېژندل شوې ده.

د PKK/YPG ترهګرې ډلې ته تر ټولو زیاته برخه ځانګړې شوې ده

د پینټاګون په ۲۰۲۶ بودیجه کې سوریې لپاره ځانګړې شوې ۱۳۰ میلیونه ډالرو څخه، ۷.۴۲ میلیونه ډالر د سوریې آزاد پوځ ته ځانګړي شوي دي. په سند کې ویل شوي چې دغه پوځ به د بادیه دښته کې د داعش پاتې شونو پر وړاندې خپل فعالیت پراخ کړي.

خو د بودیجې لویه برخه د د سوریې ډیموکراتیکو ځواکونو لپاره ځانګړې شوې ده.

دغه وروستۍ بودیجه د ۲۰۲۵ کال لپاره ځانګړو شویو ۱۴۷.۹ میلیونه ډالرو او د ۲۰۲۴ کال لپاره ځانګړو شویو ۱۵۶ میلیونه ډالرو سربېره ده، چې واشنګټن د سوریې په ورته ډلو د داعش پر وړاندې د جګړې تر نامه لاندې ځانګړې کړې وه.

تورکیه دغه دلیل د دې لپاره رد کړی چې دا یوازې د دې لپاره یوه پلمه ده چې د دې هېواد په پوله کې ترهګرو ډلو ته وسلې ورکړل شي.

په تېرو څلورو لسیزو کې د PKK ترهګرې ډلې د خپلو بریدونو په ترڅ کې له ۴۰,۰۰۰ څخه زیات کسان وژلي دي، چې پکې ملکي وګړي، ښځې او ماشومان شامل دي.

تورکیه استدلال کوي چې د PKK/YPG تجهیز کول د هر ډول نوم لاندې د ترهګرۍ مستقیم ملاتړ ګڼل کېږي.

وپلټۍ
ایران خبرداری ورکړ چې  اوکراین به ډېر ژر پوه شي چې ایران هېڅ اقدام بې ځوابه نه پرېږدي
په امریکا کې د خوړو په یوه مېله یا فیستیوال کې د وسله وال برید له امله ۲ تنه مړه او ۵ نور ټپیان شول
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د تورکیې د ښځو د واليبال ملي لوبډلې د دویم ځل لپاره د ملتونو لیګ اتلولي وګټله
ټرمپ د توغندیو د کمښت له امله پر ایران پوځي بریدونه وځنډول
برلین کې یو موټر د یوې نندارې پر مهال د خلکو په منځ کې د ننوتو سره ګڼشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
توقایف له پوتین څخه وغوښتل چې د 'استانبول فارمول ۲.۰' پر بنسټ د اوکراین جګړه وځنډوي
د تورکیې (د والیبال ملي ښځینه لوبډلې) د ملتونو لیګ په سیالیو کې پایلوبې ته لاره ومونده
تورکیې په نابلس کې د ۴ تنو فلسطینیانو وژنه په کلکو ټکو وغندله
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوسته برید کې ۱۵ کسان وژل شوي
ایران په بحرین، اردن او کویټ کې د امریکا پر نظامي اهدافو بریدونه وکړل
ټرمپ : ایران اوس په مذاکراتو کې ډېر جدي چلند کوي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عراقچي له خپلو روسي او پاکستاني سیالانو سره وکتل
اروپايي ټولنه: "پوتین د جګړې د پایته رسولو هوډ نلري او  د وخت ګټلو هڅه کوي"
ولسمشر اردوغان د استانبول  ایا صوفیه تاریخي جومات د عبادت پر مخ د بیا پرانیستل کیدو ۶ کلیزه ولمانځله